د لباس او زينت ناروا دودونه او بدعتونه

۱- د نارينه لپاره د ابريشم استعمال حرام دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي  :«حرم لباس الحرير و الذهب على ذكور امّتى و احل لاناثهم» [1].

ژباړه: د ابريشمو او سرو زرو استعمال زما د امت په سړيو حرام دی او ښځو لپاره حلال دی.

په اوس عصر کې يو ډول ابريشمي لونګۍ او ځنې نورو جامو کې کارول شوي وي .

۲- د ښځو لپاره د سترګو د وريځو د ويښتانو ايستل ، خال وهل ، د مصنوعي باڼو اچول ، د شرعي عذر پرته د مصنوعي ويښتانو اچول حرام دي او په داسې کسان د الله (جل جلا له) لعنت دی:

« لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ ، وَالنَّامِصَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ…» (رواه بخاری).

ژباړه: الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي،او هغه څوک چه وروځې نرۍ جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي.

«لَعَنَ رسول الله صلی الله عليه وسلم الْوَاصِلَةِ وَالْمُسْتَوْصِلَةِ».

ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دي پر هغه ښځه چې ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي.

د لعنت کليمه د سختې کبيره ګناه د پاره استعماليږي چې په دغه نا رواه فيشن او سينګار کې ناروا سينګار کوونکي ښځه او آرايشګاه دواړه شامل دي.

همدارنګه په غاښونو کې فاصلې جوړول يا د ضرورت پرته د غاښونو سيده کول چې د ډاکتر صاحبانو لخوا د وسائلو په کارولو سره پرته له شرعي عذر څخه تر سره کيږي دا کار د الله تعالی په خلقت کې تغير راوستل دي او حرام عمل دی.

۳- د نازک او ګل دار او زينتي حجاب اغوستل حال دا چې حجاب زينت نه دی بلکي د زينت لپاره پرده ده .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ... ]([2]).

ژباړه : او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الاولی] ([3]).

ژباړه: او پخپلو کورونو کې اوسئ او د تير جاهلي دور په شان ځانونه مه بربنډوئ.

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ]([4] ).

ژباړه: او پښې دې په زوره نه ږدي تر څو يې پټ کړی ښايست ښکاره شي .

کله چې ښځه له جاهلي بې حجابۍ څخه منع کيږي او مؤمنانې ښځې ددې څخه منع کيږي چې خپل بوټونه پر ځمکه نه وهي څو يې پټ کړی زينت ښکاره نشي نو دا خبره په دې باندې دلالت کوي چې ښځه به زينت نه ښکاره کوي ځکه چې دا د جاهليت تبرج دی ، د ښځې چې دومره لباس له فتنې څخه خوندې وي همدومره افضل او غوره دی ([5]).

 ۴- د ښځو لخوا د پطلون او نارينه بوټونو او نورو نارينه شيانو استعمال :

ځکه د پطلون څخه د ښځې د بدن حجم څرګنديږي او بل دا چې د نارينه سره مشابهت دی .

«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ، وَالمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ»([6]) .

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی په هغه نارينه وؤ باندې چې د ښځو مشابهت کوي (يعنې دهغوی په شان شکل جوړوي او دهغوی په شان لباس اغوندي) او په هغو ښځو باندې هم لعنت ويلی چې هغه د نارينه مشابهت اختياروي يعنې دهغوی په شان جامې اغوندې او د هغوی په شان ځان جوړوي.

الفتاوى النسائية ليکي:

وأما لبس المرأة للبنطلون فلا يجوز ولو كانت خالية و لو كانت أمام

النساء أو أمام زوجها، إلا في غرفة مغلقة مع زوجها فقط، فأما ما سوى ذلك فلا يجوز فإنه يبين تفاصيل البدن ([7] ).

يعنې : د ښځې لپاره پطلون اغوښتل جايز نه دي که څه هم يوازې وي که

هم د ښځو سره وي يا د خاوند پر وړاندې مګر دا چې د خاوند سره په قفل اتاق وي او ددې پرته جواز نلري ځکه چې ددې څخه د بدن حجم څرګنديږي.

۵- د نارينه او ښځو لپاره د نازک ، شفاف او تنګو جامو اغوستل نوي بدعت او حرام عمل دی

جاء في فقه اللباس والزينة :

حرُم على الرجال والنساء لبس اللِّباس الشَّفَّاف الذي يَصِف البَدَن مُبَيِّنًا للعَورة؛ وهذا باتفاق المذاهب الفقهية الأربعة: الحنفية، والمالكية، والشافعية، والحنابلة..

يعنې : د نارينه او ښځو لپاره د شفاف او نازک لباس چې عورت يې ورڅخه ښکاري په اتفاق د څلورو مذاهبو حنفيه ، مالکيه ، شافعيه او حنابله حرام دی .

د ښځو لخوا د نازک او چسپو جامو اغوستل ، د سر ويښتان د اوښ د بوکام پشان جوړل ستره فتنه ده چې په اړه يې سخت وعيد راغلی دی او دغو ښځو ته کاسيات عاريات ويلی شوې دي:

وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلَاتٌ مَائِلَاتٌ، رُؤُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ.

لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ كَذَا وَكَذَا »([8] ).

ژباړه: (په دوزخ کې دوې ډلی داسې دي چې تر اوسه ما نه دي ليدلی ) او هغه ډله ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل

مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی.

کاسيات : دا چې نری او تنکي جامې به اغوندې .

مميلات مائلات : دا چې په تګ کې تبرج کوي او يا به د نارينه خواته ميلان کوي يعنې خپل زينت به نارينه ښکاره کوي.

۶- د نوکانو اوږد پريښود :

ځينې ښځې خپل نوکان د ځناورو په شان لوی پريږدي چې دا کار د سنتو خلاف د کافر قوم او حيواناتو سره مشابهت دی او همدارنګه په نوکانو باندې داسې رنګ وهي چې د اوبو د رسيدلو مخ نيسي چې نه يې غسل او نه هم اودس صحي کيږي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«فمنْ رغِب عَنْ سُنَّتِي فَلَيسَ مِنِّى»([9] ).

يعنې: څوک چې زما د سنتو څخه سرغړونه کوي له ما څخه نه دی.

۷- د ږېري او سر د سپينو ويښتانو په تور رنګ تورول [10]

په حديث شريف کې راغلي :«يَكُونُ قَوْمٌ يَخْضِبُونَ فِي آخِرِ الزَّمَانِ بِالسَّوَادِ ، كَحَوَاصِلِ الْحَمَامِ ، لَا يَرِيحُونَ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ » ([11] ).

يعنې : په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي لکه د کوترو سينې ، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .

مګر دا تحريم په تور رنګ کې راغلی د تور رنګ څخه پرته سور يا ړيړ رنګ مباح دي په شرط ددې چې د کفارو تشبه پکې نه وي ځکه په يو بل روايت کې راغلي : « غَيِّرُوا هَذَا بشيء ، وَاجْتَنِبُوا السَّوَادَ »([12] ).

۸- په جامه او لباس کې د کافرانو تقليد او مشابهت .

۹- د مود او فيشن پيروي او په لباس کې اسراف کول ، يوه جوړه جامې لا زړې شوي نه وي هغه پريږدي نورې جامې کوي او يا د جامې په

اخيستلو کې له توسط څخه کار نه اخلي اسراف کوي .

په مبسوط کې راغلي : په جامو او لباس کې نه اسراف چې دی ورباندې مشهور شي او نه هم تقتير پکې داسې خرابې چې خلک ګوته ورته ونيسي بلکي د کارونو غوره اوسط دی«وخير الأمور أوسطها» .
” والمراد أن لا يلبس نهاية ما يكون من الحسن والجودة في الثياب على وجه يشار إليه بالأصابع ، أو يلبس نهاية ما يكون من الثياب الخَلِقِ – القديم البالي – على وجه يشار إليه بالأصابع , فإن أحدهما يرجع إلى

الإسراف والآخر يرجع إلى التقتير ، وخير الأمور أوسطها ” انتهى ([13]).

۱۰- د شهرت لپاره ډول ډول جامې اغوستل او د ناتوانه او فقيرانو خلکو د زړونو داغول .

په حديث شريف راغلي :«مَنْ لَبِسَ ثَوْبَ شُهْرَةٍ فِي الدُّنْيَا أَلْبَسَهُ اللَّهُ ثَوْبَ مَذَلَّةٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»([14]) .

يعنې : څوک چې په دنيا کې د شهرت لباس اغوندې الله تعالی به په قيامت کې د ذلت جامې ور واغندي .

مناوي رحمه الله وايي : د شهرت له جامې څخه مطلب هغه جامې دي چې کبر ، غرر او افتخار ورباندې کوي او د نورو خلکو څخه خپل ځان لوړ ګڼې .

۱۱- د کور څخه بهر ته وتلو پر مهال د ښځې خوشبويي وهل :

أبو موسى أشعري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: « إِذَا اسْتَعْطَرَتْ الْمَرْأَةُ فَمَرَّتْ عَلَى الْقَوْمِ لِيَجِدُوا رِيحَهَا فَهِيَ كَذَا وَكَذَا قَالَ قَوْلًا شَدِيدًا »([15]).

ژباړه: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده.

۱۲- د سر ويښتانو ځنې برخې اوږه پريښودل او ځنې خريل يا کمول ځکه چې ددې څخه منع شوې ده « انْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ « نَهَى عَنْ الْقَزَعِ» [16]

ابن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له قزع څخه منع کړې قزح داسې چې د سر يوه برخه وخريلي او بله پريږدي نو داسې کول مکروه د سنتو خلاف دي مګر که د کافرانو او فاسقانو سره د تشبهه په نيت وي حرام دي .

قال الشيخ ابن عُثيمين رحمه الله : ” والقزع مكروه ؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم رأى غلاماً حلق بعض شعره وترك بعضه ، فنهاهم عن ذلك . وقال : (احلقوا كله أو اتركه كله) إلا إذا كان فيه تشبه بالكفار فهو محرم ، لأن التشبه بالكفار محرم ؛ قال النبي صلى الله عليه وسلم : ( من تشبه بقوم فهو منهم)” انتهى .

(ابن عثيمين رحمه الله وايي : قزح مکروه دی ځکه نبی صلی الله عليه وسلم يو ماشوم وليد چې ځنې ويښتان يې خريلي او ځنې پريښي وو نو د هغه څخه منع کړ او ويې فرمايل : يا ټول وخريه او يا ټول پريږده . مګر که په دې د کفارو سره تشبه او مشابهت وي حرام دی ځکه د کفارو سره مشابهت حرام ، نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي نو هغه د هغوی څخه دی .

۱۳- د هغو عطرو او خوشبوه استعمال کوم چې الکهول او نشه يې مواد لري ، د داسې عطرو استعمال جواز نلري او خمر او نشه يې شيان د جمهورو فقهاوو په نزد نجس دي.

جاء في فقه الامرأة : و هناک من أهل العلم أجاز هذه العطور ، اذا کانت نسبة الکهول فيها قليلة ، أو کانت هذه العطور مذابة بغير مادة الکحول الاثيلي ، ولکن الأحوط ترک هذه العطور ، خروجاً من الخلاف ، أضف الی هذا أن هناک من البدائل ما يعني عن استخدام مثل هذه العطور .

يعنې : ځنې اهل علم دغو عطرو اجازت ورکړی په هغه صورت کې چې د الکهول نسبت کم وي او د الکهولو پرته بلې مادې سره ترکيب شوي وي ، مګر احتياط يې په ترک دی تر څو د اختلاف څخه ووځي ځکه چې ددې بديل نور ډولونه شته .

۱۴- د ځوانانو لپاره په غاړه يا لاس کې د ځنځير اچول :

په غاړه يا لاس کې د ځنځير او يا حلقې اچول لاندې صورتونه لري :

اول صورت : په غاړه يا لاس کې د ځنځير ، يا حلقي يا مريو اچول په دې نيت چې هغه مؤثر بالذات دي يعنې ضرر او بلا دفع کوي نو دا عمل شرک دی .

دوهم صورت :په غاړه يا لاس کې د ځنځير اچول که د کفارو د تقليد په نيت وي لکه : سکان چې په لاس کې ځنځير اچوي او دا د هغوی مذهبي عنعنه ده نو دا کار د کفارو سره مشابهت دی .

په حديث شريف کې راغلي : «من تشبه بقوم فهو منهم »([17])

يعنې : څوک چې د کوم قوم سره ځان مشابه کوي پس له هغوی نه دی له

هغوی سره به شميرلی شي .

او که په دې عقېده نه وي د جمال او زينت لپاره وي بيا هم په منع شوي مشابهت کې راځي ځکه دا ډول زينت د ښځې لپاره وي نه د نارينه .

لا يعتقد فيها هذا الاعتقاد، وإنما يفعلها تشبها، للزينة مثلا والجمال فتدخل في باب التشبه المنهي عنه([18]).

دريم صورت: که مرض د درملني په نيت وي نو دا کار هم جواز نلري ځکه ددې حلقي کارول نه ديني اصل لري او نه هم علمي .

عن عمران بن حصين: أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – رأى رجلاً في يده حلقة من صُفْر، فقال: “ما هذه؟” قال: مِن الواهِنة. فقال: «انزعها فإنها لا تزيدك إلا وهْناً، فإنك لو مت وهي عليك ما أفلحت أبداً» ([19]).

 ژباړه : د عمران بن حصين نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس وليد چې حلقه يې په لاس کې وه ( داسې حلقه چې په يوه شي احاطه شوې وه) ، ویې فرمايل : دا څه دی ؟ هغه وويل : واهنه مرض دی ( د لاس د مفصل روماتيزم) ، ويې فرمايل : دا لرې کړه ځکه دا نه زياتوي مګر ضعف او مرض ، پس کچېرې ته مړ شي او دا دې په لاس وي نو هيڅکله به کامياب نشې .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه الترمذي :۱/۳۰۲ .

[2] – سوره النور : ۳۱.

[3] – سوره الاحزاب :۳۳ .

[4] – سوره النور :۳۱ .

[5] – فتاوی الأمرة صفحه ۹۴ .

[6] – رواه البخاري ۵۸۸۵ .

[7] – النخبة من الفتاوی النسائية صفحه ۳۰ .

[8] – رواه مسلم :۲۱۲۸ .

[9] – رواه البخاري: ۵۰۶۳ و مسلم :۱۴۰۱.

[10] – د تور رنګ استعمال ځنو فقهاوو مکروه او ځنو حرام بللی دی ، د مجاهد لپاره مباح دی او دا اختلاف د دغه حديث شريف [يكون قوم يخضِبون في آخر الزمان بالسواد كحواصل الحمام] په اسنادو کې دی .

[11] – رواه ابؤداود و أحمد و النسائي وصححه الألباني .

[12] – رواه مسلم .

[13] – المبسوط ۳۰/۲۶۸ .

[14] – رواه ابؤداود ۴۰۲۹ ، و النسائي ۵/۴۶۰ و ابن ماجه ۳۶۰۶ .

[15] – حسن صحيح أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي

[16] – رواه البخاري ۵۹۲۱، و مسلم ۲۱۲۰ .

[17] – رواه أحمد و شرح فقه أکبر ملا علي قاري ص : ۴۹۶ .

[18] – دوکتور سهل عتيبي – الاکاديمية الاسلامية .

[19] – رواه أحمد ، ابن ماجه و ابن حبان.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي