۱- د زکات د ادا کولو پر مهال به نيت خاص د الله تعالی رضاء وي ريا او ځان ښوودنه به پکې نه وي ځکه زکات ورکول عبادت دی او د هر عبادت لپاره اخلاص شرط دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إنَّمَا الأعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى»[1].

ژباړه : بيشکه چې عملونه په نيتونو پورې اړه لري ، او يقيناً هر کس ته به د هغه څه (اجر او ثواب ) ورکول کيږي د څه يې چې نيت کړی وي.

۲- زکات به د حلال کسب څخه وي ځکه الله تعالی د حلال او پاک څخه پرته مال نه قبلوي ، الله سبحانه وتعالی فرمايلي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِيهِ إِلَّا أَنْ تُغْمِضُوا فِيهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ][2]

ژباړه : اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى

۳- زکات به د غوره مال او هغه مال څخه وي چې ده ته خوښ وي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ][3] .

ژباړه: تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى.

۴- د زکات په ادا کولو سره به الله تعالی ته د خپل مال شکر باسي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ][4]

ژباړه: او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكېزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.

۵- د شرعي مصلحت پرته د زکات ورکول په پټه توګه غوره او افضل دي :
الله سبحانه وتعالی فرمايي:[إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ][5]

ژباړه: كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى.
۶- د زکات په ادا کولو کې بيړه پکار ده او ځنډول يې پکار نه دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ ][6]

ژباړه: او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم.

۷- زکات او صدقات به لومړی خپل قريب او نږدې محتاج ته ورکوي :
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ][7]

ژباړه: او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى.

له سلمان بن عَامِر رضی الله عنه څخه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
«إِنَّ الصَّدَقَةَ عَلَى المِسْكِينِ صَدَقَةٌ وَعَلَى ذِي الرَّحِمِ اثنَتَانِ صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ»[8].

ژباړه : په مسکين باندې صدقه کول يوازې د صدقې ثواب لري مګر په قريب او خپل باندې صدقه کول دوه اجرونه لري د صدقې اجر او د خپلولی پاللو اجر .

۸- د هغو امورو څخه به پرهيز کوي کوم د زکات او صدقې د بطلان سبب ګرځي :
لکه په زکات او صدقه اخيستلونکي باندې مينت او احسان بارول ، پيغور ورکول او بل سره هغه ته زيان او ضرر رسول .
الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ [9][
ژباړه: ای مؤمنانو خپل خيراتونه مو په منت بارولو او ضرر رسولو د هغوی کسان په څير مه باطلوئ چې د خلکو د ښودنې لپاره خرچ کوي او په الله تعالی او ورځ د آخرت ايمان نه راوړي .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «ثلاثة لا يكلمهم الله يوم القيامة، ولا ينظر إليهم، ولا يزكيهم، ولهم عذاب أليم» .

يعنې: دری ډلې کسان داسې دي چې د قيامت په ورځ الله (جل جلا له)  د هغوی سره خبرې نه کوي ، او هغوی ته د رحمت په نظر نه ګوري او نه هغوی پاکوي او د دوی د پاره دردونکی عذاب دی .ابوذر رضی الله عنه وويل : دا څومره زيان کاره او محروم خلک دي يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! دا کوم کسان دي ؟ ويي فرمايل : المسبل  والمنان ، والمنفق سلعته بالحلف الكاذب ( څوک چې اوږدې جامې اغوندي او په متکبرانه ډول په لاره درومي او هغه څوک چې پر خلکو خپل احسان او منت باروي او په هغه باندې کبر او غرر کوي او بل هغه څوک چې خپل اجناس په درواغو قسمونو پر خلکو خرڅوي  ).

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – حديث متفق عليه .

[2] – سوره البقرة :۲۶۷ .

[3] – سوره آل عمران: ۹۲ .

[4] – سوره الانفال :۲۶ .

[5] – سوره البقرة :۲۷۱ .

[6] – سوره المنافقين :۱۰ .

[7] – سوره الانفال :۷۵ .

[8] – أخرجه الترمذي والنسائي.

[9] – سوره البقره :۲۶۴ .

Print Friendly, PDF & Email