اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
د دعوت د دیني څانګې درنې څانګې ته خپل سلامونه وړاندې کوم، هیله ده چې روغ او رمټ واوسئ. ښاغلیه یوه پوښتنه لرم، هغه دا چې ما په خپلو پیسو یوه سراچه موټر اخیستی دی او یوه موټر وان ته مې ورکړل دی چې ویې چلوي او هره اونۍ ماته یو څه ګټه راوړي. له دې موټر څخه د کور د ستونزو لپاره هم کار اخلو، یعنې کله که په کور کې څوک ناروغ وي په همدې موټر کې یې ډاکټر ته بیایو. آیا پر دې موټر زکات شته او که نه؟ او بله پوښتنه مې دا ده چې له ما څخه مې یو ورور بېل دی، لږې اقتصادي ستونزې یې لرلې، له ما سره یو څه پیسې وې پر هغو مې ورته دوکان پرانیست. زما دا ورور اوس له دې دوکان څخه د خپلې کورنۍ نفقه برابروي که څه هم د دوکان ټوله سودا زما پر پیسو اخیستل شوې ده. د دوکان څخه زه هیڅ ګټه نه اخلم او نیت مې دا دی چې که زما د دوکان پر موجودو پیسو کوم زکات راځي هغه مې دې ورور واخلي (همدا ورور مې چې د دوکان مسوولیت لري))، آیا د دې دوکان زکات پر ما فرض دی؟


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا موټر د بیع او تجارت لپاره نه دی اخيستل شوی بلکي د اجارې (کرايې) لپاره اخيستل شوی چې موټر د کار د سامان حيثيت لري پر موټر باندې زکات نشته په عايد باندې يې زکات دی په هغه صورت کې چې نصاب ته ورسیږي او کال ورباندې تير شي .

ولا دورالسکنی ونحوها اذا لم تنو للتجارت (درالمختار ۲/۲۶۵ سعيد ) .

وليس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .

و جاء في فقه الاسلامي وادلته :

وقد قرر مؤتمر علماء المسلمين الثاني ومؤتمر البحوث الإسلامية الثاني عام 1385هـ /1965 م: أن الأموال النامية التي لم يرد نص ولا رأي فقهي بإيجاب الزكاة فيها حكمها كالآتي: لا تجب الزكاة في أعيان العمائر الاستغلالية والمصانع والسفن والطائرات وما أشبهها، بل تجب في صافي غلتها عند توافر شروط النصاب، وحولان الحول.

د دوکان د اصلي رأس مال زکات پر تا باندې واجب دی کچېرې نصاب ته رسیدلی وي ، د کال په اخر کې به د دوکان مالونه د ورځې په نزح سره حساب او زکات به يې ادا کړې .

کچېرې دوکان دومره ګټه وکړه چې د ورور له کورني ضرورياتو اضافه او نصاب ته ورسيږي او کال ورباندې تير شی نو په ورور دې هم زکات واجب دی او که نه په هغه باندې زکات نشته ځکه دی د پانګې مالک نه دی .

زکات په اجرت کې مجرا کولو او همدارنګه قرض کې مجرا کولو سره نه صحي کيږي د هغه پرته صحی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email