اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

ځما پوښتنه داده چې په مسلمانانو دحرام حیواناتو غوښي خوړل اوپلورلوحکم څه دی شخص ته باید څه ډول سزا ورکړل شي دی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې دا کس عقيده ولري چې د حرام حيوان غوښه حلاله ده نو هغه مردد دی که توبه ونباسي د شرعې محکمې لخوا به د ارتداد په سزا سره قتل کيږي .

من انکر حرمة الحرام المجتمع علی حرمته أو شک فيها، ای يسوي الأمر فيها کالخمر، والزنا واللواط و الربا، او زعم ان الصغائر او الکبائر حلال، کفر (شرح فقه اکبر – ملا علي قاري ص ۵۰۳).

مګر که دا عقيده ولري چې دا حيوان حرام دی مګر د دنيوي ګټې لپاره داسې کوي دا کار ستر جرم او ګناه ده .

بيع او تجارت يې حرام دی او ددې څخه ګټلی مال مردار او خبيث دی ځکه د اسلامي شريعت عامه قاعده ده چې کوم شی شرعاً حرام وي د هغه بیع او تجارت هم حرام وي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه» .

بل جرم يې دا دی چې خلکو ته فريب ورکوي په حديث شريف کې راغلي : من غشانا فليس مني ( فريب ورکوونکی له مونږ څخه نه دی ) .

سزا : د داسې کس سزا تعزير دی د شرعي امير او شرعې محکمې لخوا به هغه سزا ټاکل کيږي .

و با لله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email