اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!!
پوښتنه می دا وه چی دروژی په میاشت کی هغه مریض چی شدید قبضیت ولری او مونږ ورته اماله(یعنی دمقعد له لاری دوا تطبیقول) وکړو ایا روژی ته یی څه نقصان رسوی
که نه!؟
وسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په روژه کې د بواسيرو او قبضيت لپاره د مقعد ليارې د درملو داخلولو سره روژه ماتيږي .

او ځنې معاصر علماء وايي د بواسيرو په درملنه سره روژه نه ماتيږي ځکه معدې ته نه رسيږي مګر د احتياط قول لومړی دی .

د بواسيرو درملنه به د روژه ماتي وروسته تر سره کيږي ځکه چې په دې درملنه سره روژه ماتيږي او قضاء واجبيږي .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (2/87) : ” ذهب الحنفية والمالكية في المشهور, وهو المذهب عند كل من الشافعية والحنابلة , إلى أن الاحتقان في الدبر يفطر الصائم , وعليه القضاء ؛ لقول عائشة رضي الله عنها: ( دخل علي رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال يا عائشة هل من كسرة ؟ فأتيته بقرص , فوضعه في فيه , فقال: يا عائشة هل دخل بطني منه شيء ؟ كذلك قبلة الصائم , إنما الإفطار مما دخل وليس مما خرج ).

Print Friendly, PDF & Email