د اخترونو بدعتونه

۱- د اختر په ورځ هغه کور ته ورتلل په کوم چې په همغه کال کوم کس وفات شوي وي هغوی ته د دعا او فاتحې په نوم ورتلل او غمرازي کول بدعت دی ، د مړي واله کورنی په خرينو کاليو کې ګرځيدل او د غم ښکاره کول جواز نلري.

۲- په اخترونو کې زيارت کول ، ماتم جوړول ، قبرونو ته ګلان ، حلوا او نور شيان ور وړل او يا پر قبر باندې غنم او نور شيان شيندل بدعت ، د قبر زیارت کول هر وخت سنت او د وخت تخصيص لکه : اخترونه او يا د جمعې ورځ بدعت دی .

۳- د اختر د لمانځه وروسته په اجتماعي او ډليزه توګه په يوه غږ تکبيرونه ويل بدعت ، سنت طريقه داده چې په انفرادي توګه هر کس تکبيرونه وايي.

۴- د اختر د لمانځه وروسته معانقه کول مکروه دي .

۵- اختر په موسيقی ، قمار او نورو لهو لعبو سره لمانځل او د فسق او فساد ځایونو ته تلل حرام دي .

۶- د حيوان د ذبح لپاره اودس کول هيڅ شرعي اصل نلري .

۷- په خوراک ، څښاک او لباس کې اسراف کول  .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email