۱- جماعي (ډله ييز ) ذکر کول څه حکم لري ؟

ځواب : د ذکر ، شرعي علم د زده کړې ، تلاوت او وعظ لپاره جمع کيدل کار د خير دی ، د الله تعالی د رحمت د نزول سبب کرځي.

جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ » ([1]).

ژباړه : کوم خلک چې د الله د ذکر لپاره را جمع شي نو پرېښتې په هغوی را

تاويږي ، او رحمت هغوی را نغاړي ، د زړه اطمنان او سکينه ورباندې نازليږي ،او الله تعالی هغوی په ملائکو کې يادوي .

قال النووي: يُسْتَحَبُّ الْجُلُوسُ فِي حِلَقِ الذِّكْرِ

وَقَالَ ابْنُ تَيْمِيَّةَ : الاجْتِمَاعُ عَلَى الْقِرَاءَةِ وَالذِّكْرِ وَالدُّعَاءِ حَسَنٌ إِذَا لَمْ يُتَّخَذْ سُنَّةً رَاتِبَةً وَلا اقْتَرَنَ بِهِ مُنْكَرٌ مِنْ بِدْعَةٍ([2] ).

مګر که ذکر د يوې ډلې لخوا په يو صوت او آواز وي چې د ځنو عږ له ځنې نورو سره موافق وي که چېرې د التزام په ټوګه وي بدعت دی او د هغه نه پرهيز پکار دی ، ځکه چې په شريعت کې د داسې ډله ييز ذکر چې په يو آواز سره وي د استحباب څه ثبوت نشته . نو څوک چې په شرع کې په غير لازم شي باندې التزام لګوي د شک پرته بدعت دی .

ځکه د «تکبير ، تهليل ، تحميد » ډليز ذکر نه قولاً ، نه فعلاً او نه هم تقريراً له رسول الله صلی الله وسلم څخه ثابت شوی او همدارنګه دا ډول ذکر څخه صحابه کرامو انکار کړی لکه: د ابن مسعود رضی الله عنه مشهوره واقعه ده چې :

ابن مسعود رضی الله عنه چې کله په کوفه کې وو يو کس ورته وويل : دلته يوه ډله په جومات کې د ماښام وروسته کيني ، داسې تکبير او دارنګه حمد او تحميد وايي ، ابن مسعود رضی الله عنه ورته وويل : کله چې هغوی کيناسل ماته خبر راکړ ، د خبر وروسته ابن مسعود رضی الله عنه ورغلی او ورته وويل :

«وَاللهِ الَّذِي لَا إِلَهَ غَيْرُهُ لَقَدْ جِئْتُمْ بِبِدْعَةٍ ظُلْمًا، أَوْ لَقَدْ فَضَلْتُمْ أَصْحَابَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِلْمًا ” . فَقَالَ مِعْضَدٌ: وَاللهِ مَا جِئْنَا بِبِدْعَةٍ ظُلْمًا، وَلَا فَضَلْنَا أَصْحَابَ مُحَمَّدٍ عِلْمًا. فَقَالَ عَمْرُو بْنُ عُتْبَةَ: يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ، نَسْتَغْفِرُ اللهَ ، قَالَ: ” عَلَيْكُمْ بِالطَّرِيقِ فَالْزَمُوهُ، فَوَاللهِ لَئِنْ فَعَلْتُمْ لَقَدْ سَبَقْتُمْ سَبْقًا بَعِيدًا، وَلَئِنْ أَخَذْتُمْ يَمِينًا وَشِمَالًا لَتَضِلُّنَّ ضَلَالًا بَعِيدًا » ([3]).

و جاء في الموسوعة الفقهية: الذِّكْرُ الْجَمَاعِيُّ : وَهُوَ مَا يَنْطِقُ بِهِ الذَّاكِرُونَ الْمُجْتَمِعُونَ بِصَوْتٍ وَاحِدٍ يُوَافِقُ بَعْضُهُمْ بَعْضًا ، وَقَدْ جَعَلَهُ ،إِذَا الْتُزِمَ بِدْعَةً إِضَافِيَّةً تُجْتَنَبُ ، إِذَا نَدَبَ الشَّرْعُ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ فَالْتَزَمَ قَوْمٌ الاجْتِمَاعَ عَلَيْهِ عَلَى لِسَانٍ وَاحِدٍ وَصَوْتٍ وَاحِدٍ لَمْ يَكُنْ فِي نَدْبِ الشَّرْعِ مَا يَدُلُّ عَلَى هَذَا التَّخْصِيصِ الْمُلْتَزَمِ ؛ لأَنَّ الْتِزَامَ الأُمُورِ غَيْرِ اللازِمَةِ يُفْهَمُ عَلَى أَنَّهُ تَشْرِيعٌ ، فَلَمْ يَتَنَاوَلْهَا الدَّلِيلُ الْمُسْتَدَلُّ بِهِ ، فَصَارَتْ مِنْ هَذِهِ الْجِهَةِ بِدَعًا مُحْدَثَةً ([4]).

و قال: امام كاساني في بدائع الصنائع ، عن أبي حنيفة رحمه الله تعالى: أن رفع الصوت بالتكبير بدعة في الأصل، لأنه ذكر. والسنة في الأذكار المخافتة

؛ لقوله تعالى: ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ([5]).

۲- د ذکر او  مناجاتو سره د موسيقۍ د آلاتو ږغول څه حکم لري؟

ځواب :د موسيقۍ د آلاتو ږغول حرام صوت شيطان بلل کيږي .

په حديث شريف کې راغلي : «صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة، مِزمَارِ عند نِعمة، ورَنَّةٌ عند مصيبة» ([6]).

ژباړه: په دنيا او آخرت کې دوه ملعون (واجب لعنت) آوازونه دي، چې: يو د موسيقۍ د آلاتو غږ د سندرو په وخت کې او بل د مصبت په وخت کې آواز دی.

آیا د دغو ملعونو شيطاني وسائل کارول به څنګه په ذکر او عبادت کې جايز وي ؟                                                                                                      فتاوی الهنديه ليکي :زمونږ په زمانه کې د ځنو صوفيانو قوالي ، مناجات له موسيقۍ سره او رقص او نچا کول حرام دي په هغه کې ګډون او ناستی حرام دی او دا عينې موسیقي او سندرې دي .

السَّمَاعُ وقَوْلُ و رَّقصُ الذی يَفْعَلُهُ المُتَصَوِفَةُ فی زَمانَنا حرامٌ لایَجُوز القَصدُ اِلیه والجُلُوسُ علیه وهو الغِناء والمِزامير سواءٌ .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ ([7]).

هيئت علماء قطر مرکز الفتاوی الاسلام ويب دا عمل عظيم بدعت بللی او درالمختار دا قول ذکر کړی :
جاء في رد المحتار -من كتب الحنفية- : (قوله: ومن يستحل الرقصُ، قالوا بكفره) المراد به التمايل، والخَفَضَ والرفع بحركات موزونة، كما يفعله بعض من ينتسب إلى التصوف.

و قال البزازي الحنفي في الفتاوى البزازية:

“….و غرضُه استماع الدُف و المِزمار  و اللعب بالرقص الذي أحدثه أولاً السامري حين أخرج لهم عجلاً جسداً له خوار، وقد نقلَ صاحبُ الهداية (المرغيناني) فيها: أنّ المغنّي للناس، إنما لا يَقْبَل شهادَتَه؛ لأنّه يجمَعُهم على كبيرة، والقرطبي: على أنّ هذا الغناء وضرب القضيب والرقص حرام بالإجماع عند مالك وأبي حنيفة والشافعي وأحمد. ذكر ذلك في مواضعَ من كتابه.

وسيّد الطائفة الشيخ أحمد اليَسوي صرّحَ بحرمته، ورأيتُ فتوى شيخ الإسلام جلال الملّة والدين (الكرماني) أنّ مُستَحلّ هذا الرقص كافرٌ، ولما عُلِمَ أنّ حرمَتَهُ بالإجماع لزم أن يكفِّر مُسْتَحِلَّه. وللشيخ الزمخشري في ” كشافه ” كلماتٌ فيهم، تقوم بها عليهم الطّامة، ولصاحب ” النهاية ” و الإمام المحبوبي أيضاً كلام أشدّ من ذلك”. انتهى ([8]).

مفتی کفايت الله دهلوي رحمه الله وايي:

سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورني وغيره سره د شرعي محرماتو څخه دي او د عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .

اشعار او نعت خواني د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی «کل بدعة ضلالة »، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي ([9]).

۳- د ذکر او عبادت او د هغه د قبول لپاره د اجازت غوښتل او لاس نيوی کول اصل نلری([10]) .

۴- د ذکر پر مهال د سر او ځان ښورول ، جذباتي کيدل او د ليوني په څير له خولې څخه ځګونه بادول بدعت دی .

جاء في الموسوعة الفقهية : يَزِيدُ بَعْضُ أَهْلِ الْبِدَعِ عِنْدَ الذِّكْرِ:الضَّرْبَ عَلَى الصُّدُورِ ، وَبَعْضُهُمْ يَضْرِبُ عَلَى رَأْسِهِ ، وَمَا أَشْبَهَ ذَلِكَ مِنَ الْعَمَلِ الْمُضْحِكِ لِلْحَمْقَى ، لِكَوْنِهِ مِنْ أَعْمَالِ الصِّبْيَانِ وَالْمَجَانِينِ ، الْمُبْكِي ([11]).

۵- د ذکر پر مهال د شيخ او پير شکل په ذهن کې را وستل چې (رابطة) بلل کيږي بدعت دی .

په دې اړه له فتاوی اسلام ويب څخه پوښتنه شوې : حكم طريقة الذكر المسماة بالرابطة : الرابطة: عندما يجلس الإنسان ليذكر الله عز وجل ثم يدع صورة شيخه جانبًا, ويبدأ ذكر الله بتركيز وخشوع وحضور، وإن استطاع ذكر الله بدون الرابطة فهنيئًا له،فما رآيک و ما حکمها؟

ځواب: فإن الذكر عبادة لله، والعبادة يشترط لقبولها إخلاصها لله جل جلاله،

وأن تكون موافقة لسنة النبي صلى الله عليه وسلم، وكل عبادة محَدثة لم تأت في الشرع فهي مردودة على صاحبها مهما كانت، جاء في الحديث: من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد (متفق عليه).

وفي لفظ آخر : من عمل عملًا ليس عليه أمرنا فهو رد. ولم يأت دليل في الشرع على استجلاب العبد الخشوع وحضور القلب بتذكر صورة شيخه، فهو من المحدثات ([12]).

ژباړه : د رابطې طريقه څه حکم لري ؟ داسې چې انسان د الله تعالی د ذکر لپاره کيني او بيا د شيخ يا پير صورت پخپل ذهن کې راولي او په خشوع او حضور سره ذکر کوي مګر د رابطې پرته هدر او بې ځايه دی پس ددې حکم څه دی او ستاسې نظر څه دی ؟

ځواب : ذکر عبادت دی او د هر عبادت د قبول شرط اخلاص لله او اتباع رسول الله صلی الله عليه وسلم شرط دی ، هر هغه عبادت چې په اړه يې شرعي حکم نه وي مردود دی په دليل د دغه حديث شريف :«چا چې داسې عمل تر سره کړ چې په اړه شرعي حکم نه وي نو هغه عمل مردود او قبول وړ نه دی » .

همدارنګه د ذکر پر مهال د خولې پټول (ربط انضمام) په اړه په فتاوی اسلام ويب کې راغلي :

سوال : ما حكم الانضمام أو الربط، بمعنى استحضار صورة شيخ الطريقة، واستحضار الموت، والغسل، ويوم البعث، وقول: لا إله إلا الله 1000 مرة بالقلب، والفم مُغلق ووهب ثواب كل ما أقرأ للرسول عليه الصلاة والسلام، ولشيخ الطريقة.

ځواب : طريقة الذكر المسماة بالربط: فقد بينا أنها  مبتدعة، لا أصل لها في الشرع، فلا يجوز التقرب إلى الله بها ([13]).

ژباړه : د ربط او انضمام حکم څه دی ؟ داسې چې د شيخ صورت ، مرګ ، د مړي غسل او بيا ژوندي کيدل په ذهن کې راولي او بيا (۱۰۰۰) ځله «لا اله الا الله» په زړه کې وايي او خوله يې پټه وي او ثواب يې رسول عليه صلاة و السلام او د طريقت پير ته بښي .

ځواب : پورته بيان شوې طريقه چې ربط بلل کيږي بدعت دی په دين کې اصل نلري او په دې طريقه الله تعالی ته نږيدوالی جواز نلري.

۶- درود تاج او نور هغه درودونه چې په غلوَ او شرکيات مشتمل وي د هغه ويل او ترويج کول بدعت دی .

جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب: دعاء التاج : هو صيغة محدثة مبتدعة في الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم تسمى ” التاج ” ، وهي صيغة منكرة لا يجوز اعتمادها لما تحويه من الشرك والغلو في النبي صلى الله عليه وسلم و مما ورد في هذه الصيغة من المخالفات الشرعية :
أولا :وصفهم فيها النبي صلى الله عليه وسلم بأنه ” دافع البلاء والوباء والقحط والمرض والألم ” وهذا وصف شركي ؛ فإن الذي يدفع البلاء والوباء ويكشف الضر و يأتي بالخير إنما هو الله وحده ، قال عز وجل :[ وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِنْ يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ].

يعنې : درود تاج پر بدعت بنا دی او په دغه درود کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه د غلو او شرک ډک الفاظ کارول شوي ده لکه : د بلاء او وباء او قحط او مرض او درد دفع او پورته کوونکی چې دا شرکي صفت دی ځکه د هر ضرر دفع کوونکی او د خير را وستونکی يوازې الله تعالی دی، لقوله تعالی :[ وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِنْ يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى.

۷- د ذکر لپاره د پرديو ښځو لاس نيول او د هغه سره په خلوت کې کيناستل بدعت او حرام عمل دی .

۸- داسې ويل چې د ذکر او عبادت په وسيله ذکر کوونکی فناء فی الله ګرځي او د الله په ذات کې حلول کوي (نغوذ بالله) .

الحلول: ومعناه: “أن الله تعالى يصطفي أجساماً يحلّ فيها بمعاني الربوبية، فيزيل عنها معاني البشرية، وأن الله تعالى يحلّ بالعارفين من

أوليائه وأصفيائه”([14]).

۹- په دومره اچت آواز ذکر کول چې نورو ته تکليف ورسیږي .

۱۰- له نصوصي اذکارو پرته کوم چې په احاديثو کې يې شمير ذکر شوی دی د هغه پرته د شمير د تعين او وخت الزام لګول بدعت دی.

جاء في المجموع الفتاوی ابن تيميه رحمه الله :”وليس لأحدٍ أنْ يَسُنَّ للنَّاسِ نوعاً من الأذكار والأدعية غير المسنون، ويجعلها عبادةً راتبةً يواظب الناس عليها كما يواظبون على الصلوات الخمس، بل هذا ابتداعُ دينٍ لم يأذن الله به…  وأما اتخاذ وردٍ غيِر شرعيٍّ، واستنانُ ذكرٍ غيرِ شرعيٍّ، فهذا مما يُنهى عنه، ومع هذا ففي الأدعية الشرعية والأذكار الشرعية غايةُ المطالبِ الصحيحةِ ونهايةُ المقاصدِ العليَّة ، ولا يَعدلُ عنها إلى غيرها من الأذكارِ المحدَثة المبتدعةِ إلاّ جاهلٌ أو مفرِّطٌ أو متعَدٍّ”([15])  .

 ۱۱- د اذکارو غلط تلفظ:

لومړی دا چې په ذکر مفرد کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف لکه : «الله ، الله ، الله» چې ځنې فقهاء يې جايز ګنې او ځنې وايي جواز نلري ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو څخه د لفظ مفرد د ذکر څه

ثبوت نشته .

او ذکر په اسم ضمير او يا غلط لفظ کولو سره جواز نلري ضمير لکه « هو ، هو » او «آه ، آه » او نور .

او غلط تلفظ داسې چې د الله سره د هو يوخای کول لکه ( الله هو ) او يا

د الله په لفظ کې د ها د پيښ پر ځای واو ورکول لکه (الله – اللهو ) ويل داسې کول جواز نلري.

جاء في الموسوعة الفقهية : أَنَّ فِي الذِّكْرِ بِالاسْمِ الْمُفْرَدِ ( اللَّهُ ، اللَّهُ ، اللَّهُ ) خِلافًا فِي أَنَّهُ ذِكْرٌ أَمْ لا. .

وَقَالَ ابْنُ تَيْمِيَّةَ : الاسْمُ الْمُفْرَدُ مُظْهَرًا أَوْ مُضْمَرًا لَيْسَ بِكَلامٍ تَامٍّ وَلا يَتَعَلَّقُ بِهِ إِيمَانٌ وَلا كُفْرٌ ، وَلا أَمْرٌ ، وَلا نَهْيٌ ، وَلا يُعْطِي الْقَلْبَ ، مَعْرِفَةً مُفِيدَةً ، وَإِنَّمَا يُعْطِيهِ تَصَوُّرًا مُطْلَقًا . وَالذِّكْرُ بِالاسْمِ الْمُضْمَرِ أَبْعَدُ عَنِ السُّنَّة([16]).

افضل ذکر هغه دی کوم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دی لکه : «لا اله الا الله » ، «تکبير ، تحميد ، تسبيح ، باقيات الصاحيات » او نورو مسونه او مأثور اذکار ، نو ضمير او ساختګي اذکارو ته څه ضرورت دی ؟

وجاء في “فتاوى اللجنة الدائمة” : ” الغالب على ما يسمى بالتصوف الآن العمل بالبدع الشركية ، مع بدع أخرى ، كقول بعضهم : مدد يا سيد ، وندائهم الأقطاب ، وذكرهم الجماعي ، فيما لم يسم الله به نفسه ، مثل : هو هو ، وآه آه ، ومن قرأ كتبهم عرف كثيرا من بدعهم الشركية ، وغيرها

من المنكرات ” انتهى.

آن لاين اسلامي لارښود


([1]) – رواه مسلم و ابوداود

([2]) – مختصر فتاوی المصريه ص ۸۶ .

[3])  ) – الدارمي ۱/ ۶۸،۶۹ و ابونعيم في الحليه ۴/۳۸۱ ، تلبيس ابليس لجوزي ، الأمر بالاتباع لسيوطي ص ۸۳ .

([4]) – موسوعة الفقهية ۲۱ / ۲۵۳

([5])  – بدائع الصنائع ۱/۱۹۶ .

([6]) – رواه براز في مسنده، إسناده حسن، السلسلة الصحيحة ۴۲۷ بإسناد حسن ، الترغيب والترهيب المنذري رواته ثقات ۴/۲۶۸ .

([7]) – فتاوی هنديه ۵/۳۵۱ .

[8]))- فتاوی البرازیه ۴/۳۴۹ .

([9]) – کفايت المفتي: ۲/۹۹

[10]))- نا رواه دودونه او بدعتونه ص ۴۶ .

[11]))- الموسوعة ج ۲۱ ص ۲۵۵.

[12]) ) – فتاوی اسلام ويب رقم ۸۸۵۶.

[13]))- فتاوی اسلام ويب رقم الفتاوی ۲۹۶۹۵۳ .

[14]))- معجم مصطلحات الصوفية ص ۸۲ .

[15]  – مجموع الفتاوی ۲۲/ ۵۱۰-۵۱۱ .

[16] – موسوعة الفقهية ج ۲۱ ص ۲۴۶ .

Print Friendly, PDF & Email