د لمانځه بدعتونه

۱- د لمانځه په نيت کې بې اصله مبالغه:

 اصلاً د نيت ځای زړه دی خو ځنې فقهاوو په ژبه تلفظ جايز بللی دی او په دې مسئله کې اختلاف هم دی نه غواړم چې دلته اختلافات بيان کړم مطلب دا چې که فرضاً په ژبه تلفظ جايز او مستحب هم شي خو خلکو واجب ګرځولی دی داسې چې تکبير اولی ورڅخه تير شي نو دی په بار بار په ژبه سره نيت تکراروي يا خپل لمونځ ماتوي او بيا په ژبه نيت تکراروي داسې ګمان کوي چې په ژبه سره نيت ادا کول د لمانځه واجب او يا هم رکن دی .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : «ولو نوی بلقلب ولم يتکلم بللسان جاز بلا خلاف بين الائمة لان النية صل القلب لا عمل اللسان و استحباب ضمه اليه لما ذکرنا»([1]) .

عالمګيري وايي :«النيت ادارة الدخول فی الصلاة والشرط ان يعلم بقلبه ای صلاة يصلی الخ » .

ابن قيم رحمه الله په «‌اغاثه  اللهفان»‌ کې ويلي دي : نيت عبارت له قصد او ارادې د يو کار د انجام د پاره چې ځای يې زړه دی او اصلاً په ژبه پورې هيڅ تعلق نه لري ، د نيت په باره کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه هيڅ ډول الفاظ نه دي ثابت شوي .

۲- د لمانځه وروسته سجده کول :

د فرض لمانځه نه پس په سجده پريوتل او په سجده کې دعا غوښتل څخه منع کړ شوی ده په درالمختار کې دی «ولکنها يکره بعد الصواة لان الجهلا ،يعتقدونها سنة أو واجبة»

د لمانځه څخه بهر د سجده تلاوت او سجده شکر پرته نورې سجدې نشته . او سجده شکر د نعمت رسيدو پر مهال مستحب ده .

۳- د فرض لمانځه وروسته په التزام سره په زوره د «لا اله الا الله » دری ځله ويل مکروه او بدعت دی ، که څه هم د «لا اله الا الله » ويل افضلترين ذکر دی مګر دلته د مقيد ذکر پر ځای کوم چې د لمانځه وروسته مسنونه اذکار دی ددې ذکر کول شرعي اصل نلري ([2])  .

ځکه چې د لمانځه وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دری ځله « أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله، أللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والاكرام ([3]). او نور اذکار ثابت شوي دي.

۴- د فرض لمانځه د ادا کولو وروسته به امام ښي لور يا ګين لور ته مخ کړي تر څو لمونځ کوونکي په اشتباه کې واقع نشي او دوی پوه شي چې لمونځ ختم دی او د امام مخ نه اړول او پر خپل ځای د قبلې په لورې کيناستل بدعت دی.

جاء في المبسوط: «جُلُوسُ الْإِمَامِ فِي مُصَلَّاهُ بَعْدَ الْفَرَاغِ مُسْتَقْبِلَ الْقِبْلَةِ بِدْعَةٌ»([4]).

۵- د سنتو او نفلو وروسته په لوړ آواز اجتماعي دعا لکه څنګه چې زمونږ په جوماتونو کې رواج لري د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابته نه ده .

محمود الفتاوی حنفي ليکي : د سنتو او نفلو نه وروسته په لوړ آواز اجتماعي دعا له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابته نه ده ، مګر انفرادي دعا جايز ده د دعا په تارک باندې ملامتيا نشته ([5]).

و قال العلامة الانور الكشميرى رحمه الله:

«فلا سبيل الى تبديع من رفع، و لا الى تجهيل من ترك، و امّا الامور المحدثة من عقد صورة الجماعة للدعاء كجماعة الصلاة و الانكار على تاركها و نصب امام ثم اهتمام به فيه و غير ذلك من قلة العلم و كثرة الجهل و الجاهل اما مفرط أو مفرّط» ([6]).

قال الطيبى فى شرح المشكوة:

«ان من اصرّ على امر مندوب و جعله عزماً و لم يعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشيطان» .

و فى الدر المختار:«و كل مباح يؤدى اليه الى الوجوب فمكروه» ([7]).

کفايت المفتي ليکي :

په دې باندې پوهيدل په کار دي چې د احاديثو او فقهې په کتابونو کې ددې هيڅ ثبوت نشته چې په قرون ثلاثه کې د دعا دا طريقه وه چې د سنتو نه وروسته ټول په جمع سره دعا غواړي ، او کله چې په دې باندې دا قيود نور هم ور زيات شي چې امام د خلکو د فارغيدو پورې انتظار وي او يا يې په پريښودونکي باندې ملامتيا وي او په کولو يې الزام وي لکه نن زمان چې زمونږ د محلې حال دی نو بيا ددې په بدعت کې هيڅ شک او شبه نه پاتې کيږي .

ځکه د شريعت چې کوم مستحب او مباح حکم الزامي او ضروري وګڼل

شي هغه بدعت ګرځي ځکه چې اسلامې شريعت چې کوم شی نه وي الزامي کړي هغه څوک له ځانه نشي الزامي کولای .

طيبي د مشکوت په حاشيه کې ليکي :

«من اصر علی امر مندوب و جعله عزماً و لم يعمل بالرخصة فقد اصاب الشيطان من الاضلال فکيف من اصر علی بدعة او منکر» ([8]).

يعنې : چا چې په کوم مندوب کار کې اصرار وکړ هغه يې ضرور وګڼلو او په هغه کې يې رخصت و نه کړ نو شيطان د هغه په ګمرا کولو کې کامياب شو ، نو د هغه کس به څه حال وي چې په بدعت او منکر باندې اصرار کوي .

او بل دا چې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم عادت مبارک دا ؤ چې سنت او نفل به يې په کور کې ادا کول .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «أفضل الصلاة صلاة المَرْءِ في بيته إلا المكتوبة » ([9])

ژباړه: د سړي د پاره بغير له فرضو څخه په کور کې لمونځ کول غوره او افضل دي .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النّبِيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «اجْعَلُوا مِنْ صَلاَتِكُمْ فِي بُيُوتِكُمْ. وَلاَ تَتّخِذُوهَا قُبُوراً» ([10]).

ژباړه: ابن عمر رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : تاسې خپل لمونځونه (سنت او نفل ) په کورونو کې کوئ او خپل کورونه

قبرونه مه ګرځوئ .

هدايه ليکي : والافضل في عامة السنن و النوافل المنزل هو المروي عن النبی صلی الله عليه وسلم (هدايه – باب ادارک الفضريضة ).

نو بيا د سنتو او نفلو وروسته د اجتماعي يا دست جمعې دعا ثبوت له کومه شو ؟

د فرض لمانځه وروسته اجتماعي دعا

د دعا قبليدو له غوره وختونو څخه يو هم د فرض لمانځه وروسته وخت دی چې په دغه وخت کې دعا قبلیږي

له ابی امامة رضی الله عنه څخه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې کومه دعا قبليږي ؟ ويې فرمايل : «جَوْفَ اللَّيْلِ الْأَخِيرِ وَدُبُرَ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ»([11]) .

ژباړه: د شپې د آخرې حصې او د فرض لمونځونو وروسته .

د فرض لمانځه وروسته مسنونه اذکار او دعا په اتفاق د فقهاوو سنت دي ، د اذکارو او دعا غوره وخت د فرض لمونځ وروسته دی او د سنتو وروسته هم جايز دي .

نو مؤمن چې لکه لمونځ ادا کړي مسونه اذکار به ووايي لکه : دری ځله استعفرالله ويل ، اللهم انت سلام … آیت الکرسي ، (۳۳) ځله سبحان الله (۳۳) ځله الحمدلله (۳۳) ځله الله أکبر او  يو ځل به (لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير) وايي تر څو سل ځله پوره او همداسې د لمونځ وروسته نور مسنونه اذکارو ويل او د هغه وروسته به د خپلې خوښې دعا وکړي .

د فرض لمانځه وروسته په يو صوت او اجتماعي توګه د مسونه اذکارو او دعا ويل بدعت دی لکه څنګه چې په ځنې جوماتونو کې رواج دی لکه : «اللهم انت السلام ….» او « اللهم أجرني من النار …» او يا «يا ارحم الراحمين أرحمنا ..»» او نور په يوه آواز سره په ډليزه ټوګه ويل شرعي اصل نلري بدعت دی بلکي مسنونه اذکار به هر يو کس له ځانه سره وايي که احياناً يو له بله سره يې غږ برابر شي باک نلري .

 فتاوی هنديه ليکي : إذَا دَعَا بِالدُّعَاءِ الْمَأْثُورِ جَهْرًا وَمَعَهُ الْقَوْمُ أَيْضًا لِيَتَعَلَّمُوا الدُّعَاءَ لَا بَأْسَ بِهِ وإذا تَعَلَّمُوا حِينَئِذٍ يَكُونُ جَهْرُ الْقَوْمِ بِدْعَةً ([12]).

ژباړه: کچېرې امام له مقتديانو سره يو ځای په زوره مسونه دعا د تعليم او زده کړې لپاره ووايي باک نلري مګر د تعليم پرته دا کار بدعت دی .

پاتې شوه د فرض لمانځه وروسته اجتماعي دعا داسې چې امام دعا کوي او مقتديان آمين ورباندې وايي په دې باره کې د فقهاء کرامو اختلاف نظر دی :

لومړی قول :

جمهور فقهاء د قنوت نازله او بل ټولنيز مقصد پرته د لمانځه وروسته اجتماعي دعا بدعت ګڼي او دوی وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، صحابه رضی الله عنهم او ائمه رحمهم الله څخه د دعا داسې شکل لکه څنګه چې اوس په ځنو جوماتونو کې رواج لري ثابت شوی نه دی نظر په لاندې دلائلو :

علي رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د فرض لمانځه وروسته د ځانه سره (انفرادي )داسې دعا کوله « اللهم اغفرلي ما قدمت و ما أخرت ، وما أسررت و ما أعلنت أنت الهي لا اله الا أنت »([13])

او همداسې د سهار له لمانځه وروسته به يې دا دعا کوله «اللهم اني أسألک علماً نافعاً ، وعملاً متقبلاً ، ورزقاً طيباً » ([14]).

په پورته دعاګانو کې صيغه د مفرد ده چې په يوازوالی باندې دلالت کوي.

او له ام سلمة رضی الله عنها نه روايت دی چې : « أن النبي صلی الله عليه وسلم کان يمکث اذا سلم يسيراً»([15]) .

او له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې : «صليت خلف النبي صلی الله عليه

وسلم ، فکان اذا سلم يقوم ، و صليت خلف ابي بکر رضی الله عنه ، فکان اذا سلم وثب کأنه علی رَضْفَه »([16]).

جاء في الموسوعة الفقهية :

لَمْ أَجِدْ مَنْ يَقُولُ بِالتَّأْمِينِ عَلَى دُعَاءِ الإِمَامِ بَعْدَ الصَّلاةِ إِلا بَعْضَ الْمَالِكِيَّةِ . وَمِمَّنْ قَالَ بِجَوَازِهِ ابْنُ عَرَفَةَ ، وَأَنْكَرَ الْخِلافَ فِي كَرَاهِيَتِهِ( [17]).

احسن الفتاوی ليکي : چې همدا ډول تر فرضو وروسته چې کومه دعا د امام سره يو ځای کيږي دا هم ثابته نه ده او کچېرې اتفاقاً له امام سره يو ځای شي باک نلري او د لازم والي په وجه دغه کار بدعت جوړيږي دا يو فقهې قاعده ده چې هر مباح يا مستحب کار لازم ګرځول نا جايز ګرځي د فرضو او نوافلو تر مينځ دومره فرق دی چې تر سنتو او نفلو وروسته اجتماعي دعا کول او د هغه لازم ګرځولو کې دومره قباحت دی

چې تر فرضو وروسته دا ډول دعا کې نشته ([18](.

کفايت المفتي ليکي: ان الدعاء المعمول في زماننا بعد الفريضة رافعين ايديهم علی الهئية الکذائية لم تکن المواظبة عليه في عهده عليه صلاة والسلام ، نعم الادعية بعد الفريضة ثابتة کثيراً بلا رفع اليدين و بدون الاجتماع ([19]).

دوهم قول : ځنې فقهاء په خاصه توګه متأخرين مالکيه د فرض لمانځه وروسته داسې دعا چې امام دعا کوي او مقتديان آمين ورباندې وايي جايز بولي او په لاندې دلائلو استلال کوي:

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ ، وَإِلَى رَبِّكَ فَارْغَبْ] ([20]).

هغوی دا وايي چې د « فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ» يو تفسير دا دی چې کله د لمانځه څخه فارغ شې نو دعا کوه .

او د ابی امامه رضی الله عنه په حديث استلال کوي « جَوْفَ اللَّيْلِ الْأَخِيرِ وَدُبُرَ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ » او همدارنګه په دې حديث باندې استلال کوي « عَنْ الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ إِذَا سَلَّمَ : (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ»([21]).

 او دليل لپاره يو هم مسند أحمد دا حديث شريف وړاندې کوي چې:

«عن ابی هريرة رضی الله عنه أن رسول الله صلی الله عليه وسلم کان يدعو في دبر صلاة الظهر : اللهم خلص الوليد و سلمة بن هشام و عياش بن ربيعة و ضعفة المسلمين من أیدي المشرکين ، الذين لا یسطيعون حيلة و لايهتدون سبيلا([22]).

د پورته رواياتو څخه د لمانځه وروسته مسنونه اذکارو او دعاګانو ثبوت دی چې په هغه باندې د امت اتفاق دی او ورستی حديث د قنوت نازله په اړه راغلی دی ([23]).

خلاصه : پورته دلائلو ته په کتلو سره لومړي قول راجح دی ځکه هيڅ داسې صحيح روايت نشته چې په هغه کې دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو څخه اجتماعي دعا ثابت وې په داسې شان سره لکه څنګه چې نن عصر کې رواج لري. و الله سبحانه وتعالی اعلم بالصواب .

۶- د جماعت د لمانځه وروسته په زوره درود شريف ويل :

په دې کې هيڅ شک نشته چې د درود شريف ويل زيات فضيلت لري په ټولو خطبو کې درود شريف لوستل کيږي ، په لمانځه کې د تشهد وروسته درود شريف لوستل کيږي مګر د جماعت د لمانځه وروسته د درود شريف لوستل نه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه له صحابه کرامو رضی الله عنهم ، نه ائمه کرامو رحمهم الله څخه ثابت شوی نه دی .

فتاوی اللجنة الدائمه وايي : «ولم يثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم ولا عن أصحابه رضي الله عنهم، ولا عن الأئمة من السلف: مالك وأبي حنيفة والليث بن سعد والشافعي والأوزاعي وأحمد رحمهم الله تعالى أنهم كانوا يصلون عليه صلى الله عليه وسلم بعد الصلاة جماعة جهراً، والخير كل الخير في اتباع هديه صلى الله عليه وسلم وهدي خلفائه الراشدين وسائر الصحابة رضي الله عنهم، وقد ثبت عنه صلى الله عليه وسلم أنه قال: “من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد» ([24]).
۷- د قضايي عمري لمونځ هيڅ اصل نلري:
قضايې عمري په دين کې هيڅ اصل نلري داسې چې د چا څخه ډير لمونځونه قضا شوي وي او هغه د قضايي عمري په نيت څو رکعته نفل لمونځ وکړي نو دا د ټولو قضايي لمونځونو کفاره ده دا عمل د دين څخه د ناخبره خلکو کار دی په دين کې هيڅ اصل نلري ([25]).
که د چا څخه زيات لمونځونه قضا شوي وي او شمير نه وي ورته معلوم وي نو هغه به په غالب ګمان باندې د قضايي لمونځ د شمير په اندازه قضايي راوړي .
د دريو مکروهه وختونو څخه پرته نور هر وخت قضايي ادا کولای شي .
جاء في مراقي الفلاح : من عليه فوائت كثيرة لا يدري عددها، يجب عليه أن يقضي حتى يغلب على ظنه براءة ذمته.

۸- د «الرَغائب » په نوم لمونځ اصل نلري :

د «صلاة الرغائب » لمونځ دوولس رکعته دی چې د ماښام او ماسختن تر

مينځ د رجب مياشتې په اوله جمعه ادا کيږي همداسې د شعبان مياشتې د پنځلمسې شپه باندې زر رکعته لومونځ کول اصل نلري .

ابن عابِدين رحمه الله په حاشيه درالمحتار کې ليکي : قال في “البحر” : ومن هنا يعلم كراهة الاجتماع على صلاة الرغائب التي تفعل في رجب في أولى جمعة منه وأنها بدعة . . .

وللعلامة نور الدين المقدسي فيها تصنيف حسن سماه “ردع الراغب عن صلاة الرغائب” أحاط فيه بغالب كلام المتقدمين والمتأخرين من علماء المذاهب الأربعة ” انتهى باختصار ([26]).

امام نووی رحمه الله په المجموع کې وايي :

” الصلاة المعروفة بصلاة الرغائب , وهي ثنتا عشرة ركعة تصلى بين

المغرب والعشاء ليلة أول جمعة في رجب , وصلاة ليلة نصف شعبان مائة ركعة وهاتان الصلاتان بدعتان ومنكران قبيحتان ولا يغتر بذكرهما في كتاب قوت القلوب , وإحياء علوم الدين , ولا بالحديث المذكور فيهما فإن كل ذلك باطل ، ولا يغتر ببعض من اشتبه عليه حكمهما من الأئمة فصنف ورقات في استحبابهما فإنه غالط في ذلك , وقد صنف الشيخ الإمام أبو محمد عبد الرحمن بن إسماعيل المقدسي كتابا نفيسا في إبطالهما فأحسن فيه وأجاد رحمه الله ” انتهى ([27]).

وقال النووي – أيضاً – في شرح مسلم:

“قاتل الله واضعها ومخترعها , فإنها بدعة منكرة من البدع التي هي ضلالة وجهالة وفيها منكرات ظاهرة . وقد صنف جماعة من الأئمة مصنفات نفيسة في تقبيحها وتضليل مصليها ومبتدعها ودلائل قبحها وبطلانها وتضليل فاعلها أكثر من أن تحصر ” انتهى.

 ۹- صلاة غوثیه :

دا د بريلويانو او نورو بدعتي کسانو عمل دی چې دوه رکعته لمونځ ادا کوي او بيا د بغداد په لورې ( شيخ عبد القادر د قبر ) لورې ته يوولس قدمونه اخلي او بيا شيخ ته آواز کوي او په هغه باندې استغاثه کوي او خپل حوائج ورته بيانوي (نغوذ بالله ) من ذالک ، چې يو شرکي عقيده ده ځکه استغاثه بالغير الله ده [ایاک نعبد و اياک نستعين] .

وأيضا هناك صلاة غوثية: وصورتها أن يصلى ركعتين، ثم يخطو إلى

بغداد إحدى عشرة خطوة، وكلما يضع قدمه يستغيث بالغوث “أي الشيخ الجيلاني” ويناديه باسمه ويقدم حاجته ([28]).

آن لاين اسلامي لارښود – د بدعاتو او خرافاتو څانګه


([1]) – غنيتة المستملي ص ۲۵۱-۲۵۲.

([2]) – فتاوی دار العلوم ديوبند ج ۱ ص ۵۰

([3]) – رواه مسلم ۵۹۱

[4]) )- المبسوط ۱/۳۸ .

([5]) – فتاوی المحمودیه – النفائس المرغوبة.

([6]) – النفائس المرغوبة: ص ۳۷.

([7]) – الدر المختار مع الرد: ۱/۵۵۷.

([8]) – السعاية ۱ / ۱۰۱.

([9]) – رواه البخاري .

([10]) – متفق عليه .

[11]))- رواه الترمذي و حسنه .

[12]))- فتاوی هنديه ۵/۳۱۸ ، السنن و المبتدعات ص ۷۰ ، القول المبين في الأخطاء المصلمين ص ۳۰۴ ، صحيح الدعاء ص ۴۴۵.

[13] – حاشیه فتح الباري و ابن حبان .

[14] – رواه احمد و ابن ماجه .

[15] – رواه البخاري ۸۳۷ .

[16] – رواه الطبراني في المعجم الکبير :۷۲۷ و وثقه ابن حبان .

– الموسوعة الفقهية ج ۱ ص ۱۱۶ .[17]

[18] – احسن الفتاوی ج ۱/۳۴۴ .

[19] – کفايت المفتي ۳/۳۱۰ بحواله العرف الشذی علی الترمذي باب ما جاء في کراهية أيخص الامام نفسه بالدعاء ۱/۸۷ .

[20] – سوره الشرح : ۸،۷ .

[21] – متفق عليه .

[22] – مفهوم البدعة ص ۱۹۹ .

[23] – فتح الباري : ۹۵۶۵ .

([24]) – اللجنة الدائمة – المجلد السادس والعشرون.

([25]) – فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۵.

([26]) – حاشيه ابن عابدين ۲/۲۶

([27]) – المجموع / امام نووي .

([28]) – موقع الدرر السنية – موسوعة الفرق .

(3) – رواه البخاري :۶۰۰.

Print Friendly, PDF & Email