۱- په يو محله کې ډير جوماتونه لکه : په اوس عصر کې په يوه کلي کې څو جوماتونه چې د مسلمانانو د اختلافاتو ، تفرقې سبب جوړيږي ، د مسلمانانو رونق ته زيان رسوي او د ضرورت پرته د مال مصرفول دي([1])

۲- د تحية المسجد ترک کول:

جومات ته داخليدل او په ذکر مشغوليدل دا چې د کيناستلو څخه مخکې دوه رکعته «تحيه مسجد» کول مستحب دي ، په اوس عصر کې ډير مسلمانان يا خو له تحية المسجد سره نا آشنا دي او يا ورڅخه غافله دي عام خلک خو پريږده حتی د مساجدو اکثرو امامانو هم دا سنت ترک کړي دي ، سنت او مستحب ده چې سړی کله جومات ته داخل شي د کيناستلو مخکې به دوه رکعته تحية المسجد نفل لمونځ وکړي مګر په لاندې صورتونو کې به يې ترک کوي. ([2])

الف : کله چې جماعت ته کم وخت پاتې وي .

ب : کله چې خطبه لوستل کيږي .

ج : دا چې د کراهيت وخت وي .

۳- کله چې په جومات کې د علم شرعي د زده کړي علمي دوره وي نو په داسې حالت كې په نفلو باندې مشغولتيا . ( [3])

۴- جومات ته د وړوکو ماشومانو راوستل کوم چې په پاکی نه پوهيږي او د خلکو د لمانځه د خلل سبب جوږيږي مکروه دي .

۵- په جومات کې خرڅول او اخيستل (بيع او تجارت ) او يا د هغه لپاره اعلانات کول ([4]).

۶- په جومات کې د ورک شوي شي اعلان کول ، کچېرې د جومات څخه د باندې وي باک نلري .

لقوله نبی صلی الله عليه وسلم : « مَنْ سَمِعَ رَجُلًا يَنْشُدُ ضَالَّةً فِي الْمَسْجِدِ فَلْيَقُلْ : لَا رَدَّهَا اللَّهُ عَلَيْكَ ؛ فَإِنَّ الْمَسَاجِدَ لَمْ تُبْنَ لِهَذَا » ([5])

۷- په جومات کې د نبوي زیارت تصوير يا نور تصويرونه ځوړل :

په دې اړه له علماء البلد حرام څخه پوښتنه شوي چې : په جومات کې د رسول الله د زيارت تصوير ځړول څه حکم لري دلته په کلمبيا کې په جومات کې د جومات ښی لور ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زيارت عکس ځوړند دی په دې اړه شرعی حکم څه دی ؟

ځواب : په جومات کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زيارت تصوير ځوړول بدعت دی ځکه چې دا عمل نه د صحابوو او نه هم د تابعينو او نه د نورو خيرالقرون په دور کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بې

حده محبت لرلو نه دی ثابت شوی ([6]).

۸- په جومات کې د اذکارو ، دعا او بل څه ليکل :

د ضرورياتو نه علاوه په جومات کې نقشونه جوړول ، ليکنې کول او داسې نور مکروه دي او د جوماتونو زيات زينت او نقش نګار د قيامت له علامو څخه دي د انس رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَتَبَاهَى النَّاسُ فِي الْمَسَاجِدِ» ([7]).

يعنې : قيامت به تر هغه پورې قايم نشي څو پورې چې خلک په جوماتونو کې يو له بله د زينت او ښايست فخر کوي.

او موسوعة الفقهيه کې ليکي : چې په جومات کې سينګار ، نقش او ليکنې

د جمهورو فقهاوو په نزد مکروه دي ، د سنتو خلاف کار دی. ([8]).

۹- په جوماتونو کې د دينوي خبرو خطر :

ځنې کسان په جومات کې په اوچت آواز خبرې او مجلسونه کوي خپله هم د جومات بې ادبي او ګناه کوي او هغو خلکو ته چې په تلاوت ، ذکر

او عبادت مشغول وي مزاهمت کوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا] ([9]).

ژباړه : او رښتيا چې جوماتونه د الله پاک دي نو له الله پاک سره بل هيڅ څوک مه بولئ .

يعنې جومات يوازې د عبادت ځای دی د بې ګټې دنيوي خبرو ، تربګنت او نورو ځای نه دی .

رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :«سيكون في آخرِ الزمانِ قومٌ يجلسونَ في المساجدِ حلقًا حلقًا ، أمامهُم الدنيا فلا تجالسُوهم ، فإنه ليسَ للهِ فيهِم حاجةٌ  » ([10])
او په يو بل روايت کې داسې راغلي : «يأتي على الناس زمان يتحلقون في مساجدهم وليس همتهم إلا الدنيا ، ليس لله فيهم حاجة فلا تجالسوهم» ([11]).

ژباړه: په اخيره زمانه کې به داسې خلک پيدا شي چې جومات ته به راځي ،هلته به ډلې ډلې کښيني او دنياوي خبرې به کوي تاسې له داسې خلکو سره مه کښينئ ،ځکه چې الله تعالی ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته .

۱۰- په جومات کې د مړي دفن کول بدعت دی.

۱۱- په اوس عصر کې د ښځو تلل جومات ته منع دي :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک کې ښځې د جماعت لپاره جومات ته تللي مګر د خلفاء راشدينو په دور کې د فتنې له وجې منع شوې ، په هر صورت د ښځې د پاره نظر جومات ته په کور کې لمونځ کول غوره دي ، د ښځې د پاره بهترين جومات خپل کور دی .

په حديث شريف راغلي : لا تمنعوا نساءكم المساجد، وبيوتهن خير لهن([12]).

ژباړه : تاسې خپلې ښځې له جومات څخه مه منع کوﺉ ، مګر د دوی کورونه (د لمانځه د ادا کولو د پاره ) غوره دي (زيات ثواب لري نست جومات ته ) .

د امام ابوحنيفه او صاحبين په نزد د ځوانو ښځو تلل جومات ته مطلق

مکروه دي ځکه چې په دې کې د فتنې وېره ده ، امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : د زړو ښځو لپاره سهار ، ماښام او ماسختن جومات ته تلل باک نلري ځکه د سهار پر مهال فاسقان خلک وېده وي او د ماښام او ماسختن په وخت مشغول وي د فتنه وېره دومره نه وي مګر صاحبان (ابو يوسف او محمد ) وايي د زړو ښځو حضور په ټولو لمونځونو کې باک نلري ځکه فتنه نشته .

مګر د متأخرينو فقهاؤ مفتی به قول دا دی چې: په اوس عصر کې چې د فتنې عصر دی په مطلق ډول د ښځو تلل جومات ته منع دي که څه هم زړي ښځې وي ځکه چې اوس عصر کې فاسقان ډير دي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

قال أبو حنيفة وصاحباه : يكره للنساء الشوابّ حضور الجماعة مطلقاً، لما فيه من خوف الفتنة، وقال أبو حنيفة: ولا بأس بأن تخرج العجوز في الفجر والمغرب والعشاء؛ لأن فرط الشبق حامل (باعث) فتقع الفتنة، وفي غير هذه الأوقات الفساق نائمون في الفجر والعشاء، ومشغولون بالطعام في المغرب، وأجاز الصاحبان لها أن تخرج في الصلوات كلها؛ لأنه لا فتنة، لقلة الرغبة فيهن.
والمذهب المفتى به لدى المتأخرين: أنه يكره للنساء حضور الجماعة ولو لجمعة وعيد ووعظ، مطلقاً، ولو عجوزاً ليلاً، لفساد الزمان، وظهور الفسق.([13] )

ژباړه : ابوحنيفه او صاحبان يې رحمهم الله وايي : د ځوانو ښځو لپاره جومات ته تلل مطلق مکروه دي ، ځکه چې په دې کې د فتنې ويره ده ، ابوحنيفه وايي : د زړو ښځو لپاره په سهار ، ماښام او ماسختن کې تلل باک نلري ځکه د سهار په وخت کې فاسقان بيده وي ، د ماښام په وخت کې مشغول او د ماسختن په وخت کې په خوراک مشغول وي ، مګر صاحبان زړو ښځو ته په ټولو وختونو کې اجازت ورکړی دی ځکه زړو ښځو ته د فتنې رسيدو ويره نشته . مګر د متأخرينو مفتی به قول دا دی چې د ښځو لپاره (که ځواني وي يا زړې ) شپه وي يا ورځ او حتی د جُمعې او عيد لمونځونو او وعظ لپاره جومات ته تلل مطلق مکروه دي ځکه چې

اوس فتنې زياتې دي .

۱۲-  د ليلة قدر  يا د برائت شپې رڼه کولو لپاره په جومات کې اجتماع:

د ليلة القدر لپاره په جومات کې را ټوليدل ، اجتماع جوړل او نعت خواني ، ذکر او يا د لاوسپکرونو څالانول هيڅ اصل نلري ځکه دغه کار نه د رسالت په زمانه شوی او نه هم په خير القرون کې ددې څه اصل شته .

جاء في الدرمختار :

ويحصل القيام بالصلاة نفلا فرادى من غير عدد مخصوص وبقراءة القرآن والأحاديث وسماعها وبالتسبيح والثناء والصلاة والسلام على النبي صلی الله عليه وسلم . ويكره الاجتماع على إحياء ليلة من هذه الليالي في المساجد وتمامه في شرحه وصرح بكراهة ذلك في الحاوي القدسي ،قال وما روي من الصلوات في هذه الأوقات يصلي فرادى غير التراويح([14] ) .

ژباړه : د (ليلة القدر) رڼه کولو کې يوازې نفلي لمونځ د رکعتونو د شمير پرته اداکولو ، د قرآن تلاوت ، د احاديثو لوستل يا غوږ ورته نيولو ، تسبيح او درود ويلو سره رڼا کيږي مګر د ليلة قدر لپاره په جومات کې د اجتماع جوړول مکروه دي.

و جاء في الفتاوي اللجنة الدائمة :

لا يجوز الاحتفال بمناسبة ليلة القدر ولا غيرها من الليالي ولا الاحتفال لإحياء المناسبات ؛ كليلة النصف من شعبان ، وليلة المعراج ، ويوم المولد النبوي ؛ لأن هذا من البدع المحدثة التي لم ترد عن النبي صلى الله عليه وسلم ولا عن أصحابه ، وقد قال صلى الله عليه وسلم :  من عمل عملا ليس عليه أمرنا فهو رد([15] ).

ژباړه: د ليلة قدر او نورو شپو لمانځل جايز نه دي لکه : د شعبان د پنځلمسې شپه ، معراج شپه ، د مولود شريف ورځ ځکه چې دا نوي پيدا شوي بدعات دي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه او نه هم صحابه کرامو څخه ثابت شوي دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : هر څوک چه داسې عمل تر سره کړي چه زمونږ له (دين ) څخه نه وي مردود دی.

آن لاين اسلامي لارښود


([1]) – قال السيوطي في (الأمر بالاتباع و النهی عن الابتداع) ومن تلک المحدثات کثرة المساجد في الملحة الواحدة و ذلک لما فيه من تفريق الجمع وتشتيت شمل المصلين و حل عروة الانضمام في العبادة و ذهاب رونق وفرة المتعبدين و تعديد الکلمة و اختلاف المشارب ومضارة حکمة مشروعية الجماعات أغني اتحاد الأصوات علی اداء العبادات و عودهم علی بعضهم بالمنافع و المعونات و المضارة بالمسجد القديم أو شبه المضارة أو محبة الشهرة السمعة و صرف الأموال لا ضرورة .

([2]) – اصلاح المساجد ، ص ۹۷ .

([3]) – اصلاح المساجد ، ص ۹۷ .

([4]) – اصلاح المساجد ص ۱۸۵ .

([5]) – رواه مسلم ۵۶۸ .

([6]) – فتاوی علماء بلدالحرام ۱/۳۰۲-۳۰۴ .

([7]) – رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه  .

([8]) – جاء في موسوعة الفقهية ۲۳/۲۱۷ : ذهب جمهور الفقهاء إلى أنه يكره زخرفة المسجد بذهب أو فضة ، أو نقش ، أو صبغ ، أو كتابة ، أو غير ذلك مما يلهي المصلي عن صلاته ؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن ذلك ، فعن ابن عباس رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( ما أمرت بتشييد المساجد ) والتشييد : الطلاء بالشِّيد ، أي : الجص ، قال ابن عباس : ” لتزخرفنها كما زخرفت اليهود والنصارى ” ، وعن أنس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا تقوم الساعة حتى يتباهى الناس في المساجد ) – رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه ، وصححه الألباني – ، وروى البخاري في صحيحه أن عمر رضي الله عنه أمر ببناء مسجد وقال : ” أكنَّ الناس من المطر ، وإياك أن تُحمِّر أو تصفِّر فتفتن الناس ” ، وقال أبو الدرداء رضي الله عنه : ” إذا حلَّيتم مصاحفكم وزخرفتم مساجدكم فالدمار عليكم ” ؛ ولأن ذلك يلهي المصلي عن الصلاة بالنظر إليه فيخل بخشوعه ، ولأن هذا من أشراط الساعة

([9]) – سوره الجن :۱۷ .

([10]) – شعب الايمان ، دارقطني ، سلسلة الصحيحة ۱۱۶۳.

([11]) – صحيح الحاکم ۴/۳۵۹ و صححه الذهبي في تخليص.

([12]) – رواه أبو داود و ابن خزيمة.

([13]) – فقه الاسلامي وادلته ، فتح القدير:۱/۵۲۹، الدر المختار وحاشية ابن عابدين: ۱/۵۲۹

([14]) – الدرمختار ، و حاشيه ابن عابدين ۲/۲۵.

([15]) – اللجنة الدائمة ۲/۲۵۷

Print Friendly, PDF & Email