۱- د هر اوداسه سره استنجاء کول :

ځنې کسان دا عادت لري چې د قضای حاجت پرته هر ځل له اوداسه سره استنجاء هم کوي حال دا چې د باد په وتلو او يا خوب سره استنجاء ته ضرورت نشته بلکي استنجاء د قضای حاجت وروسته د نجاست پاکول دي، استجاء کول هغه وخت ضرور دي چې کله سړی قضاء حاجت ته لاړ شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من استنجى من ريح فليس منا» ([1])

ژباړه : چا چې د باد وتلو له امله استنجاء وکړه له ما څخه نه دی .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :وليس على من نام أو خرجت منه ريح استنجاء باتفاق العلماء، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «من استنجى من ريح فليس منا» ([2])

د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدې وجه نشته چې پدې صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه وي لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې

صرف اودس کافی دی ([3]).

وفي الموسوعة الفقهية: لاَ اسْتِنْجَاءَ مِنَ الرِّيحِ، صَرَّحَ بِذَلِكَ فُقَهَاءُ الْمَذَاهِبِ الأْرْبَعَةِ، فَقَال الْحَنَفِيَّةُ: هُوَ بِدْعَةٌ، وَهَذَا يَقْتَضِي أَنَّهُ عِنْدَهُمْ مُحَرَّمٌ، وَمِثْلُهُ مَا قَالَهُ الْقَلْيُوبِيُّ مِنَ الشَّافِعِيَّةِ، بَل يَحْرُمُ، لأِنَّهُ عِبَادَةٌ فَاسِدَةٌ، وَيُكْرَهُ عِنْدَ الْمَالِكِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ، قَال الدُّسُوقِيُّ: لِقَوْل النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَيْسَ مِنَّا مَنِ اسْتَنْجَى مِنْ رِيحٍ .

و جاء في درالمختار : وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ([4]).

و جاء في بدائع الصنائع ۱/۸۳ ، تبين الحقائق (۱/۳۷۲) ، مراقي الفلاح (ص ۱۸) : لا استنجاء في الريح ، و الاسنتجاء من الريح بدع .

۲- په استجاء کې بې ځايه مبالغه کول:

مسونه طريقه دا ده چې لومړی به شرمګاه په تاقو لوټو يا قاغذ تشناب سره پاک کړ شي د مخې طرف به په چپ لاس سره پوره خالي او وچ کړي تر څو د ميتيازو څاڅکې پوره وچ شي د هغه وروسته به خپل شرمګاه په اوبه وونځي (استجاء به ووهي) .

مګر ځنې کسان په تشناب کې زيات وخت تيروي په ولاړه ګرځي او را ګرځي او پښو ته حرکات ورکوي ، يو پښه پر بله اړوي تر څو يې څاڅکې وچ شي حال دا چې څاڅکې په ناستي سره وچيږي نه په ګرځيدلو او دا کار څه شرعي اصل نلري .

قال الفتاوی اللجنة الدائمة : ومن البدع التي تسبب الحرج والمشقة في الدين : ما يفعله بعض الموسوسين من طول المكث في الخلاء ، والمشي والقيام بحركات ، كأن يرفع قدما ويحَطَّ أخرى زاعما أنه بهذا يستنقي ، والواقع أنه كلما زاد في هذا نزل البول ؛ لأن الماء يستقر في المثانة ، فإذا تهيأ الإنسان للبول خرج ما اجتمع ، فإذا مشى وتنحنح أو تَزَحَرَ وتوقف رشح شيء آخر . فالرشح لا ينقطع ([5] ).

۳- د چټ مسحه کول بدعت دی :

په اوداسه کې د چټ مسحه کول او همدارنګه د څنګلو مسحه کول

بدعت دی مګر د لاسونو په چټونو باندې د غاړي مسحه کولو په باره کې اختلاف نظر دی ځنې وايي مستحب او ځنې وايي بدعت دی .

بحر الرائق وايي:( قَوْلُهُ : وَمَسَحَ رَقَبَتَهُ ) يَعْنِي بِظَهْرِ الْيَدَيْنِ, وَقَدْ اُخْتُلِفَ فِيهِ فَقِيلَ بِدْعَةٌ وَقِيلَ سُنَّةٌ , وَهُوَ قَوْلُ الْفَقِيهِ أَبِي جَعْفَرٍ وَبِهِ أَخَذَ كَثِيرٌ مِنْ الْعُلَمَاءِ كَذَا فِي شَرْحِ مِسْكِينٍ , وَفِي الْخُلاصَةِ الصَّحِيحُ أَنَّهُ أَدَبٌ , وَهُوَ بِمَعْنَى الْمُسْتَحَبِّ كَمَا قَدَّمْنَاهُ , وَأَمَّا مَسْحُ الْحُلْقُومِ فَبِدْعَةٌ ([6]).

هغه ډله فقهاء کرام چې د غاړې مسحه کول مستحب ګڼې په دغه حديث باندې استلال کوي : عن ليث عن طلحة بن مُصرِّف عن أبيه عن جده أنه رأى رسول الله صلّى الله عليه وسلم يمسح رأسه حتى بلغ القَذَال، وما يليه من مُقَدَّم العنق (رواه احمد باسناد ضعيف).

مګر جمهور فقهاء وايي د غاړې مسحه کول مستحب نه بلکي مکروه دي .

فقه الاسلامي وادلته وايي: «وقال جمهور الفقهاء: لا يندب مسح الرَقَبَة، بل يكره؛ لأنه من الغُلُو في الدين» ([7]) 

جمهور فقهاء وايي د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چې د اوداسه کومه طريقه په صحيحو احاديثو کې روايت شوې په هغه کې د غاړې مسحه کول نه دي راغلي ، او پورته حديث ضعيف دی.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

۴- د اوداسه پر مهال مسنونه اذکار :

د اوداسه په پيل کې «بسم الله » ويل سنت دي او د اوداسه په پای کې لاندې اذکار ويل مستحب دي چې زيات فضيلت لري :

حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د تاسې څخه چې څوک اودس وکړي او د پوره آدابو سره  په ښه شان اودس وکړي بيا د اوس کولو وروسته ووايي :

[أشهد ان لا اله الا الله و أشهد ان محمد عبده و رسوله] نو د ده د پاره

به د جنت ټولې دروازې خلاصې شي هغه چې په کومه دروازه جنت ته

تلل غواړي جنت تلای شي ([8]).

او د هغه وروسته به دا دعا وايي :« اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ» ([9])

مګر دا چې د اوداسه د اندامونو په مهال کوم کوم اذکار وويل شي د

فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ځنې وايي مستحب او ځنې وايي د پورته اذکارو څخه پرته نور اذکار هيڅ اصل نه لري، په موسوعة الفقهيه کې په دې اړه تفصيلي بيان راغلی او وايي د ځنو فقهاوو په نزد مستحب ، مګر امام نووي رحمه الله او ابن قيم رحمه الله وايي چې د اوداسه په سر کې «بسم الله» او په پای کې کلمه تشهد او دعا ويلو پرته نور اذکار هيڅ اصل نلري ([10]).

۵- په جامه يا بدن باندې د نجاست پريوتلو له کبله اودس کول شرعي اصل نلري بلکي يوازې د نجاست مينځل پکار دي .

آن لاين اسلامي لارښود


([1]) – رواه الطبراني في معجم الصغير

([2]) – فقه الاسلامي و ادلته – حکم استنجاء

([3]) – فتاوی دار العلوم ديوبند ۱ / ۸۶

([4]) – درالمختار علی هامش رد المختار ۱ / ۱۳۶

([5]) – مجلة البحوث الاسلامية ۱۴ / ۲۰۰

([6]) – البحر الرائق شرح كنز الدقائق ۱/ ۲۹

([7]) – فقه الاسلامي و ادلته – آداب الوضوء

([8]) – رواه مسلم .

([9]) – رواه الترمذي

([10]) – جاء في موسوعة الفقهية ۴۳/۳۷۵ : اخْتَلَفَ الْفُقَهَاءُ فِي الدُّعَاءِ عِنْدَ غَسْلِ أَوْ مَسْحِ الأَعْضَاءِ فِي الْوُضُوءِ .

فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَأَكْثَرُ الشَّافِعِيَّةِ وَجَمَاعَةٌ مِنَ الْحَنَابِلَةِ إِلَى أَنَّهُ يُسْتَحَبُّ قَوْلُ الدُّعَاءِ عِنْدَ كُلِّ عُضْوٍ . وَصَرَّحَ الْمَالِكِيَّةُ بِأَنَّهُ يُسْتَحَبُّ ذِكْرُ اللَّهِ عِنْدَ غَسْلِ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ أَعْضَاءِ الْوُضُوءِ . وَدُعَاءُ الأَعْضَاءِ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالأَفْقَهْسِيُّ مِنَ الْمَالِكِيَّةِ هُوَ أَنْ يَقُولَ بَعْدَ التَّسْمِيَةِ عِنْدَ الْمَضْمَضَةِ : اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى تِلاوَةِ الْقُرْآنِ الْكَرِيمِ وَذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ .ضَعْفِهِ ، وَأَنْ يَدْخُلَ تَحْتَ أَصْلٍ عَامٍّ ، وَأَنْ لا يُعْتَقَدَ سُنِّيَّةُ ذَلِكَ الْحَدِيثِ .

وَذَهَبَ الشَّافِعِيَّةُ فِي رَأْيٍ وَالْحَنَابِلَةُ عَلَى الأَصَحِّ : إِلَى أَنَّهُ لا يُسْتَحَبُّ الدُّعَاءُ عِنْدَ كُلِّ عُضْوٍ . وَنَصَّ الْحَنَابِلَةُ عَلَى كَرَاهَتِهِ ، وَالْمُرَادُ تَرْكُ الأَوْلَى .

قَالَ النَّوَوِيُّ : دُعَاءُ الأَعْضَاءِ لا أَصْلَ لَهُ . وَقَالَ ابْنُ الْقَيِّمِ : الأَذْكَارُ الَّتِي يَقُولُهَا الْعَامَّةُ عَلَى الْوُضُوءِ عِنْدَ كُلِّ عُضْوٍ لا أَصْلَ لَهَا عَنْهُ عَلَيْهِ أَفْضَلُ الصَّلاةِ وَالسَّلامِ

Print Friendly, PDF & Email