د نغدو پيسو زکات او د هغه نصاب

په اوس عصر د سرو او سپينو زرو پر ځای نغدې پيسې کارول کيږي نو ځکه نغدې پيسې د معاصرو فقهاوو په نزد د سرو او سپينو حکم لري او په هغه کې زکات فرض دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ][1]

ژباړه: ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو د هغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسې ګټلي .

او فرمايي : [وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم][2]

ژباړه: او په مالونو د دوی کې حق او برخه وه سوالګر لره او صبر کوونکی لره .

د نغدو پيسو نصاب

د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی .

په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپنو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .

فتاوي اللجنة الدائمه ليکي :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم[3] .

و جاء في فقه الاسلامي وادلته :

وإن كان يرى كثير من علماء العصر تقدير النصاب بالفضة؛ لأنه أنفع للفقراء، وللاحتياط في الدين، ولأن نصاب الفضة مجمع عليه، وثابت بالسنة الصحيحة[4]

همدارنګه فقه الزکاة اکاديمية الاسلامية ليکي :

فاذا بلغت أقل نصاب من الذهب و الفضة أخرج الزکاة من قيمتها [5].

د نغدو پيسو نصاب  د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږي چې د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا  595  ګرامو سره سمون خوری  . 

د نصاب ټاکلو لپاره به د همغه وخت او ځای د يو ګرام نقرې يا سپينو زر نرخ په نظر کې نيول کيږي .

مګر ځنې فقهاء بيا وايي چې د نغدو پيسو نصاب د سرو زرو له مخې ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نرخ تغير کوي مګر د سرو زرو نرخ ثابت دی .

من العلماء المعاصرين من رأی أن یعتبر زکاة الاوراق النقدية بنصاف الفضة ، لکونه مجمعاً عليه ، ولان التقدير به أنفع للفقراء .

بينما ذهب آخرون الی أن نصابها نصاب الذهب ، لأن الفضة قد تغيرت قيمتها بعد عصر النبي صلی الله عليه وسلم و من بعده حتی لم تعد لها قيمة تذکر ، بخلاف الذهب فان قيمه ثابتة الی حد کبير [6]

د معاش او اجرت زکات څنګه ادا کيږي ؟

د معاش او اجرت د پيسو د زکات آسانه لاره دا ده چې د کال يو وخت به ورته تعين کړي مثلاً رمضان المبارک يا کومه بله قمري مياشت کله چې دغه مياشت را ورسیږي نو خپله پانګه به وګوري چې دومره پيسې د کور له ضرورياتو څخه اضافه شوي دي ، کچېرې نصاب ته ورسيږي د هغه زکات به ادا کړي .

جاء في فقه الزکاة الاکاديمية الاسلامية :

أفضل طريقةٍ تبرأ بها الذمة لإخراج زكاة الراتب، أن يحدد يومًا في السنة، وليكن هذا اليوم في رمضان، فإذا جاء شهر رمضان، ينظر ما لديه في حسابه، فإن بلغ النصاب، فإنه يزكيه ، ويخرج المال[7] .

مثلاً يو کس د مياشتې (۳۴۰۰۰) افغانۍ معاش اخلي څه حصه د کور په ضرورياتو کې مصرفوي او څه حصه اضافه کيږي کله چې کال پوره شي د هغه سره (۱۶۸۰۰۰ ) افغانۍ اضافه دي نو د دغه افغانيو زکات داسې حسابيږي.

۴۲۰۰= ۴۰/۱۶۸۰۰۰

څلور زره او دوه سوه افغانۍ به د زکات پر مستحقينو وويشي .

د زکات اندازه :

د سرو زرو ، سپينو زرو او نغدو پيسو د زکات اندازه څلوښتمه برخه يا ۲،۵٪ ده .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره البقره :۲۶۷ .

[2] – سوره الذاريات :۱۹ .

[3] – فتاوی اللجنة الدائمة : ۹/۲۵۷ .

[4] – فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة الزحيلي .

[5] – فقه الزکاة / شيخنا دوکتور عثمان الزهراني .

[6] – فقه الاسلامي و ادلته ، فقه الزکاة / ابو مالک الکمان بن السيد مالک .

[7] – فقه الزکاة الاکاديمية الاسلامي / شيخنا دوکتور راشد بن عثمان .

Print Friendly, PDF & Email