په لاندې څلورو شيانو کې زکات فرض دی :

اول- الأثمان (سره زر ، سپين زر او نغدې پيسې ).

دوهم- عروض التجارة ( تجارتي اموال ) .

دريم – الخارج من الارض (د ځمکې حاصلات ) .

څلورم – السائمة من بهيمة الأنعام ( په صحراء کې څرېدونکي څاروي) .

په پورته څلورو شيان کې زکات په هغه صورت کې فرض دی چې کله نصاب ته ورسیږي .

اول- د سپينو او سرو زرو نصاب :

د سپينو زرو د زکات نصاب دوه سوه شرعي درهمه دی او د سرو زرو د زکات نصاب شل ديناره يا مثقاله دی .

له علي بن ابی طالب رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِذَا كَانَتْ لَكَ مِائَتَا دِرْهَمٍ وَحَالَ عَلَيْهَا الْحَوْلُ فَفِيهَا خَمْسَةُ دَرَاهِمَ ، وَلَيْسَ عَلَيْكَ شَيْءٌ يَعْنِي فِي الذَّهَبِ حَتَّى يَكُونَ لَكَ عِشْرُونَ دِينَارًا ، فَإِذَا كَانَ لَكَ عِشْرُونَ دِينَارًا وَحَالَ عَلَيْهَا الْحَوْلُ فَفِيهَا نِصْفُ دِينَارٍ …»[1]

ژباړه : کله چې ستا سره دوه سوه درهمه (سپين زر) وي او په هغه باندې کال تير شي نو په هغه کې پنځه درهمه (زکات ) دی ، او پر تا باندې څه نشته په سرو زرو کې مګر دا چې شل دينارونو ته ورسيږي نو کله چې ستا سره شل ديناره (مثقال) سره زر وي او په هغه باندې کال تير شي نو په هغه کې نيم دينار (زکات) دی .

أمّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[ ابوداود (1564)، دارقطنی (2/105) .

ژباړه :امو سلمه رضی الله عنها وايي : ما به د سرو زرو يا طلا زېورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز کې دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات اداء شي هغه کنز نه دی ).

د سرو او سپينو زرو نصاب د ګرام له نظره:

د سرو زرو نصاب (‏‏20‏‏) مثقاله دی چې دا شل مثقاله د (‏‏85‏‏) ګرامو خالص سرو زرو سره برابر دي ( يو مثقال له 4.25‏ ګرام سره برابر دی ) .

د سرو زرو (۲۰) مثقاله له (۸۵ ) ګرام سره په هغه صورت کې سمون خوري چې سره زر خالص وي يعني ۲۴ عيار وي .

کچېرې د سرو زرو سره بل شی کډ وي یوازې د سرو زرو فيصدي حسابيږي مثلاً

د (۲۱) عيار سرو زرو نصاب (۹۷) ګرامه کيږي ځکه په دغه عيار کې (0.875 ) فيصده سره زر دي .

د (۱۷) يا (۱۸) عيار سرو زرو نصاب (۱۱۳) ګرامه کيږي ځکه په دغه عيار کې (0.75) فيصده سره زر دي .

او د سپينو زرو د زکات نصاب (‏‏200‏‏) درهمه دی چې دا دوه سوه درهمه د (‏‏595‏‏) ګرامو سره سمون خوري (يو درهم له 2.975‏ ګرام سره برابر دی )

ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو ‏(‏‏20‏‏)‏ عشرون مثقالا وتعادل ‏(‏‏85‏‏)‏ جراما من الذهب الخالص ‏(‏والمثقال يعادل ‏4.25‏ جراما‏)‏

ونصاب الفضة والعملات الفضية ‏(‏‏200‏‏)‏ مائتا درهم،وتعادل ‏(‏‏595‏‏)‏ جراما من الفضة

الخالصة ‏(‏والدرهم يعادل ‏2.975‏ جراما[2]

دسرو او سپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5  يا 40  څلويښتمه برخه ده .

په دليل د دغه حديث شريف : «من كل أربعين درهما درهم »[3]

ژباړه : (پس اداء کړئ زکات د سپينو زرو) د هر څلويښت درهمو نه يو .

توضيحي مثالونه :

لومړی  مثال : که څوک په خپل کور کې  120 ګرامه سره زر ولري  نو زکات  يی داسې حسابيږي :.

که د يوه ګرام سرو زرو قيمت 1700 افغانی وټاکو نو

120×1700 = 204000Af  نو دزکات اندازه به مساوي شي په :

204000÷ 40 = 5100 نو پنځه زره او سل افغانۍ د زکات اندازه شوه.

دوهم مثال : که څوک 800  ګرامه سپين زر ولري  نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ مثلاً 35 افغانی وټاکو نو :

35x 800 = 28000÷40 = 700 Af  نو اووه سوه افغانۍ  زکات به پر مستحقو کسانو وويشي .

يادونه : پورته نرخونه اټکلي دي تاسې يې د سرو او سپينو زرو د وخت او ځای د نرخ سره سم حساب کړئ .

آیا سره زر له سپينو زرو سره د نصاب په تکميل کې يو ځای کيږي؟

داسې چې يو کس څه اندازه سپين زر ولري او څه اندازه سره زر .

د جمهورو فقهاوو (الحنفيه ، مالکيه او أحمد ) په نزد سپين زر د سرو زرو سره د نصاب د پوره کيدو لپاره جمع کيږي ځکه ګټه او نفع يې يوه ده او دواړه د اخيستلو او خرڅولو لپاره کاريږي [4] .

په مستعملو زرو کې هم زکات شته ؟

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد کله چې زر د زکات نصاب ته ورسيږي هغه که د استعمال د پاره وي او يا د استعمال د پاره نه وي په دواړو ډولو کې زکات واجب دی ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي په دليل د دغه لاندې احاديثو :

عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنْه روایت کوي: «أَنَّ امْرَأَةً أَتَتْ رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا وَفِي يَدِ ابْنَتِهَا مَسَكَتَانِ غَلِيظَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ فَقَالَ لَهَا: أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا؟ قَالَتْ: لَا قَالَ: أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ؟! قَالَ فَخَلَعَتْهُمَا فَأَلْقَتْهُمَا إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ وَقَالَتْ: هُمَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَلِرَسُولِهِ»

ژباړه: يوه ښځه د خپلې لور سره د جناب نبی اکرم حضور ته راغله د نجلی په لاس کې د سرو زرو يا طلا بنګړي وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وويل : ايا ددې بنګړيو زکات ور کوې ؟ ويې ويل : نه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا ته دا خوښوي چې د قيامت په ورځ الله تعالی تا ته د اور بنګړې در واغوندي ؟ (عبدالله بن عمر ) وايي نجلۍ بنګړي له خپلو لاسونو ويستل او پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې پيش کړل او ويې ويل : دا دې د الله او د هغه د رسول وي ›› [5].

امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[6]

‹‹ ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز دي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ››.

مګر د امام أحمد ، امام مالک او امام شافعي رحمهم الله په نزد د استعمال او سينګار لپاره زيوراتو کې زکات نشته .

د نړي معاصرو فقهاوو (علماء البلد الحرام ۱۴/۱۰۰ ، علماء اللجنة الدائمة ۱۴/۱۰۵، الشبكة اسلامية فتاوي رقم: ۲۸۷۰او علماء الاکاديمية الاسلامي) لومړی قول راجح بللی او د ښځې په زيوراتو کې په هغه صورت کې چې نصاب ته ورسیږي زکات شته هغه که د زينت لپاره وي او که ساتل شوي وي.

د زکات د ادا لپاره کوم قيمت په نظر کې نيول کيږي ؟

د زيوراتو (ګاڼه) د زکات د حساب لپاره د همغه وخت د مستعملو سرو يا سپينو زرو نرخ په نظر کې نيول کيږي ، ښکاره خبره ده چې د نوي زرو څخه د مستعملو زرو نرخ ښکته وي ، مثلاً که نوي زر ګرام په (۲۳۰۰) افغانۍ وي نو مستعمل به په (۱۹۰۰-۲۰۰۰) افغانۍ ګرام وي مقصد دا چې د همغه وخت نرخ په نظر کې نيول کيږي .

إذا بلغ الذهب نصابا ، وهو خمسة وثمانون جراما ، وحال عليه الحول وجبت زكاته ، بإخراج ربع العشر منه ، أو من قيمته ، والمراد بقيمته : السعر الذي يباع به مستعملا ، وقت وجوب الزكاة ، وهو غالبا ما يكون أقل من سعر الذهب الجديد[7]

د زېوراتو زکات په ښځه فرض دی او که د هغې په خاوند؟

اصلاً زکات په ښځه باندې فرض دی ځکه مالک نصاب ښځه ده مګر که د ښځې له طرف يې د هغه خاوند ادا کړي جايز او کار د خير دی .

«إذا وجبت الزكاة والمرأة ليس لها دخل وطابت نفس الرجل بالزكاة عنها فهذا مجزئ، وله أجر في ذلك، والله لا يضيع أجر من أحسن عملاً» [8]

د ګوتې په غمي او نورو جواهراتو باندې زکات نشته :

د ګوتې په غمي او نورو جواهراتو لکه : ياقوت ، مرجان او نورو چې د تجارت د پاره نه وي زکات نشته . [9]

د ښځو د زېوراتو زکات يو ځل ادا کيږي او که هر کال :

د کال په تيريدو سره چې مال د زکات نصاب ته رسيدلی وي هر کال به د هغه زکات ادا کوي .

په دليل د دغه حديث شريف : « لا زكاة في مال حتى يحول عليه الحول »[10]

يعنې : په مال کې تر هغه پورې زکات نشته څو پورې په هغه باندې کال پوره شي .

و منها حولان الحول علی المال ، العبرة فی الزکاة للحول القمري ، کذا فی القنية [11]

شبکة الاسلامية الأفغانية العالمية (آن لاين اسلامي لارښود)


[1] – رواه ابؤداود :۱۵۵۸ ، و الترمذي :۶۱۶ ، و النسائي :۵/۳۷ و أحمد :۱/۱۲۱ بالسناد صحيح .

[2] – تحقيق : مجمع الفقه الاسلامي و اللجنة الدائمة السعودية و علماء الاکاديمية الاسلامية العالمية .

[3] – رواه ابؤداود :۱۵۷۲ .

[4] – الموسوعة الفقهية : ۲۳/۲۶۷ .

[5] – ابوداود (۱۵۶۳) ترمذی(۶۳۷) ، نسائی(۲۴۷۹)،دارقطنی(۲/۱۱۲) بالسناد صحيح و حسن .

[6] – ابوداود (۱۵۶۴)، دارقطنی (۲/۱۰۵) و حاکم (۱/۳۹۰)(۱۴۳۸) حاکم دغه حديث صحيح بللی او ذهبی هم ور سره موافق دی .

[7] – فتاوی الاسلام سوال جوال رقم :۴۳۰۳۳ .

[8] – فتاوی علماء البلد الحرام جزء ۳۸ – کتاب الزکاة .

[9] – فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۹۸ ، درالمختار ج ۲ ص ۴ باب زکوة .

و قال امام النووي في المجموع : لَا زَكَاةَ فِيمَا سِوَى الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ مِنْ الْجَوَاهِرِ كَالْيَاقُوتِ وَالْفَيْرُوزَجِ وَاللُّؤْلُؤِ وَالْمَرْجَانِ وَالزُّمُرُّدِ وَالزَّبَرْجَدِ وَالْحَدِيدِ وَالصُّفْرِ وَسَائِرِ النُّحَاسِ وَالزُّجَاجِ , وَإِنْ حَسُنَتْ صُنْعُهَا وَكَثُرَتْ قِيمَتُهَا , وَلا زَكَاةَ أَيْضًا فِي الْمِسْكِ وَالْعَنْبَر.

[10] – رواه ابن ماجه .

[11] – الهنديه :۱/۱۷۵ .

Print Friendly, PDF & Email