د فساد په زمانه کې په سنتو باندې د تمسک فضيلت

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته خبرداری ورکړی دی چې په آخره زمانه کې به زياتې فتنې پيدا شي ، مونږ په داسې زمانه کې قرار لرو چې ټوله نړۍ فتنو نيولې ده ، هر سهار او هر ماښام نوې نوې فتنې را پيدا کيږي .

خو د دغو ټولو فتنو څخه د نجات يوازنی لاره په قرآن او سنتو باندې تمسک کول دي.

يا أيها الناس، إِنِّي قَدْ تَرَكْتُ فِيكُمْ مَا إِنِ اعْتَصَمْتُمْ بِهِ فَلَنْ تَضِلُّوا أَبَدًا كِتَابَ اللَّهِ ، وَسُنَّي([1] ).

وقال: فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الْمَهْدِيِّينَ الرَّاشِدِينَ تَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ) ([2]).

ژباړه:ای خلکو يقيناً ما په تاسې کې دوه شيان پريښې که تاسې په هغو باندې ټينګ ووسئ هيڅکله به ګمراه نشئ ، د الله تعالی کتاب او زما سنت

او فرمايي : (پس تاسې زما په سنتو او د خلفاء راشدينو په سنتو  چې هغوی هدايت شوي دي ټينګ ووسئ او هغه په عقلي غاښونو ونيسئ او تاسې به په دين کې له نوي شيانو لرې اوسئ ځکه په دين هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده).

 او واقعاً په داسې يوه زمانه کې چې ټوله نړۍ فساد او فتنو په سر باندې اخستي وي په سنتو باندې تمسک اختيارول ستر اجر لري ، ځکه چې په دغه زمانه کې په اسلام باندې پوره پابند خلک لږ وي او دوی په غربت کې ژوند تيروي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«بَدأ الإسلام غريبا وسيعود كما بدأ غريبا فَطُوبَى لِلغُرَبَاءِ . قِيلَ : مَن هُم يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ قَالَ : الذِينَ يَصلُحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ »([3]) .

ژباړه: اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دی او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «العِبَادَةُ في الهَرْجِ كهِجْرةٍ إلَيَّ »([4]) .

ژباړه : د فتنو په زمانه کې عبادت کول داسې ثواب لري لکه زما طرف ته هجرت کول.

يعنې داسې دی لکه اولينو مهاجرينو چې د دين د ساتنې لپاره زما طرف ته (مدينې منورې ته )هجرت کړی وو .

او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ وَرَائِكُمْ أَيَّامَ الصَّبْر ، الصَّبْرُ فِيهِ مِثْلُ قَبْضٍ عَلَى الْجَمْرِ ، لِلْعَامِلِ فِيهِمْ مِثْلُ أَجْرِ خَمْسِينَ رَجُلًا يَعْمَلُونَ مِثْلَ عَمَلِهِ ، – وَزَادَنِي غَيْرُهُ – قَالَوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْهُمْ ؟! قَالَ : أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْكُمْ » ([5]).

ژباړه : د تاسې څخه وروسته د صبر ورځې دي ، چې په هغه وخت کې صبر کول داسې دي لکه پخپل موټي کې د اور سکروټه نيول ، په داسې زمانه کې د سنتو موافق عمل ثواب د پنځوسو کسانو د عمل ثواب لري . صحابه کرامو وويل : ای رسول الله د هغوی د پنځوسو کسانو ؟ ويې فرمايل : د تاسې د پنځوسو کسانو .

يعنې پنځوس کسان د نن زمانې نه بلکي د صحابه کرامو د پنځوسو کسانو او څه وخت چې فتنې او بدعات او منکرات په خلکو کې زيات شي .

نو د دغه وخت پر علماوو باندې لازمه ده چې د فتنو پر وړاندې سکوت

اختيار نکړي ځکه چې داسې کول سخت خطرناک دي .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – مستدرک الحاکم ۱/۱۷۲

[2] – رواه أبو داود ۴۶۰۷.

[3] – رواه مسلم : ۱۴۵ .

[4] – رواه مسلم .

[5] – رواه أبوداود ۴۳۴۱ ، الترمذي ۳۰۵۸ و سلسلة الصحيحة ۴۹۴

Print Friendly, PDF & Email