د بل مذهب په امام پسې اقتداء

سلامونه هیله ده چې ټول به راته روغ او جوړ وی بعد زه ابدالي محزون یم د امریکا په کلییفورنیا ښار کې اوسیږم پوښتنه مې داده چې اوس مو تراویح لمونځ کوو امام د شافعي صاحب د مذهب پیروی دی او وتر واجب لمونځ دوه رکعته یو ځل او یو رکعت بېل کوي دوعا یې قنوت نه لولي، ایا مونږ د هغه متابعت وکړو که دوه رکعته وروسته یو رکعت ځان له وکړو او دوعا قنوت ولولو او یا ټول درې رکعته ځان له وکړو د ځواب په هیله‎

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو رکعت ، دری رکعته ، پنځه رکعته ، اوه رکعته …. په صحيح رواياتو ثابت شوي دي.

همدارنګه وتر دوه دوه رکعته او په آخر کې يو رکعت ، ټول په يو ځل دوه قعدو او يو سلام سره او ټول په يوه قعده او يو سلام ادا کول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي (فقه السنه – باب وتر )

د امام ابوحنيفه په نزد د وتر لمونځ دری رکعته دی دليل يي دا حديث دی «كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يوتر بثلاث لا يسلم إلا في آخرهن»[1] .

وفي الهداية: حكى الحسن إجماع المسلمين على الثلاث. قال ابن الهمام: وهو مروي عن فقهاء المدينة السبعة.

او د بل مذهب په امام پسې اقتداء کول چايز دي

د فروعي مسائل اختلاف د لمانځه اقتداء ته نقصان نلري .

وتكون الصلاة خلف المخالفين في الفروع المذهبية صحيحة غير مكروهة؛ إذ العبرة بمذهب الإمام؛ لأن الصحابة والتابعين ومن بعدهم لم يزل بعضهم يأتمّ ببعض مع اختلافهم في الفروع، فكان ذلك إجماعاً، وبه تنتهي آثار العصبية المذهبية ( فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة الزحلي )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

([1]) – عمدة القاري :۵/۷ .

Print Friendly, PDF & Email