بدعت عموماً په دوه ډوله دی بدعت حقيقي او بدعت اضافي .

  اول حقيقي بدعت:

 هغه بدعت دی چې په اړه يې هيڅ شرعي دليل نه وي نه له قرآنکريم

څخه نه له سنتو څخه او نه هم له اجماع څخه بلکي د اسلامي شريعت

خلاف وي، چې څو مثالونه يې دا دي ([1]).

رهابنيت او په عبادت کې مبالغه کول، الله تعالی ته د نږديوالی په نيت په ځان باندې حلال حرام ګرځول لکه: د نکاح څخه مخ اړول ، لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحَرِّمُواْ طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ] ([2])

ژباړه : اي مؤمنانو ! مه حراموئ تاسې هغه شيان چې الله تعالی ستاسې لپاره حلال کړي دي او تيری مه کوئ ، يقيناً چې الله پاک له (حدودو) څخه تيريدونکي نه خوښوي .

يا په لمانځه کې د رکوع او سجدو د شمير زياتول ، د فرض لمانځه د رکعتونو زياتول .

او يا په ځان باندې سختي راوستل د تقرب الی الله په نيت لکه د شيعه ګانو وهل په عاشورا کې .

او يا د عقل تحکيم او د شرعي نصوصو ترک کول حلال حرام او حرام

حلال ګرځول او د اسلامي شريعت پر ځای په وضعي قوانينو فيصلې

کول ،لکه د نن عصر غربي ډيموکراسي.

وقد جاء في موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة:  “ولا شك في أن النظم الديمقراطية أحد صور الشرك الحديثة (أو البدعة) ، في الطاعة ، والانقياد ، أو في التشريع ، حيث تُلغى سيادة الخالق سبحانه وتعالى ، وحقه في التشريع المطلق ، وتجعلها من حقوق المخلوقين ، والله تعالى يقول:[مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ….. ] ([3]).

ژباړه: په دې کې شک نشته چې د ډيموکراسۍ نظام په اطاعت ، پيروی او شريعت کې يو معاصر شرک او بدعت دی داسې چې د (حلال او حرام او حکم ) حق چې خاص الله تعالی لره دی مخلوق ته ِي حواله کړی دی ، الله تعالی فرمايي :{عبادت نه کوئ تاسې پرته له الله مګر د څو نومونو چې نومنونه مو ايښي دي تاسې او ستاسې پلونو په هغو ، نه دی نازل کړی الله په هغو باندې څه دليل او حجت ، نه دی حکم (د حلال او حرام ګرځولو ، قانون او شريعت جوړولو  د هيچا ) مګر خاص الله تعالی لره دی } .

دوهم اضافي بدعت :

بدعت اضافي داسې بدعت دی چې اصلاً په هغه باندې دليل وي مګر د کيفيت ، تفصيل او احوالو او اوقاتو له مخې په هغه باندې هيڅ دليل نه وي .

لکه : يو کس د ښه خوراک توان لري مګر دی د تقرب الی الله په نيت په ځان سختي کوي .

او د ضرورت پرته په جامه او لباس کې اقتصار کول ، د وس او توان سره سره يوازې يوه جوړه کالي اغوستل او خرابه جامه اغوستل چې په دې کې هم تشديد او سختي ده او همدارنګه د شهرت قصد پکې دی .

و من ذالک الاقتصار من المأکول علی أخشنه و أفظعه لمجرد

التشديد لا لعرض سواه ، فهو من النمط المذکور ، لان الشرع لم

یقصد الی تعذيب النفس في التکليف ، و هو ايضاً مخالف لقوله صلی الله عليه وسلم « ان لنفسک عليک حقاً ).

و من ذالک الاقتصار فی الملبس علی الخشن و من غير ضرورة ، فانه من قبيل التشديد و التنطع المذموم ، و فيه ايضاً من قصد الشهرة ما فيه ([4])

يا له يو چا سره ګرمې او يخې اوبه دواړه وي او هوا سړه وي د ګرمو اوبو پر ځای په يخو اوبو باندې اودس کوي په دې نيت چې ثواب مې زيات شي داسې کول د عذر پرته پخپل ځان سختي اچول دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿وَمَا جَعَلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلدِّينِ مِنۡ حَرَجٖ﴾ ([5]).

ژباړه: او نه يې دی ګرځولی په دين کې پر تاسې څه حرج او مشقت .

مګر په يخنۍ کې په يخو اوبو باندې اودس کول چې ګرمي اوبه نه وي په حديث شريف کې زيات فضيلت ذکر شوی دی .

او همدارنګه د عبادت په کيفيت ، احوالو او اوقاتو کې د دليل پرته مبالغه او زيادت کول بدعت اضافي بلل کيږي ، مثلاً کوم اذکار چې شمير او وخت يې نه وي ټاکل شوی د هغه لپاره د شمير او وخت الزام .

او همدارنګه بدعت په ديني او دنيوي باندې ويشل شوی دی :

ديني بدعت په څو قسمه دی :

   لومړی قسم :

لومړی قسم د بدعت «المکفره» په نوم ياديږي هغه بدعت دی چې مرتکب يې له ايمان څخه وځي لکه : د الله تعالی پرته د بل چا عبادت کول چې شرک اکبر بلل کيږي لکه : د غير الله لپاره سجده کول ، دعا کول ، استغاثه ، ذبح کول او نور .

   دوهم قسم :

حرام او مکروه بدعت ټول هغه کارونه چې د عبادت او تقرب الی الله په نيت تر سره شي مګر په اړه يې شرعي دليل نه وي بدعت محرم بلل کيږي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ” و إياكم و محدثات الأمور فإن كل بدعه ضلاله ” و قوله عليه الصلاة و السلام  ” من عمل

عملاً ليس عليه أمرنا فهو رد “.

    بدعت دنيوي :

په دنيوي ژوند ، اختراعاتو ، وسائلو او نورو کې د جلب مصلحت په نيت باک نلري په هغه صورت کې چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف او ضرر نه وي ، په عاداتو کې بدعت په جايز او ناجايز ويشل شوی دی ، په خوراک ، څښاک ، خوب او نورو کې اسراف کول مکروه دي .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

([1]) – الموسوعة الفقهية ج ۸ ص ۳۲ .

([2]) – سوره المائده: ۸۷ .

– موسوعة الاديان و المذاهب المعاصره ۲/۱۰۶۶ .([3])

([4]) – دراسات في البدعة و المبتدعين ص ۳۳۹/ شيخ ابی عبدالله محمد بن سعيد رسلان  ، البدعة ضوابطها وأثر السیء في الأمة ص ۱۴/ دوکتور علي بن محمد ناصر الفقهي استاد الجامعة المدينة المنوره .

([5]) – سوره الحج :۷۸ .

Print Friendly, PDF & Email