لومړی اصل

لومړی اصل : د اسلامي شريعت خلاف طريقه سره الله تعالی ته نږيوالی او تقرب ، چې دا اصل لاندې لس قواعد لري :

لومړۍ قاعده

هر هغه عبادت کوم چې په موضوع او مکذوب (درواغ) روايت سره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب شوی وي مردود او بدعت دی ځکه موضوع روايت مردود دی او شرعي حجت نه بلل کيږي .

دوهمه قاعده

هر هغه عبادت چې شرعي اصل ونلري بلکي د يو چا په رأی او هوا او نفسي غوښتنې باندې ولاړ وي بدعت دی .

دريمه قاعده

 هر هغه فعل کوم چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ترک کړي

وي نو پر مونږ يې اتباع واجب ده ، لکه د اختر د لمانځه د پاره د آذان او

اقامت ترک کول او همداسې د صفا او مروه تر مينځ له سعی وروسته د لمانځه ترک کول .

څلورمه قاعده

کوم عمل چې صحابه کرامو ، تابعينو او تبعه تابعينو ترک کړی وي نو د هغه کار تر سره کول بدعت دی لکه : د مولود شريف لمانځنه کول بدعت دی ځکه صحابه کرامو او تابعينو مولود نه دی لمانځلی ، صحابه کرامو ، تابعينو د مشرکينو او اهل کتابو په اخترونو کډون ترک کړی نو په هغه کې کډون کول بدعت دی .

پنځمه قاعده

هر هغه عبادت چې په شريعت کې په مقيد صفت سره راغلی وي د هغه د صفت تغيرول بدعت دی لکه :

۱- په وخت کې مخالفت کول لکه : قرباني کول د اختر د ورځو پرته نورو وختونو کې .

۲- په ځای کې مخالفت لکه : د نارينه لپاره د جومات پرته بل ځای اعتکاف کول .

۳- په جنس کې مخالفت کول لکه : د غوايي ، اوښ او بل حيوان پر ځای د آس قرباني کول .

۴- په عدد او شمير کې مخالفت کول لکه : د دوو رکعتونو فرض لمونځ پر ځای دری رکعته ادا کول .

۵- په ترتيب کې مخالفت کول لکه په اوداسه کې لومړي پښې مينځل او بیا لاسونه مينځل او بيا مسحه کول .

شپږمه قاعده

په هر هغه عمل سره تقرب الی الله تر سره کول کوم چې شرعاً منع او حرام وي ، لکه :

د ځنو بدعتي صفيانو ساز او رقص ، د ذکر سره د ساز او موسيقۍ او رقص تر سره کول او بيا دا ويل چې مونږ د الله په مينه کې مست يو .

او په عاشورا کې شيعه د امام په نوم خيراتونه ، ځان وهل او تر نيمو شپو پورې بې اصله عبادات کول.

او يا د تقرب الی الله لپاره د کافرانو مشابهت کول .

اوومه قاعده

د تقرب الی الله لپاره داسې  عادات او معاملات تر سره کول کوم چې شريعت يې حکم نه وي ورکړی .

لکه : د زهد او تقوی په نيت د صوف (وړيو ) استعمال .

د تقرب الی الله په نيت د ځنې شيانو نه خوړل او يا هم د نکاح څخه مخ اړول .

آتمه قاعده

هر هغه عبادت چې د شرعي قواعدو او مقاصدو مخالف وي بدعت دی .

لکه : د سنتو مخالفت کول ،مثلاً : د روژې لپاره افطار نه کول او هغه لپاره له لمانځه څخه وروسته افطار ، نوافل د کور پر ځای په جومات

غوره او افضل ګڼل .

د جمعې شپه د عبادت لپاره خاص کول او نور .

نهمه قاعده

په عبادت کې غلو او زيادت کول کوم چې شريعت په هغه باندې حکم نه وي کړی لکه : ټوله شپه عبادت او د خوب ترک کول .

په لويو ګاڼو جمرې کول حال دا چې د هغه اندازه به د ناخو د دانې په اندازه وي.

په اوداسه کې وسواس او  اندام مينځلو کې زيادت او اصراف او سختي کول ، کچېرې يو کس خپل اندامونو د دريو ځلو څخه زيات په دې نيت مينځي چې ثواب لري بدعت دی مګر که د وسواسو له امله يې له دری ځله  څخه زيات منځې مکروه عمل دی د اوداسه ثواب کموي .

آن لاين اسلامي لارښود

– قواعد معرفة البدعة / محمد بن حسين الجيراني .([1])

Print Friendly, PDF & Email