د بدعت پيژندنه

 بدعت تعريف :

بدعت په لغت کې هر هغه نوي پيدا شوي شي ته وايې چې مخکې يې کومه نمونه او مثال نه وي ([1])

په اصطلاح کې په داسې طريقه عبادت کول چې اسلامي شريعت يې په اړه حکم نه وي کړی .

يعنې په دين کې بدعت داسې عمل کولو ته وايي چې د هغه په اړه په قرآن او سنتو کې د وجوب او يا هم  د استحباب هيڅ حکم نه وي ([2]).

او يا په داسې طريقه عبادت کول چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفای راشدينو په طريقه نه وي بدعت بلل کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ ] ([3])

 ژباړه:آيا دغه خلکو د الله پاک  سره داسې شريکان نیسي چې د دوی د پاره د دين داسې طريقې غوره کړي چې الله پاک د هغه اجازه نه ده کړې .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : عليكم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدين المهدين من بعدي ([4])

ژباړه : او تاسې بايد زما په سنتو او د خلفاء راشدينو په سنتو چې هدايت شوي دي (ټينګ) ووسئ.

د تعريف تشريح :

 هر هغه عبادت د قبول وړ دی کوم چې د اسلامي شريعت د حکم موافق وي ، له ام المؤمنين عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ» ([5])

ژباړه :هر چا چې زمونږ په دين کې څه شی پيدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) پس هغه شی مردود دی ( د قبول وړ نه دی) .

دا حديث شريف په دين کې يو ستره قاعده او ستر اصل دی ، هر هغه عمل چې د اسلامي شريعت د حکم او امر موافق نه وي ، يعنې په دين کې نوی پيدا شوی عمل چې په دين کې کوم اصل ونلري ( ځکه چې دين پوره شوی دی ) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده (د دين څخه انحراف دی)

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : دا حديث د اسلام له اصولو څخه يو ستر اصل دی . او امام نووي رحمه الله وايي : ددې حديث ياد ساتل ضرور دي تر څو د ټولو منکراتو د بطلان لپاره د دليل په توګه استعمال شي .

هر چا چې په دين کې د خپله ځانه يا د بل چا په حکم داسې عبادت اختراع

کړ چې په دين کې اصل ونلري مردود او باطل دی ، ځکه فقهې قاعده ده چې :

«أن الأصل في العبادات الحظر والمنع» ([6])

يعنې:  په عبادت کې اصل د اسلامي شريعت حکم دی مګر هر هغه عبادت چې د شرعې خلاف وي شرعې حکم پکې نه وي منع دی ، مردود دی د قبول وړ نه دی.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به د جمعه په خطبه کې له حمد او ثنا وروسته داسې ويل :

من يهده الله فلا مضلَّ له، ومن يضل له فلا هادي له، إن أصدق الحديث كتاب الله، وأحسن الهدي هدي محمد، وشرّ الأمور مُحدَثاتُها، وكل مُحدَثة بدعةٌ، وكل بدعة ضلالة، وكل ضلالة في النار ([7]).

ژباړه : چا ته چې الله هدايت وکړي هغه څوک ګمرا کولی نشي او څوک چې ګمراه کړي نو بل څوک هدايت نشي ورته کولای ، يقیناً رښتنې وينا د الله تعالی کتاب دی او غوره لاره د محمد صلی الله عليه وسلم لاره (سنت ) دي ، او تر ټولو بد او ناوړه کارونه په دين کې نوي پيدا شوي شيان دي او په (دين کې ) هر نو پيدا بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او او هره ګمراهي به په اور کې وي ( د هرې ګمراهۍ پايله اور دی ).

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

-([1]) البدعة ضوابطها وأثر السیء في الأمة ص ۱۳/ دوکتور علي بن محمد ناصر الفقهي، موسوعة الفهية ج ۸ ص ۲۱ .

)- نور السنة ص ۱۸ / دوکتور سعد بن علي بن وهف القحطاني. [2](

([3]) – سوره الشوری :۲۱ .

([4]) – رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن صحيح.

([5]) – متفق عليه (البخاري و مسلم ).

([6]) – قواعد الفقهية – مجلة الاحکام .

([7]) – رواه مسلم و النسائي .

Print Friendly, PDF & Email