اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
کومې ځمکې چې په ښار یا دښتوکې دتجارت لپاره رانیول شوې وي یعني په دې هدف چې آینده کې ګټه پرې وشي آیا په هغو پیسو چې په دې ځمکو باندې بندې وي دکال په تیریدلو سره زکات شته اوکه نه اوکه زکات وي اندازه یی څومره ده اوهمدارنګه دکوم قیمت له رویه به زکات حسابیږی دورځني نرخ له رویه اوکه دخرید دنرخ له رویه به زکات حسابیږی؟
محمدعمر عمر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کومې ځمکې چې د بيع او تجارت لپاره اخيستل شوې وي د استوګنې او اجارې (کرايې) لپاره نه وي په هغو باندې زکات فرض دی .

وهو العقار (اراضي) المُعَدُّ للبيع, لأنه من عُروض التجارة التي تجب فيها الزكاة, فهي داخلة في عموم أدلة وجوب الزكاة في الأموال المعدة للتجارة, ومنها: قول الله تعالى: (خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا) وقوله سبحانه: (وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ), ومنها حديث سمرة بن جندب – رضي الله عنه – قال: ((أَمرنا رسول الله أن نُخْرِجَ الصدقة مِمَّا نُعُّده للبيع)) [رواه أبو داود بسند حسن]. وحُكِيِ الإِجماع على ذلك.

د دغو ځمکو به هر کال زکات ورکوي د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا 2.5% ده .

کله چې کال ورباندې پوره شي نو د همغه وخت نرخ به په نظر کې نيول کيږي او زکات به ادا کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email