د حمل د ضايع کولو په صورت روژه نيول

دآن لاین اسلامي لارښود پاڼي چلووونکو ته!
اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!

زما پوښتنه داده چي که یوه ښځه په عین وخت کي خپل یو ماشوم ته شیدي ورکوی او په لومړیو ورځو کي په خپل ځان پوه شي چي حمل هم لري او نشي کولاي چي هم خپل یو ماشوم ته شیدي ورکړي او بل په ګيده ولري نو په لومړی اوني کي يي سقط څه حکم لري؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچيرې بچی ضايع شي او اندامونه يې څرګنديږي لکه : لاسونه ، ويښتان او نور نو په دې صورت کې د نفاس حکم لري مګر که اندامونه يې نه څرګنديږي يعنې د يوې مياشتې ، دوو ، څلورو يا تر هغه زيات وخت وي خو اندانونه يې نه څرګنديږي د غوښې د ټوټې په څير وي د نفاس حکم نه لري د مرض حکم لري – لمونځ به ادا کوي او روژه به نيسي .

«والسقط ان ظهر بعض خلقه من اسبح او شعر ولد فتصير به نفس، و ان لم يظهر شیء من خلقه فلا نفاس لها» (فتاوی هندية ۱/۳۳).

دا وو د سقط جنين مسئله .

پاتې شوه دا مسئله چې کچېرې ښځه بچي ته شيدې ورکوي او مريضه هم وي او د روژې نيولو نوان نلري يا که روژه ونيسي بچي ته يې تاوان رسوي په دې صورت روژه خوړل ورته جايز دي تفصيل دلته ولولئ :

http://dawat610.com/archives/5321

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي