په تراويحو کې د مبايل له مخې فتح ورکول

سلامونه اونیکی هیلی زما پوښتنه ده چی یو قاری بل قاری ته په ترایحوکی د مبایل څخه فتحه ورکولی شی اومونځ پری صحی کیږی زمونږپه مسجدکی چی ټول اهل حدیث دی یوطرف خوتراویح اته رکعته کوی بل طرف فاتح دموبایل څخه قاری ته فتح ورکویایازمونږداحنافو لمونځ ته خوکوم کراهیت اوفسادخونه واقع کیږی چی زمونږ شک دی که مهربانی وکړی خلص خواب راکړی ډیره مهربانی به مو وی مننه ستاسودځواب په هیله – حمايت الله .


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په تراويحو کې د قرآنکريم د مصحف او يا موبايل له مخې قرائت يا فتحه ورکول د حنفي فقهاوو رحمهم الله په نزد لمونځ فاسدوي ځکه چې :

۱- په دې کار کې عمل کثير دی .

۲- د معلم حيثيت لري تعلم او تعليم را مينځته کيږي .

د حنابله او شافعيه فقهاوو رحمهم الله په نزد په نفلي لمونځونو کې جواز لري مګر په فرضي لمونځونو کې مکروه دی .

او د امام مالک په نزد په فرض لمانځه کې مکروه او نفلي لمونځونو کې په خاصو شرائطو جايز دی .

دا چې موبايل د مصحف شريف حکم لري او که نه ؟ په دې باره کې د معاصرو فقهاوو اختلاف دی .

جاء في الموسوعة الفقهية : الْقِرَاءَةُ مِنَ الْمُصْحَفِ فِي الصَّلاةِ :

ذَهَبَ الشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ إِلَى جَوَازِ الْقِرَاءَةِ مِنَ الْمُصْحَفِ فِي الصَّلاةِ ، قَالَ أَحْمَدُ : لا بَأْسَ أَنْ يُصَلِّيَ بِالنَّاسِ الْقِيَامَ وَهُوَ يَنْظُرُ فِي الْمُصْحَفِ ، قِيلَ لَهُ : الْفَرِيضَةُ ؟ قَالَ : لَمْ أَسْمَعْ فِيهَا شَيْئًا .

وَسُئِلَ الزُّهْرِيُّ عَنْ رَجُلٍ يَقْرَأُ فِي رَمَضَانَ فِي الْمُصْحَفِ ، فَقَالَ : كَانَ خِيَارُنَا يَقْرَءُونَ فِي الْمَصَاحِفِ .

وَفِي شَرْحِ رَوْضِ الطَّالِبِ لِلشَّيْخِ زَكَرِيَّا الأَنْصَارِيِّ : قَرَأَ فِي مُصْحَفٍ وَلَوْ قَلَّبَ أَوْرَاقَهُ أَحْيَانًا لَمْ تَبْطُلْ – أَيِ الصَّلاةُ – لأَنَّ ذَلِكَ يَسِيرٌ

أَوْ غَيْرُ مُتَوَالٍ لا يُشْعِرُ بِالإِعْرَاضِ ، وَالْقَلِيلُ مِنَ الْفِعْلِ الَّذِي يُبْطِلُ كَثِيرُهُ إِذَا تَعَمَّدَهُ بِلا حَاجَةٍ مَكْرُوهٌ (1) .

وَكَرِهَ الْمَالِكِيَّةُ الْقِرَاءَةَ مِنَ الْمُصْحَفِ فِي صَلاةِ الْفَرْضِ مُطْلَقًا سَوَاءٌ كَانَتِ الْقِرَاءَةُ فِي أَوَّلِهِ أَوْ فِي أَثْنَائِهِ ، وَفَرَّقُوا فِي صَلاةِ النَّفْلِ بَيْنَ الْقِرَاءَةِ مِنَ الْمُصْحَفِ فِي أَثْنَائِهَا وَبَيْنَ الْقِرَاءَةِ فِي أَوَّلِهَا ، فَكَرِهُوا الْقِرَاءَةَ مِنَ الْمُصْحَفِ فِي أَثْنَائِهَا لِكَثْرَةِ اشْتِغَالِهِ بِهِ ، وَجَوَّزُوا الْقِرَاءَةَ مِنْ غَيْرِ كَرَاهَةٍ فِي أَوَّلِهَا ؛ لأَنَّهُ يُغْتَفَرُ فِيهَا مَا لا يُغْتَفَرُ فِي الْفَرْضِ

وَذَهَبَ أَبُو حَنِيفَةَ إِلَى فَسَادِ الصَّلاةِ بِالْقِرَاءَةِ مِنَ الْمُصْحَفِ مُطْلَقًا ، قَلِيلا كَانَ أَوْ كَثِيرًا إِمَامًا أَوْ مُنْفَرِدًا أُمِّيًّا لا يُمْكِنُهُ الْقِرَاءَةُ إِلا مِنْهُ أَوْ لا ، وَذَكَرُوا لأَبِي حَنِيفَةَ فِي عِلَّةِ الْفَسَادِ وَجْهَيْنِ :

أَحَدُهُمَا : أَنَّ حَمْلَ الْمُصْحَفِ وَالنَّظَرَ فِيهِ وَتَقْلِيبَ الأَوْرَاقِ عَمَلٌ كَثِيرٌ ، وَالثَّانِي أَنَّهُ تَلَقَّنَ مِنَ الْمُصْحَفِ فَصَارَ كَمَا لَوْ تَلَقَّنَ مِنْ غَيْرِهِ ، وَعَلَى الثَّانِي لا فَرْقَ بَيْنَ الْمَوْضُوعِ وَالْمَحْمُولِ عِنْدَهُ ، وَعَلَى الأَوَّلِ يَفْتَرِقَانِ

موسوعة الفقهية جزء ۳۳ ص ۵۷ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي