د نړيوال استکبار لخوا د بيت المقدس تسلط

د صهيونيست څخه د امريکايي رژيم دفاع :

لومړی د صهيونيست تعريف : صهيونيست د يهودو يو سياسي ، نژادي او متعصب حرکت دی چې مقصد يې په فلسطين کې د يهودي حکومت جوړول ، او خپل پايتخت قدس شريف ته نقلول او له هغه ځای څخه پر ټوله نړۍ باندې واک لرل دي .

د صهيونيست نوم د صهيون څخه اخيستل شوی دی ، صهيون په بيت المقدس کې د يو غره نوم دی .

بيت المقدس ته د پايتخت نقلول د هغوی پخوانی پلان وو چې اوس د نړيوال شيطاني ورکشاپ ( امريکايي طاغوتي رژيم) په وسيله عملي شو .

د امريکا طاغوتي رژيم د زور پرته هيڅ منطق نه مني نه کوم دين مني او نه هم خپله جوړه کړې ناوليې ډيموکراسي مني ځکه دا پلان د ډيموکراسۍ په قانون سره رد شو خو بيا يې هم عملي کړ .

ددې موضوع په اړه د مسلمانانو مسئوليت :

دا واضح حقيقت دی چې يهود او نصارا د اسلام او مسلمانانو پخواني دوښمنان دي ، د يهودو صهيونيستي ظالم رژيم د يوې ورځې لپاره هم ځان نشي ټنګولای مګر د دغه ظالم رژيم تر شا نړيوال شيطاني ورکشاپ (امريکايي رژيم ) او کفار او منافقين دي او هغوی يې د اسلام پر وړاندې حمايه کوي .

څو پورې چې مسلمانان د «الولاء و البراء» مسئلې ته تسليم نشي تر هغه پورې به ددې ذلت څخه خلاص نشي ، مسلمانان دې خپل دوست او دوښمن وپيژني ، د کفري حرکتونو او کفري يرغلګرو له دوستۍ او مرستې څخه دې لاس واخلي ، که هغوی نن ورځ مسجد الاقصی رسماً اشغالوي نو د ما او ستا جومات ، کلی او عزت يې پخوا اشغال کړی دی .

د کفارو د دوستۍ او مرستې انجاب به دا وي چې :

 الله تعالی به مو له خپلې دوستی ورټي .

د کفارو په ټولو فسادونو او جرمونو کې به شامل وئ .

د سخت ذلت او خواری سره به مخ شئ .

آخر به د کفارو لخوا هم ورټل شئ ځکه د هغوی دوستي د غڼې کور دی چې په کمه هوا او باد سره نړيږي .

که توبه ونه باسئ بلاخره به د همدغو ظالمو سرو کفارو سره حشر کيږئ او په الهي قهر او عضب به اخته کيږئ .

او د فرعويانو آخري پايله د سختې بربادۍ هلاکت او ذلت پرته بل څه نه دي ځکه چې دا الهي سنت دي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email