د اسلامي بانک شرايط او ضوابت

د اسلامي لارښود کارکوونکو ته السلام علیکم  و رحمت الله و برکاته،

د افغانستان اسلامی بانک چې پخوا غیر اسلامي بانکداري پر مخ وړله او اوس اوس یې اسلامي بانکداري پیل کړیده ، خو ستونزه دا ده چې دوی کومه پانګه چې لري دا لس کاله یې پّ سودي سیستم کې په دوران کې وه یا د دوی او یا هم د هغه بانک سره چې یې شرکت درلود، نو اوس پّ داسې بانک کې کوږ ته اسلامي جساب خلاصل څه حکم لري ، که پدې موضوع یو څه رڼا واچوئ ډیره مهرباني به مو وي.

په احترام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي بانک شرايط او ضوابت

۱- د بانک لپاره پانګونه (اصلي مال) به حلال وي .

۲- تجارتي اموال او د بانک ټولې کړنې لکه : بيع ، تمويل ، مضاربت او مرابحه او نور به د اسلامي شريعت موافق وي .

۳- د بانک اسباب (اجرت او تنظيم ) به حلال او د شريعت موافق وي .

۴- د مفردي ګټې په نظر کې نيولو سره سره به د مسلمانانو احتياجات او مصالح په نظر کې نيول کيږي .

جاء في فقه تجار المسلم :

الفرق بين البنوك الإسلامية والبنوك الربوية

أ. توجيه الاستثمار وتركيزه في دائرة إنتاج السلع والخدمات التي تشبع الحاجات السوية للإنسان المسلم.

ب. تحري أن يقع المنتج – سلعة (اموال تجارت) كان أو خدمة – في دائرة الحلال.

ج. تحري أن تكون كل مراحل العملية الإنتاجية (تمويل – تصنيع – بيع – شراء) ضمن دائرة الحلال.

د. تحري أن تكون كل أسباب الإنتاج (أجور – نظام عمل) منسجمة مع دائرة الحلال.

هـ. تحكيم مبدأ احتياجات المجتمع ومصلحة الجماعة قبل النظر إلى العائد الذي يعود على الفرد] .

فقه التجار مسلم ص ۱۰۵ / دوکتور حسام الدين بن موسی و المصارف الاسلامية بین النظرية و التطبيق ص ۱۵۳ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email