د الله تعالی له طرفه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونه د نزول يو هدف په ځمکه کې د عدل قايمول او د ظلم مخنيوی دی :

الله تبارک وتعالی فرمايي :[لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ] ( الحديد ۲۵).

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړي ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

ظلم د عدل ضد دي هغه که د حکومت او حاکمانو لخوا وي يا د يوې ټولنې لخوا وي يا د کور او فرد پر سطح وي سختې خطرناکې پايلي لري.

زمونږ په ټولنه کې ظلم خپل اوج ته رسيدلی دی چې څو لنډ مثالونه يې دادي:

د حاکمانو ظلم له خپل رعيت سره لکه : د کفري يرغل او کفري قانون مدد کول او د هغه د قيام کوښښ ، د پيسو او رشوت په بدل کې حق باطل او باطل حق ګرځول ، نا حقه وژنې ، ناحقه بندونه او زندانونه په زندانو کې بې حده ظلمونه ، د فحاشت او منکراتو ترويج او د هغه پر وړاندې سکوت او نور .

ټولنيز ظلمونه : د مزدوران حق خوړل يا کمول ، په تول او پيمانه کې کمی کول ، په تجارت کې بې انصافي کول ، په معاملاتو کې چل او فريب ، احتکار او د بازار انحصار، سود خوړل او د قرض حسنه نه ورکول ، د ښځو په ميراث او مهر باندې ګوندې وهل او يو د بل پر حقوقو باندې تيری کول.

کورني او فردي ظلمونه : د نګور ظلم له خواښې سره او د خواښې له نګور سره ، د اولاد ظلم له والدينو سره او والدينو له اولاد سره او وروڼو پخپل منځ کې ظلم او يو د بل حق خوړل .

د ظالمانو سزا

۱- ظلم هغه لويه او کبيره ګناه ده چې د هغه په وجه به په دنيا هم سزا ورکول کيږي او که توبه ونباسي په اخرت به له دردونکي عذاب سره مخ کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : مَا مِنْ ذَنْبٍ أَجْدَرُ أَنْ يُعَجِّلَ اللَّهُ تَعَالَى لِصَاحِبِهِ الْعُقُوبَةَ فِي الدُّنْيَا مَعَ مَا يَدَّخِرُ لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِثْلُ الْبَغْيِ وَقَطِيعَةِ الرَّحِمِ (رواه ابؤداود بالسناد صحيح ) .

ژباړه: ظلم او د خپلولی پرې کول له ټولو ګناهونو څخه ددې وړ دي چې الله تعالی د هغه مرتکب ته په دنيا کې هم عذاب ورکوي او په آخرت کې هم د هغه لپاره عذاب ذخيره وي.

۲- ظالمان بری نشي مونلای بلکي په دنيا او آخرت د ناکامۍ او زيان سره مخامخ کيدونکي دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ (سوره القصص :۳۷ ).

۳- الهي سنت دي چې ظالمان به په ظالمان مسلط کوي .

څوک چې ظلم کوي نو هغه به ددې انتظار باسي چې همداسې ظالم به ورباندې تسلط مومي

کوم قوم چې ظالم وي په هغه باندې الله تعالی ظالم حاکمان مسلطوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (الانعام :۱۲۹ ).

ژباړه : او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان په ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول.

الآلوسي پخپل تفسير کې ليکي : «وقد استدل بالآية على أن الرعية إذا كانوا ظالمين فإن الله تعالى يسلط عليهم ظالماً مثلهم ، وفي الحديث : كما تكونوا يولى عليكم» .

ژباړه : او يقيناً ددې آيت شريف په استدلال کله چې کوم ملت او رعيت ظالم وي نو الله تعالی په هغه باندې د دوی پشان ظالم مسلطوي ، لکه په حديث کې چې راغلي څنکه چې د تاسې اعمال وي همداسې به مو حاکمان وي .

۴- الهي سنت دي چې الله تعالی د کفر په وجه عادل حکومت نه نړوي خو د ظلم په وجه اسلامي حکومت نړوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَىٰ بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ (سوره هود:۱۱۷ ).

ژباړه : او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي وي .

امام رازي پخپل تفسير کې ليکي :«إن المراد من الظلم في هذه الآية الشرك . والمعنى أن الله تعالى لا يهلك أهل القرى بمجرد كونهم مشركين ، إذا كانوا مصلحين في المعاملات فيما بينهم يعامل بعضهم بعضاً على الصلاح ، وعدم الفساد»

ژباړه : په دغه آيت کې د ظلم څخه مطلب شرک دی ، يعنې الله تعالی يوازې د شرک په وجه د کوم کلي خلک نه هلاکوي کچيرې دوی مصلحين وي يو د بل سره په راکړه او ورکړه کې اصلاح کوي ظلم او فساد نه کوي .

امام قرطبي پخپل تفسیر کې وايي: «(بظلم) أي بشرك وكفر (وأهلها مصلحون) أي فيما بينهم في تعاطي الحقوق . ومعنى الآية : إن الله تعالى لم يكن ليهلكهم بالكفر وحده حتى ينضاف إليه الفساد كما أهلك قوم شعيب ببخس المكيال والميزان وقوم لوط باللواط».

ژباړه : په دې آيت کې د ظلم نه مطلب شرک او کفر دی ( داسې چې اهل يې اصلاح کوونکي وي ) داسې چې پخپل منځ کې ظلم نه کوي يو د بل حقوق ادا کوي ، يعنې الله تعالی يوازې د کفر په وجه سره خلک نه هلاکوي مګر هغه وخت يې تباه کوي چې ظلم او له حد څخه تيری او فساد ته مخ کړي لکه : د شعيب عليه السلام قوم چې په تول او پمانه يې ظلم کولو يو د بل مالونه يې خوړل او يا د لوط عليه السلام قوم چې د ښځو پر ځای يې د هلکانو فحاشت کولو .

او شيخ الاسلام ابن تيميه وایي :

«وأمور الناس إنما تستقيم في الدنيا مع العدل ، إن الله يقيم الدولة العادلة وإن كانت كافرة ، ولا يقيم الظالمة وإن كانت مسلمة .

وذلك أن العدل نظام كل شيء فإذا أقيم أمر الدنيا بالعدل قامت وإن لم يكن لصاحبها من خلاق ـ أي في الآخرة ـ وإن لم تقم بالعدل لم تقم وإن كان لصاحبها من الإيمان ما يجزى به في الآخرة)3 .

ژباړه : په دنيا کې د خلکو کارونه له عدل سره ويشل شوي دي ، يقيناً الله تعالی عادل حکومت نه نړوي که څه هم کافر وي مګر ظالم حکومت نړوي که څه هم مسلم وي . عدل د هرې شي لپاره نظام دی کچېرې د دنيا سره عدل وو نو ولاړه به وي (که څه هم د داسې کس لپاره په آخرت کې هيڅ حصه نه وي) ، او که عدل نه وي نو دوام يې نشته که هم هغه اهل ايمان وي او هغه ته به په آخرت کې اجر وي.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email