د انلاين اسلامي لارښود محترمینو اسلام علیلکم ورحمة الله وبرکات!!
پوښتنه مې داسې ده چې یو کس له یوه صراف څخه حواله وکړي ۱۰زره ډالر په پور یعنې روزانه اګرایي باندې او دغه صراف هر ډالر د ورځې نرخ نه یوه نیمه روپی جګ ماتوي د کلدارو په حساب
مثلاً د ډالر نرخ ۱۱۰ ده او صراف یې تا پسې قطې کې ۱۱۱ ماتوي او هره ورځ اوګرایې غواړي چې هر څومره جمعه کیده
او د حوالې کمیشن بیل جدا اخلې
نو ده رنګه معامله د اسلام له نظره څنګه ده؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پور د ادا کولو پر مهال به هماغه پسې ډالر ، يا افغانۍ يا کلداري ورکول کيږي مګر که سړی د پور د ادا کولو پر مهال د ډالر پر ځای افغانۍ يا د افغانۍ پر ځای کلداري واخلي جايز دي په شرط ددي چې د همغه ورځې د اسعارو په نرخ تبادله شي.

په دليل د دغه حديث شريف : قال ابن عمر رضي الله عنهما : كنا نبيع الإبل بالدراهم فنأخذ عنها الدنانير ، ونبيع الدنانير فنأخذ عنها الدراهم ، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : (لا بأس أن تأخذها بسعر يومها).

يعنې : ابن عمر رضی الله عنه وايي چې اوښ مو په درهمو پلورلی ؤ او د هغه نه مو دينارونه واخيستل ، او سودا مو په دينار باندې کړی ؤ بيا به مو د هغه څخه درهم واخيستل ، دا مسئله مو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه ، هغه وفرمايل : چې باک نه لري په شرط ددې د ورځې په نرخ تبادله شي.

او کچېرې د هماغه ورځې په نرخ تبادله نشي او د هغه څخه په زيات نرخ تبادله شي ښکاره سود دی ځکه په قرض کې زيادت دی او په قرض کې هر ډول زيادت سود دی ، د اسلامی شريعت ضابت دی چې «کل قرض جر نفعا فهو ربا»

يعنې: هر قرض چې نفع ولري سود دی.

مجمع الفقه الاسلامي  (عدد ۵ ، ج۳ ص ۱۶۰۹).

خلاصه : پورته معامله سودي معامله ده ، ددې کار څخه دې فوراً توبه وباسي او په آينده کې به د قرض د اصول په پرمهال ورځنې نرخ په نظر کې نيسي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email