د پروني کفر سره جهاد او نني کفر سره اتحاد (دوهمه برخه )

 خو افسوس چه د دين هغه تش په نوم ټيکه دارانو چه پرون يې د جهاد او مقامت فتواوی ورکولی. نن ولی او څنګه خوبولی او خاموش شول . هغوی ولی اوڅنګه دا جهاد د سره کافر او دهغوی د سرو غلامانو سره فرض ګاڼه خو د نني تور کافر او دهغوی له تورو غلامانو غلامانو سره جهاد نه بلکی اتحاد فرص ګڼې .هلته يې شهادت خوښولو خو نن دولت خوښوي هلته يې مقامت د ژوند دين بقاء بلله خو نن ذلت او رسوايي غلامي او بې غيرتي خپله کاميابي ګڼې .
د پروني کافر سره يې يو ټکی او يوه خبره کفر بللو خو دنني کفر لپاره د هغوی ټول قانون او ناروا کړه وړه روا او مباح بولي .
دا څنګه ضميرونه شول دا څنګه ابن الوخته ايمانونه شول چه صرف د دنيا د ګټو او لالچ لپاره هر څه کولو او قبلولو ته تيار شول .
د پروني کفر وژل او ورانول يې د انسانيت پر لمن د وحشت تور داغ باله خو نن د کفري نړی هر بربادونکی او تباکونکي عمل ته ښه راغلاست او مرحبا وايي .
د نني کفر لخوا وژل ورانول لوټل برمته کول او له وطنه شړل لوڅ او بربنړول بې دينه او بې انسانيته کول روا او مجاز بولي پر سرې امپراطوری مو وطن ګنډواله کولو خو په توره امپراطوری يې جوړوی .
د سرې بلا سور کفر مو نه منلو خو د تور ښامار تور کفر ته لاس په نامه شوئ .
نو که تاسې د داسې اباديو غوښتونکي وئ نو پرون مو په سره ښکيلاک دا وطن نه ګنډواله کولو کوم چې نن يې نړيوال کفر ته په دواړو لاسونو ډالی کوئ . که داسې ډالی مو نن ورکولی شوای نو دا پرون مو دا څه کم دوه ميليونه افغانان نه وژل دا شپږ ميليون به مو نه مهاجر کول د پرديو د فرهنګ کلچر او غلامي پر ځنځيرونو کې به مو نه ښکيل کول ځکه چې د پروني سره کافر کفر به د نني تور کافر له کفر سره برابر خو ضروری وي خو شايد له هغې څخه سخت خطرنات وي که پروني کافران د مسلمانانو ازلي دوښمنان وو نو تاسې يقين ولرئ چه اوسني کافران هم هغه قسم خوړلی او مکار د ټول اسلامی امت دوښمنان دي کوم چې تاسې د دوستانو ګمان پرې کوئ .
که د سرې امپراتورۍ سور ختم ته د حيدري ګزار په ورکولو له هر څه تيردلای شوای خو د تورې امپراتورۍ تور ختم صنم ته ولی په سجدو او ګنډو شوی ؟ د هغه او دغه سره مو پر څه کې اختلاف دی . د سرې امپراتورۍ سره غلامان نن ولی د تورې امپراتورۍ تورې غيږې ته بې سواله او بې ځوابه ور پريوتل او هغه د اسلام ټيکداران نن ولی له څه نه تير او بيزاره شول او ټول اسلامې امت او افغان ولس د همت،شهادت او هجرت لاس ته راوړې ډالۍ يې پر دواړو لاسونو پر ډيره ارزانه او آسانه ډول د کفارو مخې ته ډالۍ کړه .
د سره ښکيلاک دوا ولی درته وژونکی او بربادونکی زهر ښکاره شول خو د ننۍ تورې خونړی ارتجاع زهر درته ولې د آرام او سکون مباح شراب شول .
پروني انصار ولی نن زمونږ دوښمنان شول . پروني انصار ولی د پروني کفر د پاره سکندرې ديوال ؤ خو د ننی کفر د پاره داسې مظبوطې کلا ګانې شولې .
دا ننی کرسي او روپۍ پرون هم درته پيدا کيدای شوې خو له پيرونيو کرسيو او روپيو نه مو ولی کرکه او نفرت کولو خو د ننۍ کرسۍ او روپۍ لپاره زارۍ او جيګۍ کوئ .
پام کوئ ! پرون هم ددې کرسيو او روپيو کې د آزاد او خپلواک هيواد د بربادۍ راز پروت ؤ او نن هم هماغه راز پروت دی کوم چه د حقيقت پر ځای د مجاز په پردو کې پټ شوی .
دا د تير اندکس معاملې ته ورته يو حقيقت دی چه دا خوبوړی امت به ورسته پرې پوه شي او د آسيا د زړه څخه به خدای مه کړه د اسلام څرک وتلې وي .
دا هغه هيواد دی چه روسانو او کمونستانو د اشرارو په نامه ووژل او له ملکه يې هجرت کولو ته مجبور کړل ،عربو د بدعتيانو په نامه وټکول او خپلو ګاونډيانو د احسان پراموشه په نامه وځپل او اوس يې نړيوال د القاعدې او تروريزم په نوم د ابد د پاره غلام کول غواړي .
دا څه سخته او لاينحله معما نده چه پوره يو امت او اولس د هغې د حل څخه عاجز دی .حقيقت ښکاره او واضح دی خو د يوه هيواد اوټولې اسلامې نړۍ دا خوبه وړی حالت به دومره ردوند او قيمتي پريوزې چه بيا له دې باره ځان ايستل به د هيچا په وس او قدرت کې پاتې نشي او نه به څوک ددې بار د اوچتولو جوګه پاتې شي .
آن لاين اسلامې لارښود ټيم – ډاکتر عبدالحق فرقانيار   
Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. واقيعا ښی خبری دی که زموږ ښاغلی پری سر خلاص کړی الله ج دی ټولو ته هدايت ور په برخه کړی تر څو په ريښتيا پوه شی
    امين ثم امين
    په مينه

  2. خدای تعالا تاسی ته توفیق درکړی چی داسی څه نشر کړی چی په هغه باندی دغسی مملکت خرڅونکی اصلاح کړی شی او دوی ته خدای تعالا هدایت دنیکو وکړی . رشتیا هم تر پرون پوری یی کفر بلل اونن یی دوستان بولی .

    موږ اوتاسی په پښتوکی یو متل لروچی وایی: دتندو اوبو څخه مه بیریږه خو دمړو اوبو څخه وبیریړه .

    دوی په ځان نه پوهیږی چی نن څوک راغلی دی؟ دا دښمن لکه دپروړو اوبه تر لاندی کار کوی . هر څوک چی کښینی په انګریزی ژغیږی. خپل کلتور اوعنعناتو ته فکر نه کوی چی زه کوم څه، زما نیکګانو څه کول، زموږ دین څه شی دی، بدبختانه چی هر څه یی هیر کړی دی .