السلام عليکم…
مصاهرت څه شي ته ويل کيژي .
د مصاهرت په اړه پوره معلومات راکړي ډيره مهرباني به مو وي.

احمدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مصاهرت د زوجين (خاوند او ميرمنې) د ځنو خپلوانو چې په عقد صحيح سره يې نکاح کړي وي او يا د لمس او زنا سره د نکاح حرمت ته مصاهرت وايي .

د کومې ښځې سره چې نکاح شوې وي د هغې د اصولو ( مور او نيا ) او فروعو (لور او لمسۍ ) سره نکاح کول حرام دي او د خاوند د اصولو (پلار او نيکه ) او فرعو (زوی او لمسي ) سره د ښځې نکاح کول حرام دي .

او همدارنګه د کومې ښځې سره چې څوک زنا وکړي يا د نکاح اسباب لکه : لمس ، مچې او نور تر سره کړي نو د هغې ښځې د لور ، لمسۍ ، خور ، وريرې ، مور او نيا سره نکاح کول حرام دي .

جاء في الفقه الاسلامي وادلته :

الزنا، ومثله عند الحنفية و الجنابلة مقدمات الزنا من تقبيل ومس بشهوة، فقالوا: تثبت حرمة المصاهرة بالزنا والمس والنظر بدون النكاح والملك وشبهته؛ لأن المس والنظر سبب داع إلى الوطء فيقام مقامه احتياطاً، وألحق الحنابلة اللواط بالزنا، فقالوا: الحرام المحض وهو الزنا يثبت به التحريم، ولا فرق بين الزنا في القبل والدبر؛ لأنه يتعلق به التحريم فيما إذا وجد في الزوجة والأمة. وإن تلوط بغلام يتعلق به التحريم أيضاً، فيحرم على اللائط أمُّ الغلام وابنته، وعلى الغلام أم اللائط وابنته؛ لأنه وطء في الفرج، فنشر الحرمة كوطء المرأة، ولأنها بنت من وطئه وأمه، فحرمتا عليه، كما لو كانت الموطوءة أنثى.
ويترتب على هذا الرأي: أنه يحرم على الرجل نكاح بنته من الزنا وأخته، وبنت ابنه وبنت بنته وبنت أخيه وأخته من الزنا، وتحرم أمها وجدتها، فمن زنى بامرأة حرمت عليه بنتها وأمها.

(فقه الاسلامي والته ، فتح القدير ۲/۳۶۵ ، المغني ۶/۵۷۷ ، بدائع ۲/۲۶۵ ) .

Print Friendly, PDF & Email