په کوچني باندې د توحيد نوم ايښودل

زما پوښتنه داده چي ایا پر کوچني د توحید نوم ایښوولای سو؟  که فلاً ځواب راته راکړئ کورودانی به مو وي وسلام
نقیب الله
کندهار ولایت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

«توحيد» مصدر د «وحَّدَ» دی يعنې : واحد او يوازې .

«التوحيد» يعنې په الله تعالی باندې ايمان لرل چې هغه يو دی او هيڅ شريک نلري .

په هلک يا نجلی باندې د «توحيد» نوم ايښودل مناسب نه دي .

د الجزاير هيواد څخه يو کس له علماء البلدالحرام څخه پوښتنه کړې ده چې «ما حكم تسمية محل بيع أحذية باسم التوحيد»

يعنې په يو تجاتي محل باندې د «التوحيد » نوم ايښودل څه حکم لري ؟

په ځواب کې ليکي : دا نوم مناسب نه دی جواز نلري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email