څوک چې ده شپي له خوا نوکان واخلي ګناه ده او همدارنګه څوک چې نوکان واخلي په کاغذ کي اچوي او په يو خاص ځای کې ږدي داڅنګه ده

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شپي لخوا د نوکانو اخيستل ، يا د چهار شبنې په ورځ يا شپه د نوکانو اخيستل بد او سپره ګنل په اسلام کې هيڅ اصل نلري دا د جاهليت د وخت د بې اصله سپيره والي عقيده ده (فقه حنفي ابوالمختار ج۱ ص ۱۵۸ – فتاوي يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۲ ) .

نوکان ، د شرمګاه ويښتان او د تخرګ ويښان لپاره زياته موده په اسلام کې څلويښت ورځې ټاکل شوې ده چې تر هغه بايد زيات وخت پري نښودل شي نور د دغه شيان پرې کول او خريل د ورځې او شپې هر وخت جايز دي، خو ځنو فقهاوو د جمعې په ورځ ښه او مستحب بللي دي.

د نوکانو او ويښتانو په ځمکه کې خښول او دفن مستحب او ښه کار دی مګر که داسې کول مشکل يې سيزل او ګرځول او بل ځای ايښودل يې باک نلري .

ذكر أهل العلم أن دفن الشعر والأظافر أحسن وأولى ، وقد أثر ذلك عن بعض الصحابة رضي الله عنهم ، وأما كون بقائه في العراء أو إلقائه في مكان يوجب إثماً فليس كذلك ‏(اللجنة الدائمة ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود ‏

Print Friendly, PDF & Email