السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. هیله ده چې روغ او جوړ به وی. زه یوه پوښتنه لرم هغه داچې:
که چېرې یو څوک خپلو عباداتو ته یو تقسیم اوقات جوړ کړي، یعنې کوم تسبیحات، لمونځونه د قرآن ختمونه … که دغه ځان سره لیکي ددې لپاره چې پوه شي چې ماڅومره عبادات کړي څومره وخت کې ډېر مي کړي او که کم، خو ریاء پکې نه وي خاص ځان سره یې نوټ کوي او دالله جل جلا له رضاء وي نه ریاء آیاداسې کول خو به کومه ګناه نه لري؟
شاولي ځاځی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د شک پرته د ځان سره محاسبه کول نيک کار او شرعي غوښتنه ده او د اطاعت د ښه والی يا نيمګړتيا لپاره جدول جوړول د نفس سره د محاسبې وسيله ده او په دې کار کې حرج نشته جايز دی ځکه د عبادت وسيله ده ، ان شاء الله.
په حديث شريف کې راغلي :« الکيس من دان نفسه ، عمل لما بعدالموت » (رواه الترمذي و الحاکم و البيهقي).
ژباړه : هوشيار هغه کس دی چې د خپل ځان سره حساب وکړي او د آخرت لپاره عمل وکړي .
عمر رضی الله عنه به ويل : « عمر بن الخطاب قال: حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا، وتزينوا للعرض الأكبر، وإنه يخف الحساب يوم القيامة على من حاسب نفسه في الدنيا (الترمذي)
ژباړه: له خپلو ځانونو سره محاسبه وکړې مخکې له دې چې ستاسې سره محاسبه وشي ، او د لوی مقصد لپاره تياری ونيسئ ، يقيناً د قيامت په ورځ به د هغه چا حساب کم او آسان وي چا چې په دنيا کې له ځانه سره حساب کړی وي.
ابی شيبه پخپل مصنف او بيهقي په الشعب کې له مسروق څخه روايت نقل کړی دی چې هغه ويلي : «المرة حقيق أن يکون له مجالس يخلو فيها فيذکر ذنوبه فيستغفر الله فيها.
ژباړه : حقيقي سړی هغه دی چې کله يوازې شي خپل ګناهونه له ځانه سره يادوي او په هغه باندې له الله تعالی څخه بښنه غواړي.
جاء في مرکز الفتاوی الاسلام ويب :
فلا شك أن محاسبة النفس محمودة ومطلوبة شرعًا – سواء المحاسبة على طاعات قصرت فيها, أم على ذنوب فعلتها -وجدولة أوقات الطاعة تعين على ضبط الوقت, فما هي إلا وسيلة لتحقيق تلك المحاسبة, فلا حرج فيها – إن شاء الله -.
فإن محاسبة النفس أمر مشروع ويدل لذلك ما في الحديث: الكيس من دان نفسه، وعمل لما بعد الموت. رواه الترمذي والحاكم والبيهقي، وقال الترمذي: هذا حديث حسن، وتعقب بأن في سنده مقالاً، قال الترمذي: ومعنى قوله” دان نفسه” يقول: حاسب نفسه في الدنيا قبل أن يحاسب يوم القيامة، ويروى عن عمر بن الخطاب قال: حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا، وتزينوا للعرض الأكبر، وإنه يخف الحساب يوم القيامة على من حاسب نفسه في الدنيا.
وقد روى ابن أبي شيبة في المصنف، والبيهقي في الشعب عن مسروق أنه قال: المرء حقيق أن يكون له مجالس يخلو فيها فيذكر ذنوبه فيستغفر الله فيها.
هذا من ناحية الحث على محاسبة النفس عموماً، وأما طريقة الجدولة فإنما هي وسيلة لتحقيق المحاسبة ولا تعتبر بدعة لأنها مجرد وسيلة.
آن لاين اسلامي لارښود