د معذور (مريض) کس اودس

اسلام علیکم ټولو محترمو کار کونکو ته زه یوه پوښتنه لرم حغه دا جی ۔۔یو انسان بواسیر ولري او حغه دا فکر کوي چی له د څخه حوا خارجیګي او د المانځه پر وخت ډیر په عذاب وي د لپاره څه حکم شته د جواب په حیله مننه کوم ۔۔۔

ذاکر له جرمني څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

معذور هغه کس دی چې باد ، ميتيازې ، يا له زخم څخه وينه يې جاري وي او نه دريږي او يا هم استحاضه ښځه ( د حيض په شان مرض دی چې وينه يې جاري وي) .

او په عذر کې شرط دا دی چې هغه به جاري وي د لمانځه په ټول وخت کې .

معذور ته پکار ده چې د خپل مرض درملنه وکړي که مرض يې ښه شو نو عذر يې ختم دی او ښه نه شو عذر پر ځای دی.

د معذور کس اودس :

معذور کس به د هر فرض لمانځه لپاره جلا اودس کوي او په همغه وخت کې تلاوت ، نوافل ورباندې آدا کولای شي مثلاً : د سهار لمانځه لپاره اودس کوي دغه اودس د سهار د لمانځه د وخت په وتلو سره ماتيږي ، د ماسپخين لپاره به جلا اودس کوي او د ماذديګر لپاره جلا لکه چې مارديګر د لمانځه وخت ختم شو نو د معذری اودس هم ختم دی ، د ماښام او ماسختن لپاره به جلا اودس کوي .

په دليل د دغه حديث شريف :«المستحاضة تتوضأ لوقت كل صلاة»

او که ددغه عذر پرته يې پر بل څه اودس مات شو (مثلاً قضای حاجت ) نو اودس يې مات دی .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

ينتقض الوضوء بالخارج من أحد السبيلين إذا كان خروجه في حال الصحة، فإن كان في حال المرض كان معذوراً.
والمعذور كما عرفه الحنفية: من به سلس بول لايمكنه إمساكه، أو استطلاق بطن، أو انفلات ريح أو رعاف دائم أو نزف دم جرح، أو استحاضة

ضابط المعذور: هو ـ في ابتداء الأمر ـ من يستوعب عذره تمام وقت صلاة مفروضة، بأن لا يجد في جميع وقتها زمناً يتوضأ، ويصلي فيه خالياً عن الحدث، كأن يستمر تقاطر بوله مثلاً من ابتداء الظهر إلى العصر. فإن أصبح متصفاً بهذه الصفة، كفى وجوده في جزء من الوقت ولو مرة، كأن يرى الدم مرة فقط في وقت العصر، بعد استمراره في وقت الظهر، ولا يصبح معافى إلا إذا انقطع عنه وقت صلاة كامل، أي أن شرط ثبوت العذر في مبدأ الأمر: هو استيعابه جميع الوقت.
وشرط دوامه: وجوده في كل وقت بعد ذلك، ولو مرة واحدة، ليعلم بها بقاؤه. وشرط انقطاعه وعدم اتصافه بوصف المعذور: خلو وقت صلاة كامل عنه، كأن ينقطع طوال وقت العصر مثلاً.

وحكمه: أنه يتوضأ لوقت كل فرض، لا لكل فرض ونفل، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «المستحاضة تتوضأ لوقت كل صلاة» (1) ويقاس عليها سائر ذوي الأعذار. ويصلي بهذا الوضوء ما شاء من الفرائض والنوافل، ويبقى وضوءه ما دام باقياً بشرطين: أن يتوضأ لعذره، ولم يطرأ عليه حدث آخر كخروج ريح أو سيلان دم من موضع آخر.
ويبطل وضوء المعذور بخروج وقت الصلاة المفروضة فقط،

فقه الاسلامي وادلته ، الدر المختار: 139/1، 281-283، فتح القدير: 124/1-128، مراقي الفلاح: ص25، تبيين الحقائق: 64/1.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email