د نوي کال (نوروز) لمانځل څه حکم لري ؟

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله ده چې روغ او جوړ به ياست او د عافيت جامه مو په تن وي ، يو پوښتنه لرم چې نوی کال د اسلام له نظره (لمانځل ) څرنګه دي د حديثو او فتاوی د کتابونو په حوالو سره .

جان آغا

د نوروز لمانځل څه حکم لري خلک په دغه ورځ باندې نوې جامې اغوندې ، خپلوانو لره سوغاتو وړي ، هفت ميوه برابروي او دا ورځ د اختر پشان لمانځې آیا د دغه ورځې لمانځل جايز دي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 د نوروز ميله يا اختر د مجوسيانو اختر دی په هغه کې کډون کول او ددې ورځې لمانځل حرام دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه (اخترونه) مروج وو چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولی رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟ هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« ( إن الله قد أبدلكم بهما خيرا منهما يوم الأضحى ويوم الفطر»([1]) .

يعنې : يقيناً الله تعالی تاسې د پاره دا ورځې په غوره ورځو بدلې کړې چې هغه د فطر او قربانۍ اخترونه دي .

يعنې د جاهليت د زماني اخترونه د اسلامي اخترونو (د فطر او قربانۍ ) اخترونه په ټاکلو سره بدل شول ، نوروز د جاهليت په زمانه کې د اور پرستو اختر وو .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِنَّ لِکُلِّ قَوْمٍ عِیدًا وَهَذَا عِیدُنَا »([2]).

يعنې : د هر قوم او ملت لپاره اختر دی او زمونږ دغه اختر دی (کوچنی او لوی اختر ) .

په موسوعة الفقهې کې راغلي چې :

د کفارو په اخترونو کډون کول حرام دي ځکه د هغوی په اخترونو کې کډون کول د هغوی سره مشابهت کول دي چې په دغه وعيد کې راځي « من تشبه بقوم فهو منهم» (څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي له هغوی څخه دی ) . ددې معنی دا ده چې مسلمانان به د کفارو له شعائرو او کفري عقائدو نفرت کوي .

موسوعة الفقهية وروسته زياتوي او په دې باره کې د عبدالله بن عمر (رضی الله عنه) قول را اخلي چې په واضح ټکو سره د نوروز په اړه وايي : [من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك , حشر معهم يوم القيامة . ولأن الأعياد من جملة الشرع والمناهج والمناسك التي قال الله سبحانه وتعالى : ( لكل أمة جعلنا منسكا هم ناسكوه ) كالقبلة والصلاة والصيام ، فلا فرق بين مشاركتهم في العيد وبين مشاركتهم في سائر المناهج , فإن الموافقة في جميع العيد موافقة في الكفر , والموافقة في بعض فروعه موافقة في بعض شعب الكفر]([3])

يعنې : څوک چې د عجمو په ښارونو کې د نوروز او مهرجان اخترونه ترتيبوي ، لمانځنه يې کوي او ګډون پکې کوي او هغوی سره مشابهت کوي تر څو وفات شي (د دغه عمل څخه توبه ونباسی ) ، د قيامت په ورځ به د هغوی سره حشر کيږي . ځکه اخترونو د شرع ، منهج او مناسکو له جملې څخه دي ، الله تعالی فرمايي : [لكل أمة جعلنا منسكا هم ناسكوه] لکه : قبله ، لمونځ ، روژه ، نو په اختر کې شرکت او په نورو ټولو ديني شعائرو کې شرکت او کډون فرق نلري ، نو موافقه په ټولو شعائرو اصلاً موافقه په کفر سره ده او موافقه په ځينو فروعاتو موافقه په ځينو برخو د کفر باندې دلالت کوي .

همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

ژباړه: که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت يې د دغې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي .

امام ذهبي رحمه الله پخپله رساله « التمسک بالسنن و الحذير من البدع » کې ليکي :
” أما مشابهة الذِّمة في الميلاد ، والخميس ، والنيروز ، فبدعة وحشة”.
فإن فَعلها المسلم تديُّناً فجاهل ، يزجر وُيعَلَّم ، وإن فعلها حُبّاً [لأهل الذِّمة] وابتهاجاً بأعيادهم فمذموم أيضاً، وإنْ فعلها عادةً ولعباً، وإرضاءً لعياله، وجبراً لأطفاله فهذا محل نظر، وإنما الأعمال بالنيَّات، والجاهل يُعذر ويبين له برفق، والله أعلم “([4])

ژباړه : د اهل ذمه مشابهت په مولود ، خميس او نوروز کې بدعت دی ، کوم مسلمان يې چې په مذهبي توګه لمانځې جاهل دی د هغه ملامت کول او پوهول پکار دي او څوک يې چې د (اهل ذمه ) سره محبت لرلو په نيت لمانځې ناوړه او حرام عمل دی او څوک يې چې د عادت ، لوبو او د اهل د رضا کولو په نيت دا کار کوي نو دا بحث خبره ځکه هر عمل په نيت پورې تعلق لري ، ناپوهه معذور دی د هغه په مهربانۍ سره پوهول پکار دي .

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی مشابهت دی .

د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول دي.

([1]) – ابؤداود ۱۱۳۴ ، نسائي ۱۵۵۶

([2]) – رواه البخاري .

([3]) – الموسوعة الفقهية” (۱۲/۷)

([4]) – نقل من مجلة الجامعة الإسلاميةعدد ۱۰۳، ۱۰۴ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email