د ښځو د ګاڼو زکات څنګه ادا کيږي ؟

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی زه یوه پوښتنه لرم اوهغه داچی زما دمیرمنی طلا ده تقریبا ددوه لکه یادوه لکه اولس زره افغانیوپه ارزښت کال هم پری تیرشوی اوزه قرضدارهم یم آیازکات پرمونژواجب دی کنه که واجب وی نوپه کومه اندازه باید زکات ورکړو. ستاسوژرترژره دځواب په هیله
مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سرو زرو د زکات نصاب (20) طلايي مثقاله دی چې د جمهورو معاصرو فقهاؤ په نزد (85) ګرامه کيږي .

کوم ښځه چې ۸۵ ګرامه يا تر هغه زيات سره زر ولري مالک نصاب بلل کيږي د کال په تريدو سره زکات ورباندې فرض دی .

د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا 2.5%

کچېرې نغدي پيسې ونلري نو څه اندازه سره زر دې ورته خرڅ کړي .

د زکات د حساب لپاره بايد د مستعملو سرو زرو نرخ په نظر کې ونيول شی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email