په حج او عمره کې د ښځو د ويښتانو کمول ؟

السلام علیکم محترمو!  زما پوښتنه داده چې یو نارینه حاجي خوبه یادسر ویښتان کلوي یا به قصر کوي ، نو محترمو! ښځه به په حج کې دسر ویښتانو څنګه کوي؟

ريحان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځه به په عمره کې د صفا او مروه تر مينځ سعي کولو او په حج کې له قربانۍ وروسته د خپل سر ويښان را ټول کړي او يوازې د ګوتې د بند په اندازه ويښتان به ځنې قيچي کړي او بس .

أما التقصير بقدر الأنملة فللمرأة من جميع شعرها، ويجزئ الرجل إما قريباً من أصل الشعر، أو من الأطراف، بنحو الأنملة. ولا يجزئ حلق بعض شعر الرأس للذكر، ولا تقصير البعض للأنثى(فقه الاسلامي وادلته )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي