ايډز څه شی دی ،له څه نه پيداکيږي او مخنيوی په څه کې دی

 

ايډز څه شی دی ،له څه نه پيداکيږي او مخنيوی په څه کې دی
ايډز (ADIS) چې مخفف د Acquired Deficiency Immune Syndrome دی معنی يې  د بدن دفاعی وسيلو تباه کول  .
د اول ځل لپاره دغه ويروس په کال د 1979 د نيويارک په ښار کې کشف شو په همدې وجه امريکا ددی وايروس اولين زيژنتون بلل کيږي .
د ايډر په مرض اخته کسان تر دريو کالو سخت په غذاب وي او ورسته يې پايله په مرګ ختميږي .
له ٪100 څخه کوم چې پدې مرض اخته شوي وي ٪48 په لومړی کال مري ٪75 په دوهم کال مرې او کوم چې دريو کالو ته ووځې ٪92 مري بلاخره ورستی لاره هلاکت دی .
د امريکی يو فلمی ستوری چې (راک ګيدسان) نوميږي چه د ايډز په مرض ګرفتار دي خپل حال داسې بيانوي :
زه د مرګ په انتظار يم چې څه وخت به راته دروازه وټکوي او زه به په ټوله هستی دهغی غږ آروم ، زه هيڅ کله داسې نه غواړم او نه مې غوښتل چې دومره په سخت عذاب دې اخته وم سره لدې چې ډيري تداوی مې هم وکړي ولی بيا هم د مرګ په انتظار يم .
ايډز له څه نه پيداکيږي
ددی مرض اصلی عامل زنا ، لواطت او نور حرام جنسی افعال دی چې د لواطت سهم نظر زنا ته ذيات دی طبابت دې نتيجی ته رسيدلی چې ٪ 75 ايډز له زنا او لواطت څخه پيدا کيږي بدون له زنا ، لواطت او نور حرام جنسی افعال په مواد مخدره او په مصنوعی ډول بارداری څخه پيدا کيږي چې (دواړه په اسلام کې حرام دی ) .
د ايډز ويروس سخت خطرناک دی په ډيره تيزی سره په بدن کې سرايت کوي او دبدن هغه حجرات چې د امراض څخه د بدن دفاع کوي له منځه وړي چې په نتيجه کې د بدن دفاعی سيستم له منځه ځې انسان ورځ په ورځ ضعيفيږي او بلاخره د هلاکت سبب ګرځې .
د ايډز د انتشار اصلی مراکز
ايډز له هغو هيوادونو څخه را پيدا شوي چې ځانونه د بشر د حقوقو حاميان بولی او دزنا او لواطت آزادی د حقوق يو آساس بولی ، په لاندې جدول کې يوه پخوانی سروی ښی چې 30 د مې 1985 د مريضانو شميره څومره ده .
د هيواد نوم د مريضانو شميره
امريکا 1207
برازيل 480
فرانسه 392
جرمنی 279
برطانيه 179
بلجيکا 99
مګر دغه شميره ورځ په ورځ ذياتيږي د امريکا احصايې 1986 کال کې په نشر ورسيده په يوه هفته کې يوازی 360 ذياتيږي اوس وخت کې خو بې حده ذيات شوی دی .
د ايډز پر وړاندې مبارزه
د ايډز پر وړاندې مبارزه دوه اړخونه لری ، اسلامې او ديموکراسی
اسلام خو سوونه کاله مخکې ددی د اصلی عامل د مخنوي پوره پوره تدابير نيولی زنا ، لواطت او نور شيطانی جنسی افعال يې حرام ګرځولی دی .
خو ديموکراسې چې شهوت يې پر عقل غالب دی پدی نظر ده چې بايد د طبابت له لاری ورسره مبارزه وشی ديموکراسی چې په فحاشت بنا شوی وايې د زنا او لواطت منع کول د بشر د حقوقو پایمالول دی .
نو پدی خاطر د ايډز د مخنوی لپاره په ميليونو دالر مصرفوي ولی هيڅ کومه نتيجه نه ورکوي
په امریکا کې د کال مصارف 10 ميليارده دالرو ته رسيږي .
پدی اړه د اسلام نظر
زمونږ عقيده خو داده چې د هر مرض لپاره دوا شته
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ما انزل الله داء الا أنزل له شفاء (بخاری )
الله داسې کوم مرض ندې پيداکړی مګر د هغه لپاره يې شفا هم پيدا کړي
که څه هم چې زمونږ په عقيده د هر درد لپاره دوا شته ولی د ايډز مرض له نورو امراضو سره فرق لري .
دا د نورو مرضونو په څير يو عادی مرض ندی بلکی دا د خدای ج قهر دی لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې اشاره ورته کړی ده :
لَمْ تَظْهَرَ الْفَاحِشَةُ فِي قَوْمٍ قَطُّ. حَتَّى يُعْلِنُوا بِهَا، إِلاَّ فَشَا فِيهِمُ الطَّاعُونُ وَالأَوْجَاعُ الَّتِي لَمْ تَكُنْ مَضَتْ فِي أَسْلاَفِهِمُ الَّذِينَ مَضَوْا. (ابن ماجه)
په کومو خلکو کې چې زنا او لواطت په ښکاره خواره شی په دوی کې وبا او داسې ناروغی خوره شي چې له تاسې مخکی خلکو به نه وی ليدلی .
همدا ايډز او سفليس هغه مرضونه دی چې پخوا خلکو نه ؤ ليدلی .
مخنيوی
مخ نيوی يې يوازی په قرآنی احکامو کې دی اوبس
 
                                                                          
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 84 times, 1 visits today)