د بې لمانځه خپلوانو سره د خپلولۍ کټ کول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمه زمایوه پوښتنه ده هیله ده ځواب یې راته راواستوۍ
هغه داچې زه په ایران کې اوسیږم زماسره یو ورور چې له ماڅخه مشر دی او ۳کسه دماما زامن چې هغوی هم له ماڅخه مشران دي په اتاق کې اوسیږي داورورمی  له ماڅخه  جداکوراوژوند لری په افغانستان کې اوس نو زمادا۴ انډيوالان یو هم لمونځ نه کوي په وعض اونصیحت خو یې هیڅ امکان ونه لاره اوما خپل ټول وس وکړ
اوس زمامسولیت ددوی په حق کې څه دی  البته زه کولای شم هغوی له اتاق څخه وشړم چې په دې کارسره زمامور چې افغانستان کې ده له ماڅخه خفه اوناراضه شي  اودوی که هرچیرته وی بیاهم زه پوهیږم چی بدبختان لمونځ  نه کوی که زماسره وی اوکه بل چیرته اوس راته ووایاست چې  زه خوبه نه ګناهګاریږم ددوی سره په ژوند کولو زما مسولیت څه دی.
وسلام
عمر تهران ایران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغوی ته نصيحت او په نيکۍ باندې أمر کول پر تا باندې واجب دي چې دا کار مو تر سره کړی دی او خپله غاړه او خپل مسئوليت مو ادا کړی دی .

بيا هم هغوی ته نصيت وکړه او د لمانځه د تارک حکم ورته بيان کړه لکه په دغه لاندې لينک کې

د لمانځه ترک کوونکي ته څو مختصر نصيحتونه

د فاسقو خپلوانو سره د خپلوی کټ کول څه حکم لري ؟

د خپلوانو سره د خپلولی پالل واجب دي او د هغه کټ کول ګناه ده ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ] [النساء:1].

ژباړه : او د هغه الله څخه ووېرېږئ چې (د هغه په نوم ) يو له بله سوال کوئ او له خپلوانو سره ( د اړيکو له غوڅولو څخه ووېرېږئ ) بې شکه الله پر تاسې څارونکی دی .

مګر کچېرې سړي په دې باندې یقين او غالب ګمان ولري چې که چېرې روابط ورسره پرې کړم يا ورڅخه جلا شوم نو اصلاح به شي د اصلاح پخاطر داسې کول جايز دي .

مګر که غالب ګمان دا وي چې دا کار هم څه ګټه نه رسوي نو د هغوی سره د خپلوی او روابطو ګټ کول پکار نه دي ، او همدارنګه د خپلې مور رضايت هم مهم دی ، پس په همدې باندې صبر کوه او تالره به لوی اجر وي ان شاء الله .

او هغوی ته په نيکۍ امر کول او نصيحت کول ، او هغوی د دعا کول هيڅکله مه ترک کوه ، ستا نيک سلوک او ستا عاجزانه نصيحت به حتماً پر دوی تأثير کوي که تأثير ونه کړي ستا د پاره به د دعوت الی الله اجر وي .

جاء في فتاوی اسلام ويب :

وأما صلة الرحم فإنها من الأمور التي حث عليها الشرع الحنيف وحذر من قطعها أيما تحذير، وقرن قطعها بالفساد في الأرض، قال الله تعالى: فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ [محمد:22]، وتجب صلة الرحم ولو كان صاحبها تاركاً للصلاة أو في حالة أخرى من الكفر أو الفسق، ولكن المرء إذا علم أن قطع إخوته الفساق وهجرانهم يمكن أن يؤدي بهم إلى الاستقامة وصلاح الحال فعليه أن يهجرهم، وراجع في ذلك الفتوى رقم:.

وعليه؛ فإن كنت لا ترجو من قطيعة إخوتك أن يرتدعوا عن ترك الصلاة فعليك بصلتهم استجابة لأمر الله وإرضاء لوالدتك، ولا تمل من موعظتهم وتذكيرهم بالله واليوم الآخر أثناء صِلاتك بهم، ولك الأجر الكثير في ذلك ولو لم يستجيبوا، وليس للصلة مدى محدد ولا كيفية ثابتة، وإنما هي خاضعة للعرف والظروف.(رقم الفتاوی ۴۶۶۷۷ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email