السلام عليکم بعد;زه په جرمني کي اوسيږم اوپه داسى دوکان کې کار کوم چې ده خنزیر غوښه پکې خرڅېږي او په المان کې کي چي هرځاى کار کوي يا به پکې خنزیر وى او يا به شراب نو څه وکړو اوس مننه ستاسو ده ځواب په هيله

ش . افضل – جرمني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي شريعت عامه قاعده ده کوم شی چې حرام وي د هغه بيع او تجارت په هغه کار او مرسته کول هم حرام دي .

په کوم دوکان کې چې د خنځير غوښه او شراب خرڅيږي په هغه کې کار کول جواز نلري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (إن اللَّه حرم بيع الخمر، والميتة، والخنزير، والأصنام )، يعنې : الله جل جلا له  حرام کړي ده بيع د شرابو ، مردارې ، خنزير او بتانو) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :لعن الله الخمر وشاربها وساقيها وبائعها ومبتاعها وعاصرها ومعتصرها وحاملها والمحمولة إليه وآكل ثمنها. رواه أبو داود.
يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابو ، د هغه په څښونکي ، ساقي ، خرڅونکي او اخيستونکی ، جوړونکي ، ساتونکي ، حمل او نقل کوونکي او د هغه د پيسو او اجرت خوړونکي .

جاء فی فی فقه المعاملات المعاصرة :

للمسلم إذا لم يجد عملاً مباحاً شرعاً العملُ في مطاعم الكفار، بشرط أن لا يباشر بنفسه سقي الخمر، أو حملها، أو صناعتها، أو الاتجار بها، وكذلك الحال بالنسبة لتقديم لحوم الخنازير ونحوها من المحرمات.

مجمع الفقه الإسلامي، جدة، الدورة الثالثة، القرار رقم (11)، السؤال العاشر.

کچېرې په ټولو خوراکه پلورنځيو کې شراب موجود وي نو تاسې د بل مباح کار په لټه کې شئ يعنې د خوراکه فروشی بغير کوم بل دوکان کې کار ولټوئ ، په هغو دوکانو او هوټلونو کې چې د شرابو او خنځير او مرداره غوښه تياريږي په هغه کې کار کول جايز نه دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email