د اسلام څخه مخکې ما په يو خيالي عالم کې ژوند تيرولو ، يوازې د خواهشاتو عالم ، یو بدکاره انسان وم له لهو لعبو او شراب څښلو سره مي مينه لرله او کله کله به کليسا ته هم تللم .

وروسته د «سمولينک » ښار څخه د «مسکو» ښار ته د کار او کسب لپاره لاړم هلته د دريو تاجکستاني ځوانانو سره بلد شوم چې عمرونه يې د ۱۶ کلونو وو ، هغوی به لمونځ کولو مګر له هغوی څخه يو ځوان په لمانځه ډير ټينګ وو چې هيڅکله به يې لمونځ نه ترک کولو .

يو ورځ د شرکت مُدير ورته وويل : دا تجارتي ځای دی جومات نه دی ، ته بايد نور پخپل کور کې لمونځ وکړي ځکه داسې کول هم جايز او رواه دي لکه څنګه چې ځنې نور کسان همداسي کوي .

ځوان په ځواب کې ورته وويل : هيڅ امکان نلري ، زه له الله تعالی څخه ويريږم هيڅ امکان نلري چې دلته پخپل لمونځ ونه کړم .

مونږ به چې کله شراب او د خنځير غوښه او نور د اسلام خلاف کارونه تر سره کول نو هغه ځوان به له مونږ څخه لرې شو او ويل به يې زما دين د داسې شيانو دين نه دی .

هغه به ماته ويل راځه چې لمونځ وکړو ما د اسلام څخه مخکې د هغه سره لمونځ کولو ، دواړه به يو ځای پر جای نماز باندې ولاړ وو او د کار پر مهال کې مو لمونځ کولو ، سوره فاتحه او سوره فيل او نور سورتونه به يې لوستل .

ما لومړی سوره فاتحه او د فيل سورت يادل کړل او بيا د القارعه سورت چې څه اوږد وو او زما لپاره سخت وو خو دا چې عجيب تأثيرات پکې وو هغه مې هم ياد کړ چې د اسلام راوړلو پس زما تر ټولو خوښ سورت همدا (القارعه ) سورت وو.

د لمانځه احکام يې د «شروط صلاة» له کتاب څخه را زده کړل کوم چې په روسي ژبه ژباړل شوی وو او په هغه کې د لمانځه احکام ، د ادا کولو طريقه او ځنې سورتونه موجود وو .

زما دغه مسلمان ملګری يو صبور او مواضع انسان وو .

د اسلام څخه مخکې به ما فکر کولو چې د مسلمانانو ځانته نبي دی او زمونږ مسيحيانو ځانته نبي دی مګر کله مې چې په قرآن کې د عيسي عليه السلام او مريم ذکر وليد حيران شوم او ټول هغه پيغمبران چې ما پيژندل لکه : آدم ، ابراهيم ، موسی ، سليمان او نور په قرآنکريم کې يې په اړه ذکر راغلی وو او زه پوه شم چې دا ټول مسلمانان دي او مسلمان هر هغه شخص ته وايي چې مؤمن وي .

شيخ فهد ورڅخه پوښتي :

هغه لحظه که راته په تفصيل بيان کړې کوم وخت چې په اسلام کې داخل شوې او شهادتين مو ولوستل ؟

روسی مسلمان (عبدالله) په ځواب کې وايي :

زه په جومات کې وم ډير ويرېدم داسې ګمان مې کولو چې خلک مې حلالوي ځکه دوی داسې ګمان کولو چې پر مونږ مسخري کوي .

هغوی به ويل : روسی راغلی دی تر څو پر مونږ پورې وخاندي .

په پيل کې مې داسې اراده وکړه چې فرار وکړم او وتښتم بيا مې له ځانه سره وويل : چې دا سمه نده هغوی مې ويني دا خو د الله کور (جومات ) دی .

کله چې په اسلام کې داخل شوم داسې احساس مې وکړ چې وړوکی پاک طفل يم .

په هغه لحظه کې مې چې کوم احساس وکړ صفت يې تاته نشم بيانولای داسې لکه څوک چې سپوژمۍ ته ورسيږي او پوښتنه ورڅخه وکړي چې احساس دې څنکه دی او ته د سپوژمۍ پر سطحه وې .

د اسلام څخه مخکې به د هيڅ سبب پرته پتنګ ، پريشانه او خفه وم ځکه چې زړه مې له ايمان څخه خالي وو .

روسی مسلمان غير مسلمو ته وايي:

ای غير مسلمو ! واروئ زه هم ستاسې پشان وم ، له اسلام څخه مخکې به مې فکر کولو چې اسلام د سختۍ دين دی مګر داسې نه ده اسلام په حقيقت کې د آسانی او عدل دين دی .

کچېرې تاسې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت ولولئ نو بيا به پوه شئ چې هغه هيڅکله ظلم نه دی کړی.

روسی مسلمان د قرآن په اړه وايي :

قرآن د الله تعالی کلام دی زما لپاره برکت او رحمت دی ، زه په دې پوه شوی يم چې کله قرآن لولم زما لپاره ژوند آسانه کيږي او په هغه داسې شيان مومم چې کارونه راته آسانه کوي ، دا په دې معنی چې الله تعالی مونږ داسې څه ټاکلي دي چې زمونږ پکې خير دی.

مصدر :بالقرآن اهتديت – قصة اسلام روسي بسبب سورة القارعة

Print Friendly, PDF & Email