السلام علیکم مولوي صاحب پوښتنه:زه په یوه اروپایی هیواد کې یم دلته راته دغه خلکو [نرسینګ د معاون] په برخه کی د تعلیم زمینه برابره کړې چی پس له تعلیمه به مو وظیفه د [زړو خلکو خذمت اویا هم په هسپتال کی د مریضانو خذمت وي زما مطلب د هغو پالنه به کوو او ساتنه به کوو

د اسلام له نظره دا کار څنګه دی

د ځواب په هیله ….

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غير مسلم سره په لاندې شرايطو کار کول جايز دي .

۱- نومړي کافر به حربي نه وي يعنې د مسلمانانو سره به د جنګ او جګړې په حالت کې نه وي .

۲- نومړی کار به ذاتاً او آثاراً جايز وي حرام به نه وي ، ذاتاً داسې چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه شراب ، سود ، غلا ، ظلم ، غصب  وغيره .

او اثاراً دا چې هغه کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي لکه  : په ټولنه کې د فحشاء خورول ، د بې دينی خورول ، د منکراتو خورول ، کافرانو ته د مسلمانانو جاسوسې کول ، د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کافرانو مرسته کول وغيره چې دا بيا اشد موالات بلل کيږي د ايمان د زوال او ارتداد سبب ګرځي .

۳-  د غير مسلم سره د مسلمان مزدورې او کار کول به د ده دين ته ضرر نه وي مثلاً د لمانځه د قضا کيدو ، يا د جماعت د منع او یا داسې چې په منکراتو حکم ور ته کوي چې ږيره وخريه وغيره .

لنډه دا چې دا کار او مزدورې به د ده دين ته ضرر نه رسوي .دی به د خپل دين شعائر لوړ ساتي او د کافر په مذهبی شعائرو ، عقيدتي امور کې به بالکل کډون نه کوي  .

حنفي فقهاوو هغه کار چې په هغه کې د مسلمان خواري او ذلت وي مکروه بللی دی لکه : د کافرانو پاککاري ، آشپزې ، او نور داسې خدمات چې په هغه کې د مسلمان ذلت وي مګروه دی .

نور تفصيل دلته ولولئ

http://www.dawat610.com/archives/2500

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email