قرآنکريم ۱۴ سوه کاله مخکې دې مطلب ته اشاره کړې ده چې کافران او د الله تعالی د وجود څخه منکر ملحدان په خپل زړه کې د الله تعالی په وجود باندې اعتراف کوي مګر د عناد او کبر له کلبه په ظاهره اقرار نه کوي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
: [ وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ] (النمل: 14).
ژباړه: او د ظلم او غرور له کلبه يې ترې انکار وکړ سره له دې چې زړونه يې ښه پرې باوري شوی وو . نو وګوره چې د مفسدانو پای څنګه دی ؟
نوي تحقيقاتو ثابته کړې چې ملحد له الله تعالی څخه ويريږي ، کله چې هغه ته د الله تعالی نوم واخيستل شي نو د ننه په بدن کې يې د ويرې او ډار انقلاب رامينځته کيږي .
د فولنډ د « Helsinki» پوهنتون په ۲۰ کسه ملحدانو آزموينه تر سره کړي ده داسې چې د هغوی زړه او دماغ يې د پرمختللو وسائلو په وسيله چک کړی هغه پرمختللي وسائل کوم چې د انسان په بدن کې د ډار او ويرې رامينځته کيدل ، درواغ ويل او نور کشفوي .
هغوی په دغه آزموينه کې وموندله چې کله ملحد ته د الله تعالی نوم واخيستل شي نو په دماغ يې د ويرې او ډار مرکز په فعاليت راځي يعنې د ننه په بدن کې يې ويره او ډار مينځته راځي ، يعنې ملحد د خپلې وينا برعکس دی ظاهراً د خپل خالق څخه انکار کوي ولی په باطل کې په هغه اعتراف کوي او ورڅخه ويريږي .
د دوکتور عبدالدائم ويديويي راپور دلته ولولئ