سخت دريځه آلمانی «آرتو فاګنر» مسلمان شو

د آلمان د اسلام دوښمن افراطي (د آلمان لپاره بديل) ګوند رهبر په اسلام مشرف شو .

د «روسيا الیوم» سايټ د «بيلډ» آلماني ورځپاڼې په حواله ليکي : د آلماني د افراطي ګوند غړی «آرتو ګنر» په اسلام مشرف شو او د اسلام راوړلو وروسته يې وويل : مسلمانان مې صادق او مخلص کسان وموندل .

هغه د اسلام راولو له اسبابو څخه يو سبب د کليساوو د نظريات اختلاف وباله .

هغه په ښکاره د همجنس بازانو ( لواطت کارو) پر وړاندې خپل مخالفت اعلان کړ او ويې ويل : چې له مسلمانيدو وروسته مې تهديد کوونکي پيغامونه تر لاسه کړي دي .

نوموړي سياست پوه له اسلامي زده کړي او محلي سياست سره خپله علاقه وښوده او ويې وويل : غواړم د آلماني دولت او مسلمانانو تر مينځ د ارتباط پل وګرځم .

د اسلام راوړلو وروسته يې خپل نوم احمد ته تغير کړ او غواړي په کليسا کې خپل غړيتوب لغوه کړي .

آن لاين اسلامي لارښود – المسلمون في العالم

Print Friendly, PDF & Email