د افريکا د «بنين» په هيواد کې د ۱۴۰۵ کسانو اسلام راوړل

د «نما الخيريه » دعوتي مؤسسې اعلان وکړ چې د افريکا د «بنين» په هيواد کې ۱۴۰۵ کسان په اسلام مشرف شول .

نومړۍ دعوتي مؤسسه وايي : د «بنين» په هيواد کې مو پنځلسو کليو ته د «نور الاسلام» په نوم د دعوت الی الله کافله وليږله چې د دعوت الی الله په نتجه کې ۱۴۰۵ کسان په اسلام مشرف شول ، یوازې مو د هغوی د شهادتين په ويلو بس والی ونه کړ بلکي هلته مو خپل دعوتګران پريښودل تر څو د اسلامي تعليم او دعوت الی الله بيرغ لوړ وساتي .

د «نماد الخيريه» مؤسسې مرکزي دفتر په مکه مکرمه کې دی چې د نورو هيوادونو سربيره په افريکا کې خلک د بتانو له عبادت څخه د يو الله عبادت او بنده ګۍ رابولي د دوی په هڅو سره تر اوسه پورې (۱۰۷۰۰۰) کسان مسلمان شوي دي ، ۵۱۵ کلي د بتانو او بت پرستی څخه پاک شوي او ۳۱۷ قومي اميران او مشران مسلمان شوي دي ، ۷۵ جوماتونه او ۶۵ د اوبو چاه ګانې هلته آباد شوې دي .

مصدر : شبکة الالوکة

الله تعالی دې مونږ ته هم د دين او مسلمانانو د خدمت توفيق راکړي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email