طلاق او د طاغوت «خانه امن»

سلام ، خانم من بدون کدام موجب از من تفریق میگره من حاضر نیستم آنرا تفریق کنم و او کدام کسی دیگر را انتخاب کرده که  او آدم جاهل خدا ناترس میخواهد که زن را مجبور کند که طلاق بگره و ما صاحب یک دختر سه ساله هم استیم من به هیچ صورت حاضر نیستم تفریق کنم ……..و دیگر اینکه همو آدم احمق همین زن را ۱۴روز پیش خود نگاه کرده بود و بعد از آن که ما ثبوت بالای آن پیدا کردیم زن را خانه امن تسلیم کرد و حالا زن از من خواهان تفریق است و دخترکم هم پیش همان زن است در خانه امن  تشکر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نکاح د عقد له مينځه وړلو لپاره دری شرعی طريقې دي :

۱- طلاق يوازې د نارينه صلاحيت دی چې د مجبوريت پر مهال اسلامي شريعت اجازت ورکړی دی .

۲- خلع اسلامي شريعت د سخت مجبوريت پر مهال ښځې ته د خلع صلاحيت ورکړی دی ، خلح د مال په بدل کې له خپل خاند څخه د عقد نکاح پري کول دي ، د مهر په اندازه مال او يا تر هغه کم او کچېرې نشوز (خرابی ) په ښځه کې وي د مهر څخه زيات مال هم ورڅخه اخيستلای شي .

او هره ښځه چې مجبوريت او عذر پرته خلع غواړي د هغه په اړه سخت وعيدونه راغلي دي .

۳- تفريق ( د خاوند او ښځې  تر مينځ جلاوالی) چې دا بيا د شرعي قضا او شرعي محکمې صلاحیت دی ، او تفريق د لاندې عيبونو په صورت کې وي کچېرې ښځې د هغه د زغملو توان ونه لري .

۱- د جنسي قوي له لاسه ورکول .

۲- جنون او ليونی کيدل او نور هغه مرضونه چې اسلامي فقهې د تفريق لپاره شرط ګرځولي دي .

۳- د جمهورو په نزد د ښځې د نفقې نه ادا کول .

۴- د ضرورت پرته غيابت او ښځې سره نه اوسيدل او نور دي .

چې د طلاق وروسته به د خاوند په کور کې عدت تيروي او په نورو حالاتو کې د ښځې لپاره د امن غوره ځای د پلار کور دی .

او پاتې شوه د «خانه امن » مسئله ، دا بيا د غربي ډيموکراسۍ په اصطلاح خشونت علیه زنان طاغوتي قانون دی ، کوم چې د ښځو د بغاوت ، شرعي حدودو ماتولو او بل ملګري پيدا کولو او بلاخره په ټولنه کې فحشاء خورلو لپاره يې په لاره اچولی دی او ددې طاغوتي قانون له مخې به د هيڅ ښځې او سړي مشکل حل نه بلکي نور به هم زياتيږي ……

د الله تعالی لعنت دي وي پر کافرانو او د هغوی په لعنتي قانون باندې او د الله تعالی لعنت دي په هغه چا څوک چې د اسلام په خاوره کې د قرآن پر ځای د کفر د قانون تحکيم غواړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email