د ضعف او سقوط عوامل :

۱- د دين څخه لريوالی او ايماني ضعف ، کوم قوي او راسخ ايمان او تقوی چې د عثماني خلافت لومړنيو حاکمانو لرله په آخري حاکمانو کې نه وه او په دغه آخري عصر کې عسکري قوتونه ضعيف شول او کليدي پستونه نا اهله کسانو ته وسپارل شول .

۲- علم ته اهتمام نه کول او د علماوو ضعف ، مخکې مو وويل چې د عثماني خلافت لومړيو خلفاوو علم ته ډيره توجه کوله او د علم نشر او خپرول يې خپل مسئوليت بللو ، مګر ددې خلافت ورستيو خلفاوو علم ته توجه نه کوله او د هغه پر ځای پخپل هوا او هوس کې اخته وو او له بلې خوا علماوو هم د دين په رسولو کې سستي اختيار کړه .

۳- پرديو اسلام دوښمنو ته امتياز ورکول ، ځنې قراردادونه چې عثمانيانو او اورپايانو تر مينځ وشول ددې سبب شول تر څو صليبيان د خلافت په د ننه کې مداخله وکړي او په پوره مکر او فريب سره د اسلامي قيادت د نړولو پلانونه جوړ کړي لکه : دا شعارونه چې د نصاراوو له حقوقو څخه دفاع ، تفرقې او قوميت ته لمن وهل ، په مسلمانانو کې شبهات اچول او نور وو .

کفري توطيه او د عثماني خلافت سقوط :

عثماني خلافت د ټولې کفري نړۍ د سترګو اغزی وو ، هيڅ کفري قوت ( روسیه ، اورپا ، امريکا او نورو ) يې د مخامخ مقابلې توان نه لرلو .

ځکه صليبي کفارو د دوی څخه مخکې هم په صليبي جنګونو کې سخته ماتې خوړلی وه او د عثماني خلافت پر وړاندې يې د مخامخ مقابلی کولو هيڅ توان نه لرلو .

نو صليبي مستشرقين دې نتجه ته ورسیدل چې مونږ د مسلمانانو مخامخ مقابله نشو کولای نو بايد د هغوی د مقابلې لپاره له نورو لارو څخه کار واخلو او په لومړي قدم کې بايد د ننه څخه عثماني خلافت له مينځه يوسو او په دوهم قدم کې مسلمانانو د شرعي سياسی نظام څخه بې برخې کړو يعنې ( دين له سياست څخه جلا کړو ) .

عثماني خلافت يې د يو یهودي اتاترک په وسيله نسکور کړ .

او په اسلامي امت کې يې کفري ډيموکراسي رواج کړه يعنې له سياست څخه يې شريعت لرې او پر ځای يې غربي ډيموکراسي رواج کړه ، لومړی يې په مصر کې وضعي آساسي قانون جوړ کړ هلته يې تطبيق کړ او بيا يې په ترکيه او نورو اسلامي هيوادونو کې تطبيق کړ او اوس مهال يې تقريباً په ټول امت کې د شريعت پر ځای ډيموکراسي ځای پر ځای کړي ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email