د اندلس فتح او په اورپا باندې د مسلمانانو ۸۰۰ کاله حکومت

اندلس (اوسنی اسپانیا ، پر تګال او د فرانسې جنوبي برخې) د اروپا په جنوب غرب کې پروت دی چې لودیځ خواته يې بحر محیط او ختیځ او جنوب خواته يې سپینه بحیره پرته ده .

د اندلس فتحه :

د اموي خلافت د خليفه «وليد بن عبدالملک بن مروان ) د خلافت په وخت کې اسلامي لښکر د موسی بن نُصَير په مشرۍ د افريکا د لويې وچې زياتې سيمې فتحه کړې .

دغه مهال د ايبریه ( آسپانيا او پرتغال ) پاچا وفات شو او پر ځای يې د هغه زوی پر تخت کيناست د څه وخت حکومت کولو ورسته د خپل فوځې (لذريق) لخوا قتل شو او هغه يې پر ځای پر تخت کيناست چې زيات ظالم او متکبر انسان وو ، د پخواني پاچا کورنۍ او ملګري يې شمالي اسپانيا ته وتښتيدل ، د اسپانيا خلک په افريکا کې د مسلمانانو له عادل حکومت څخه خبر او د «لذريق» د حکومت له ظلم او بې عدالتی څخه سخت تنګ راغلی وو چې بلاخره د پخواني پاچا کورنۍ او ملګرو په افريکا کې د مسلمانان د حاکم موسی بن نصير سره ارتباط و نيولو او موسی يې د اسپانيا له داخلي حالت څخه خبر او هغه يې د اندلس (اسپانا ) نيولو ته وهڅولو . موسی بن نصير د خپل خليفه څخه د اجازت غوښتلو لپاره شام ته خط و ليږلو او خليفه وليد يې په ځواب کې وليکل : د پوره پلان او دقيقو معلوماتو پرته په اسپانيا باندې د حملې کولو اقدام مه کوئ ، مسلمانان په لرې او نا اشنا هيواد کې مه را ګير کوئ ، ځکه د هغه هيواد لاره بحري ده او مسلمانان د بحري سفر سره څندان بلد نه دی او له بلې خوا اسپانيا يو قوي بحري فوځ لري .

د اسلام لومړی لښکر د اندلس (اسپانيا) په لورې :

موسی بن نصير د خپل امير د حکم پر بنا او دا چې ايا د اسپانيا د خلکو د استاذي (جوليان) خبرې واقعيت لري او که نه د دقيق احوال معلوملولو لپاره يو کوچنی فوځ د طريف بن مالک په مشرۍ په کال د ۹۱ هجري کې اسپانيا ته وليږلو چې د رسيدلو سره سم يې هلته يو سيمه چې وروسته د طريف په نوم ونومول شوه فتحه کړه او زيات غنائم لاس ته ورغلل او بيرته افريکا ته را ستون شول او خپل حاکم موسی بن نصير ته يې د سفر حال بيان کړ .

د اندلس فاتح طارق بن زياد د اندلس په لورې :

موسی بن نصیر د طارق بن زياد په مشرئ (۷۰۰۰) مجاهدين د جهاد في سبيل الله په نيت اسپانيا ته وليږل ، مجاهدين د بحري لارې د څلورو کښتيو په وسيله په څو ځله د رجب د مياشتې په ۵ نيټه په کال د ۹۲ هجري د اسپانيا په جنوب کې د غره سره چې اوس مهال دا غر د «جبل طارق» په نوم ياديږي ځای پر ځای شول .

په خوب د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وعده :

کله چې طارق اندلس ته د روانيدو پر مهال په کښتۍ کې سپور شو ، نا چاپه په هغه باندې خوب راغی په خوب کې ويني چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرام له خپلو تورو سره له ده سره دي او ورته وايي :

 طارق ! د خپل هدف تر سره کولو لپاره دې مخکې ځه او له خلکو سره نرمي کوه او په خپله وعده وفا کوه ، او طارق په خوب کې ويني چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلو ملګرو سره يو ځای له ده څخه مخکې اندلس ته داخل شو . کله چې بيدا شو خپلو ملګرو ته يې زيری ورکړ او په کاميابۍ باندې يې يقين راغی .

کله چې طارق له خپلو فوځيانو سره د جبل طارق په لمن کې ميشت شو نو څه وخت د خلکو له سترګو پټ وو تر دوښمن د دوی له احوال څخه خبر نه شي او دوی دلته بلد او د دوښمن له احوالو ، فوځې اډو خبر شي ، د پوره تيارۍ وروسته يې د سنتو موافق د اسپانيا د جنوبي سيمو حاکم «تدمير» ته خط وليږه او هغه يې اسلام ته دعوت کړ او هغه ته يې دا خبره واضح کړه چې کچېرې هر څوک اسلام قبول کړي په خپل رياست او منسب به پاتي شي او اسلامي دستورات موافق به ژوند کوي او څوک چې اسلام نه قبلوي هغوی دې تسليم شي او جزيه دې ورکړي او څوک چې دا دواړه نه قبلوي هغوی دې جنګ ته تيار شي .

«تدمير» چې متکبر انسان وو اسلام يې قبول نه کړ د جنګ لاره يې غوره کړه ، طارق په هغه باندې ناچاپه حمله وکړه او د اسپانيا ټولې جنوبي برخې ورڅخه ونيولې . «تدمير» د اسپانيا امپراتور «» ته خط وليږلو او د مسلمانانو حال څخه يې خبر کړ او په خط کې دا هم ليکلي وو چې داسې يو قوم دی چې نه پوهيږم د ځمکې اهل او که د آسمان .

بلاخره د اسپانيا امپراتور د يولک مجهز فوځ سره يو ځای د مسلمانانو د مقابلې لپاره چمتو شو ، طارق بن زياد ، موسی بن نصير له حال څخه خبر کړ هغه د طارق د ملاتړ لپاره ۵۰۰۰ نور مجاهدين وليږل .

د مسلمانانو ۱۲۰۰۰ فوځ د يولک صليبي فوځ پر وړاندې :

د مسلمانانو فوځې قوماندان طارق بن زياد رحمه الله مجاهدينو ته خطبه ولوستله او مجاهدين يې جهاد ته تشويق او وروسته د رمضان المبارک په ۲۸ د ۹۲ هجري کال د مسلمانان په ايمان باندې سمبال کوچنی فوځ د کفارو د ستر مجهر فوځ سره مخ شول د څو ورځو سخت جنګ وروسته يې د اسپانيا ستر مجهز فوځ مات کړ او وروسته د اسپانيا شمالي برخې هم فتحه کړي .

په اندلس باندې د مسلمانانو ۸۰۰ کاله حکومت

مسلمانانو په جنوبي اورپا (اسپانيا او پرتغال ) باندې تقريباً ۸۰۰ کاله حکومت وکړ او په اورپا کې يې د علم ، انسانيت ، سړيتوب او پرمختګ ډيوه بله کړه ، د اسلام څخه مخکې اورپا د وحشت ، ظلم او جهل زانګو وه خو د مسلمانانو په ورتګ او د اسلام په حکومت سره په ټوله اورپا کې د امن ، انسانيت ، علم او پرمختګ ډيوه بله شوه ، په ټولو علومو ځانګړي پرمختګونه وشول ، د مثال په توګه په علم طب کې څومره پرمختګ مينځته راغلی چې د اندلس طبيبانو به د سترګو د قرينې او همدارنګه د مثانې او پښتورګو څخه د ډبرو ايستلو عمليات تر سره کول .

انګلیسي مستشرق «لاين پل» وايي : اسپانيا ۸ پيړۍ د مسلمانان په لاس کې وه او تمدن رڼا يې ټوله اورپا رڼا کړله .

د اندلس د سقوط عوامل

د اندلس د سقوط عوامل يوازې او يوازې د الله تعالی د برحق دين څخه د مسلمانانو لريوالی او په دنيوی عيش کې ډوبيدل وو ځکه مسلمانانو ته چې الله تعالی کوم عزت ورکړی وو هغه د قوت ، ډيروالی ، مهارت او بل څه په وجه نه وو بلکي د راسخې عيقدې او اسلام په وجه وو چې ۱۲۰۰۰ مجاهدينو د اورپا دروازه ماته کړه او د هغه وخت قدرت يې نسکور او د اسلام رڼا يې بله کړه .

انا لله و انا اليه راجيعون

آن لاين اسلامي لارښود – د اسلامي فتوحاتو څانګه

Print Friendly, PDF & Email