دځوان لپاره دبریتونو خرول او یا هم په غیچی داسی کوچنی کول چی له خرولو سره کوم فرق ونلری څه حکم لری صحیح دی اوکنه؟ مننه

سيد اختر محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د «الفطرة» په مشهور حديث شريف کې د بريتونو لڼدولو لفظ راغلی دی « عَشْرٌ مِنْ الْفِطْرَةِ، قَصُّ الشَّارب، وَإِعْفَاءُ اللِّحْيَةِ،…» ( لس د فطرت سنت دي ، د بريتونو لڼدول ، د زېرې پريښودل … ) .

د جمهورو فقهاوو په نزد د بريتونو لنډول افضل دي .

ونقل ابن عابدين في “رد المحتار” (2/550) عن المتأخرين اختيار القص ، فقال :
” المذهب (يعني المذهب الحنفي) عند بعض المتأخرين من مشايخنا أنه القص , قال في البدائع : وهو الصحيح ” انتهى .

او امام طحاوی په شرح الآثار کې وايي چې دواړه قسمه يعنې لنډول او خيرل حسن دي .

، وَقَالَ الطَّحَاوِيُّ : الْقَصُّ حَسَنٌ وَالْحَلْقُ أَحْسَنُ ، وَهُوَ قَوْلُ عُلَمَائِنَا الثَّلاثَة (الموسوعة الفقهية ج ۲۵ ص ۳۲۰) .

مګر د مالکيه او شافعي مذهب ځنې فقهاء وايي چې د بريتونو خريل مکروه او امام مالک رحمه الله يې بدعت بولي )التهميد ۲۱/۶۲-۶۸ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email