د شطرنج لوبه کول څه حکم لري ؟

د انلاین اسلامی لارشود تولو کارکونکی ته اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته وایم !
زما د شطرنج لوبی په باره کی سوال دی شطرنج لوبه خلک اوس وخت کی د ذهن د تیزی تفریحی لوبی په نیت کوی او ورزشی آمریت کی هم ثتب دی او دا لوبه په ورزش کی نمول سوی ده او د دی لوبی مسابقی کیزی. که یی نیت د خمار او نور غیر شرعی اعمال نه وه لکه لمونز قضا کول او نور عبث کارونه نو سنگه کار دی؟
مننه

احسان الله صميمي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شطرنج لوبه د جمهورو فقهاوو په نزد حرامه ده په دليل د لاندې احاديثو :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ لَعِبَ بالنَّرْدَ شِيرِ فَكَأنَّماَ صَبَغَ يَدَهُ في لَحْمِ خِنْزِيرٍ ودَمِهِ» (أخرجه المسلم).

يعنې : چا چې د نرد شير (شطرنج) لوبه وکړه هغه داسې دی لکه د خوګ په خوښه او وينه يې چې لاس ککړ کړی وي.

ابی موسی اشعری رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل کړی دی چې هغه فرمايلي دي :«من لعب بالنرد فقد عصى الله ورسوله» (موطاء امام مالک و ابوداود).

يعنې : څوک چې د شطرنج لوبه کوي پس هغه د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړه.

نافع وايي :  أن عبد الله بن عمر كان إذا وجد أحدا من أهله يلعب بالنرد، ضربه وكسرها .

يعنې: کله به چې عبدالله بن عمر رضی الله د خپل اهل څخه څوک په شطرنج وليدل نو هغه به يې ورته ماتولو ( صحيح الادب المفرد ۹۶۰ بالسناد صحيح موقوف) .

جاء في الموسوعة الفقهية (جزء ۴۰ ص ۲۲۴ ) :

اللَّعِبُ بِالنَّرْدِ حَرَامٌ عِنْدَ جُمْهُورِ الْفُقَهَاءِ ،لِقَوْلِهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ لَعِبَ بِالنَّرْدَشِيرِ فَكَأَنَّمَا صَبَغَ يَدَهُ فِي لَحْمِ خِنْزِيرٍ وَدَمِهِ ”  وَلِقَوْلِهِ : < مَنْ لَعِبَ بِالنَّرْدِ فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَرَسُولَهُ > وَلأَنَّهُ إِنْ قَامَرَ بِهِ فَالْمَيْسِرُ حَرَامٌ بِالنَّصِّ وَإِنْ لَمْ يُقَامِرْ فَهُوَ عَبَثٌ وَلَهْوٌ   قَالَ النَّبِيُّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : < لَيْسَ مِنَ اللَّهْوِ إِلا ثَلاثٌ : تَأْدِيبُ الرَّجُلِ فَرَسَهُ ، وَمُلاعَبَتُهُ أَهْلَهُ ، وَرَمْيُهُ بِقَوْسِهِ وَنَبْلِهِ >

او ابن عابدين په حاشيه الدر المختار  ( جلد ۵ ص ۲۵۲ ) کې ليکلي :

وَإِنَّمَا كُرِهَ لأَنَّ مَنْ اشْتَغَلَ بِهِ ذَهَبَ عَنَاؤُهُ الدُّنْيَوِيُّ , وَجَاءَهُ الْعَنَاءُ الأُخْرَوِيُّ فَهُوَ حَرَامٌ وَكَبِيرَةٌ عِنْدَنَا , وَفِي إبَاحَتِهِ إعَانَةُ الشَّيْطَانِ عَلَى الإِسْلامِ وَالْمُسْلِمِينَ .

د تحريم علت : کچېرې قمار ورسره وي نو واضح ده چې ستر جرم دی او په داسې کس باندې شرعاً تعذير دی مګر د قمار پرته د شطرنج د تحريم علت ابن قيم رحمه الله داسې بيانوي :

کچيرې د شطرنج لوبه د عوض څخه خالي وي نو تحريم يې داسې دی لکه د شرابو څښلو کوم چې بغض ، کينې او دوښمنۍ سبب کيږي ، د الله تعالی د ذکر او عبادت څخه د غفلت سبب جوړيږي او د کينې ، دوښمنۍ او غفلت داسې ذريغه ده لکه : قمار او شراب لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي :[ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ] (الفروسية لابن القيم ص 169).

ذهن په مطاله ، علمي بحث او علمي تمرين سره زياديږي نه په دا ډول شيطاني لوبو چې  ديني ، علمي او اقتصادي پرمختګ له زوال سره مخ کوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email