دهر څه نه وړاندي دحضرت محمد ص نبوي تحفه درته وړاندي کوم چي عبارت ده

                                              اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته – ستاسو دټولو درنو او محترمو وړونو څخه يوه نړي مننه کوم چي داسلام مبارک دين ته نه ستړي کيدونکي هلي ځل

پوښتنه مي په دي ډول ده چي څو ورځي مخکي مي مور جاني وفات وکي الله ج دي وبخښي خداي ج دي دجنتونو سرداره کړه مور خوارکي مو ډير تکليفونه او زحمتونه راسره وکښل يعني زه د٤٠ شپو وم چي پلار مي وفات سو بالاخيره اوس دپوهنتون څخه لا فارغ يم دمور دعاوي وي چي اوس وظيفه هم لرم په ټول ژوند کي مي دمور ښيرا نه پياد کيږي چي ماته يي کړي وي سخت مي ارمان ده نو څه وکړم دا دالله ج امر وه دعا ګاني خو ورته کوم انشاالله خيراتونه به هم پسي وکړم غواړم چي دخپلي مور دپاره ډير روژي ونيسم تر څو ثواپونه يي زما مورته ورسيږي ايا دا څومره ثوابونه لري او دمور دپاره زه کوم کارونه وکړم چي دمورجاني حق ادا کړم

                                             درنښت

شاه محمود مطمين

ولايت : هلمند

ولسوالي: ناوه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اللهم احمها ، اللهم أغفر للمسلمين و المسلمات

د وفات شويو  والدينو (مور او پلار ) د پاره د بښنې او مفعرف دعا کول تر ټولو غوره دي .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[رواه مسلم]

ژباړه: کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .

او بيا هغوی ته د ايصال ثواب لپاره مالي صدقات ادا کول غوره عمل دی او همدارنګه : د هغوی لپاره د ايصال لپاره نفلي لمونځ ، روژه ، حج ، تلاوت او ذکر او نورو عباداتو ثواب رسیږي .

فقه اکبر ليکي : اختلف فی العبادات البدنية کالصوم والصلوة و قرآءة القرآن و الذکر فذهب ابوحنيفه و احمد و جمهور السلف الی وصلها و استدلاله بقوله سبحانه (وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَى ) (فقه اکبر ص ۱۶۰ ) ظفير – نقل فی فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۵ ص ۳۰۱ ) .

وقال العلامة البدر العيني في شرحه على كنز الدقائق ما نصه: يصل إلى الميت جميع أنواع البر من صلاة أو صوم أو حج أو صدقة أو ذكر أو غير ذلك.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email