د انلاین اسلامي لارښود محترمو کار کونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم !
زما یوه پوښتنه ده د نفاس په هکله محترمه د نفاس حالت د کوم لحظی شروع کیږی د ماشوم مکمل پیدایشت که د وینو په راتلو  که چیری د ماشوم د پیدایشت نه څو ساعته مخکی به ښځی سپینی اوبه روانی شی او دا حالت څو ساته وخت ونیسی بیا پری وینه او بیا ولات وشی نو ددغی حالت کی قضا شوی لمونځونه په نفاس کی حسابیږی او که قضایی بایدراوړل شی د قران او حدیث په رڼا کی ځواب غواړم

بی بی عایشه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ولادت څخه مخکې يا د ولادت پر مهال وينه د استحاضې (مرض ) حکم لري ، که د اودس توان لري اودس به کوي او لمونځ به ادا کوي او کچېرې د اودس کولو امکان نه وي تيمم به وهي او لمونځ به ادا کوي او د ولادت وروسته وينه د نفاس حکم لري د نفاس په حالت کې روژه نيول او لمونځ ادا کول نشته .

جاء في الموسوعة الفهية :

فذهب الحنفية : الی ان الدم الذی تراه الحامل ابتداء او حال ولاتها قبل خروج الولد استحاضة و ليس بنفاس ( موسوعة الفقهية ج ۴۱ ص ۸ ) .

و جاء في الفقه الاسلامي وادلته :

هو الدم الخارج عقب الولادة. أما الخارج مع الولد حال الولادة أو قبله، فهو دم فساد واستحاضة، فتتوضأ إن قدرت وتصلي، وأضاف الحنفية: أو تتيمم وتومئ بصلاة ولا تؤخر الصلاة.

  شرح فتح القديرعلى الهداية 1/ 164 : و جاء في

فَصْلٌ فِي النِّفَاسِ ( النِّفَاسُ هُوَ الدَّمُ الْخَارِجُ عَقِيبَ الْوِلادَةِ ) لأَنَّهُ مَأْخُوذٌ مِنْ تَنَفُّسِ الرَّحِمِ بِالدَّمِ أَوْ مِنْ خُرُوجِ النَّفْسِ بِمَعْنَى الْوَلَدِ أَوْ بِمَعْنَى الدَّمِ ( وَالدَّمُ الَّذِي تَرَاهُ الْحَامِلُ ابْتِدَاءً أَوْ حَالَ وِلادَتِهَا قَبْلَ خُرُوجِ الْوَلَدِ اسْتِحَاضَةٌ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email