سلامونه او نیکی هیلی زه دافغانستان یم او دپاکستان څخه دا بوطان راوړم ایران ته هغه لکه:آس ،خر،هیلی نور حیوانات ددی کاروبار په باره ملعومات راکړه چی دا کاروبار څنګه ده دا ګټه حرامه ده که حلاله.
که واضح دلیل هم راته ووایی منندوی به مو یم
مننه خوشحاله ژوند ولری

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

بتان او مجسمي دوه صورتونه لري .

لومړی صورت : کچيرې د عبادت لپاره کارول کيږي نو مسلمان ته د هغه بيع او تجارت مطلق حرام او د عقيدې لپاره ستر خطر دی .

مسلمانانو ته د اسلامې شريعت حکم دی چې کومې ساحي د کفر او شرک څخه پاک شي هلته بايد د شرک د ټغر پاتې شوني له مينځه يوړل شي بتان ، مجسمې او تصويرونه به لري کيږي ، په دليل د لاندې حديث شريف :

عن عمرو بن عبسة أنه قال للنبي صلى الله عليه وسلم : وبأي شيء ‏أرسلك ؟ قال : ” أرسلني بصلة الأرحام ، وكسر الأوثان ، وأن يوحد الله لا يشرك ‏به شيء ( رواه مسلم ۸۳۲).

ژباړه : عمر بن عبسه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل : ته د څه د پاره را ليږل شوی يې ؟ ويې ويل : زه د خپلوي پاللو ، بتانو ماتولو او د يو الله عبادت ته چې هيڅ شريک نه لري ليږل شوی يم .

دوهم صورت : کچېرې د عبادت لپاره نه وي د ژونديو شيانو لکه : انسانانو او حيواناتو ، مرغانو مجسمې جوړول ستره ګناه او په اړه سخت وعيد راغلی دی .

« إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ » ( رواه البخاري و مسلم).

 ژباړه: د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير او مجسمې جوړونکو دی.

د اسلامي شريعت عامه قاعده ده کوم شی چې حرام وي د هغه کاربار بيع او تجارت هم حرام دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ إِذَا حَرَّمَ أَكْلَ شَيْءٍ حَرَّمَ ثَمَنَهُ» ( رواه أحمد ۲۶۷۸) ..

يقيناً الله تعالی چې هر شی حرام کړي نو د هغه بيع او تجارت يې هم حرام کړي دي .

خلاصه : د بتانو او مجسمو کار بار مطلق حرام دی او د هغه څخه ګټلی مال خبيث دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email