پر ما باندې زکات شته ؟

اسلام علیکم ورحواله الله،
ښاغلیه‌! زه کور نلرم، خو د ۲۲۰۰۰۰ موټر لرم چې ما د ځان او کورنۍ او کار لپاره اخیستی. خو اوس وظیفه لرم پر ما زکات کېږي او که نه؟

عبدالسميع

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کور لپاره اخيستل شوي موټر باندې زکات نشته ځکه دا د سامان او اسبابو حکم لري
کچيرې مو د وظيفه معاش د کورني ضرورياتو څخه زيات شو ، کال ورباندې تير شي او نصاب ته ورسيږي نو بیا زکات درباندې فرض دی
و بالله توفيق
د زکات بیان دلته ولولئ
http://dawat610.com/archives/35
Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي